د عدالت توره د خوارجو او بغاوت کوونکو پر غاړه

#image_title

لکه څنګه چې د افغانستان اشغال د ډېرو بدبختیو او مصیبتونو لامل شو، همدارنګه له دې هېواد څخه د دوی ماتې او تېښته هم د ډېرو ګټو او خوشحالو لامل شو.

یو له دغو ناخوالو او مصيبتونو د اشغال په وخت کې د افغانستان پر مظُلوم ولس د لنډغرو او بې بندوبارو خلکو واک و چې له هېچ ډول شر او فساد څخه یې مخ نه اړاوه.

په رڼا ورځ یې پر خلکو ظلمونه کول، د خلکو شتمنۍ یې لوټ کولې او د خلکو د ځورولو او بې ثباتۍ لامل ګرځېدل.

د دوی د پښو نښې نښانې په ټولو جرمونو لکه: غلا، تښتونې او قتل کې لیدل کیدی شي.

که څه هم دا مظلوم ولس د دوی له فساد څخه ستړی شوی وو، خو د کابل اجیرې ادارې نه یوازې دا چې د دوی پر وړاندې یې د مبارزې توان نه درلود، بلکې په ځینو مواردو کې یې له دوی سره د همکارۍ لاس هم وو.

بلاخره د اشغالګرو لاس له دې خاورې څخه لنډ شو او د دوی په وتلو سره د ځمکې په مخ د لنډغرو تخمونو په ګډون ټول فسادونه وچ شول.

د فتحې په لومړیو ورځو کې ډېر خلک له افغانستانه ووتل، خو ځینو ته چې د تېښتې موقع پیدا نشوه، په افغانستان کې پاتې شول او وروسته یې د هغه تور پس منظر په خلاف چې دوی یې درلودل د اسلامي نظام پر ضد د جګړې هوډ وکړ او په وړاندې یې بغاوت اعلان کړ.

هغه بغاوت چې د کار په پیل کې شنډ شو او د اسلامي نظام د عسکرو له خوا د هغوی سرونه په ځمکه کش شول.

ورځې او میاشتې تیرې شوې او نور د بغاوت او سرکشۍ خبر نه و تر دې چې څو ورځې وړاندې د جمهوري دورې یو نامتو مفسد چې له افغانستانه بهر په یوه نامعلوم ځای کې اوسېږي د ویډیو ایډیټینګ له وسیلو څخه په استفادې ادعا وکړه چې دی د هندوکش په غرونو کې اوسېږي.

یوه داسې مسخره ادعا چې حتی د رسنیو او ځان پورې اړوند خلکو لپاره د طنز سرچینه وګرځېده.

په همدې حال کې داسې ښکاري چې ځینې خلک د دې جعلي ویډیو له لارې دوکه شوي او د اسلامي نظام پر ضد د بغاوت جرأت کوي.

له همدې امله يوه څو کسیزه ډله د بغلان ولایت یوه غره ته ولاړه او د څو ثانیو په ویډیو کې یې خپل بغاوت اعلان کړ.

هغه ویډیو چې د دوی د مرګ حُکم یې له ځانه سره درلود.

د دوی د ادعا له مخې دا ویډیو د روان کال د سرطان د میاشتې په لومړۍ نیټه ثبت شوې وه، خو پرون سهار د سرطان د میاشتې په ۸ نېټه د دوی یوه بله ویډیو هم خپره شوه، خو له دې توپیر سره چې اوس هغه مړي دي!

هغه څه چې د دغو کسانو له وژل کېدو وروسته یې ډېر پام ځانته اړولی، د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د داسې اسنادو لاس ته راوړل وو چې د اسلامي نظام پر وړاندې د دغو دوو جبهو «بغاوت او داعش» د یووالي څرګندونه کوي.

هو! هغه خوارج چې له کفارو سره د همکارۍ په تور یې ډېر بې ګناه مسلمانان په مرګ محکوم کړل او د هغوی جسدونه یې په بې رحمۍ سره ټوټې ټوټې کړل، اوس نه یوازې د سیمې د استخباراتو د لاس آله ګرځیدلي، بلکې د اسلامي نظام په خلاف یې د بد مخو بغاتو سره هم لاس یو کړی دی.

ای هغو کسانو چې د دې خوارجو ډلې په فریب کې اسیر یئ او ستاسو دین او دنیا یې په خپلو لاسونو کې د لوبو میدان ګرځولی، په تاسو څه شوي دي؟

تاسو ولې هغه عقل نه کاروئ چې الله تعالی جل جلاله تاسو ته درکړی دی او د یوې شیبې لپاره فکر نه کوئ؟

دا څنګه شونې ده چې یوه ډله د شریعت نافذول غواړي، خو د کفري نړۍ په مرسته د اسلامي نظام پر ضد جګړه کوي لکه بغاوت کوونکي؟

آيا دوی تل د نبوت پر بنسټ د خلافت خبره نه ده کړې؟

د اسلام د ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو کرامو په ژوند کې مو داسې کړنې چېرته لیدلي؟

ستا په اړه څومره ښكلى بيان دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: “صفهاء الاحلام” مطلب “خوارج” هغه خلك دي چې عقل يې ضعيف او جاهل دي.

په حقیقت کې تاسو جاهل یاست او نه پوهېږئ، مګر تاسو باید پوه شئ چې د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د حکم سره سم، د اسلام سپیڅلي عسکر به تاسې هر چېرې چې وګوري، تاسې به وژني، ترڅو اسلامي اُمت ستاسو له آفتونو څخه وژغورل شي.

هو! دا حُکم يوازې د خوارجو لپاره نه، بلکې د هر هغه باغي لپاره هم دی، چې غواړي د اسلامي نظام پر ضد ودرېږي او د افغان ولس پر ضد وسله پورته کړي او د پرديو هېوادونو او زورواکو د ګټو لپاره وي.

ځکه چې د دې خاورې اتل ځواکونه د هر فساد او جنایت په تعقیب بوخت دي او هیچاته به اجازه ورنکړي چې امنیت ګډوډ کړي، چې دوی یې په الفاظو نه، بلکې په عمل کې ثابتوي.

Exit mobile version