د سوریې د شمالي سيمو لپاره د داعشیانو مسؤل رقه کې وژل شوی

د سوريې په رقه ښار کې د شمالي سيمو لپاره د داعشیانو عمومي مسؤل په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، دا عملیات د رقه ښار په مرکز کې پر هغه کور ترسره شوي چې د سوریې د شمالي سيمو لپاره د داعشیانو مسؤل پکې اوسېده. د وژل شوي کس پوره شهرت نه دی اعلان شوی، خو ځینو رسنیو یې د امنيتي سرچينو له قوله نوم «ا.ع» یا «ابو جهاد» ښوولی دی.

له تېر څه باندې یوه نیم کال راهیسې په سوریه کې د داعشیانو د مزعوم خلیفه په شمول ګڼ شمېر لوړپوړي داعشیان وژل شوي دي. دې پرلپسې وژنو ته په کتلو د داعشیانو په تنظيم کې دننه سرچینې وايي چې د دوی لیکو ته بهرنیو استخباراتي کړیو نفوذ کړی او یا هم پخپله ځینې داعشیان د خپلو ملګرو جاسوسي کوي.

د سوریې د داعشي خوارجو څانګه کې د جاسوسانو د شتون په تړاو راپور دلته لوستلای شئ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version