د رمضان د اوولسم په شپه باندي رامنځته شوې پیښې:
د اسلام لښکر ماښام مهال د رمضان په اوولسم تاریخ د جمعې په شپه بدر ته ورسید، او هلته د بدر له چینې سره یې نږدې واړول، په همدې شپه کې رامنځته شوې پېښې ستاسو مخې ته ږدو.
د څارنې عملیات:
په همدې ځای کې رسول الله صلی الله علیه وسلم او أبو بکر صدیق رضی الله عنه د لښکر د حال معلومولو په پار راووتل، د قریشو د لښکرو په شاوخوا سیمو کې یې یو عربي سپین ږیری ولید، له هغه یې د مکې د لښکر او د اسلام د لښکر په اړه پوښتنه وکړه، هغه ورته وویل: لومړی تاسو ځان رامعرفي کړئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: چې ته خبر راکړې، مونږ به هم ځانونه درمعرفي کړو، بوډا وویل: خبر شوم چې د مدینې لښکر په فلانۍ ورځ راخوځېدلی دی، نو نن به په فلانۍ سیمه کې وي، هماغه سیمه یې وښودله کومه کې چې د اسلام لښکر اړولي و.
بیا یې زیاته کړه: قریش په فلانۍ ورځ خوځېدلي، نو نن به په فلاني ځای کې وي، هماغه ځای یې وښود کوم کې چې قریشو اړولي وی، بیا یې وویل: تاسو له چانه یئ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: موږ له اوبو نه یو، او بیا ترې لاړ.
د همدې ورځ په ماښام باندي رسول الله صلی الله علیه وسلم زبیر بن عوام، علي بن أبي طالب، سعد بن أبي وقاص او څو تنه نور صحابه کرام ولېږل؛ ترڅو د کفر د لښکر حال معلوم کړي، تصادفاً د قریشو له دوو تنو سقاوانو (اوبو راوړنکو) سره مخ شول، دوی یې راوستل رسول الله صلی الله علیه وسلم ته، هغه صلی الله علیه وسلم دغه مهال لمونځ کاوه، صحابه کرامو له دوی نه تحقیق پیل کړ.
دا چې لا هم د صحابه کرامو هیله وه، چې ښایي د ابو سفیان قافله همدلته وي، نو یې ځکه د قافلې په اړه پوښتنې ترې پیل کړې، هغوی به ویل چې موږ په قافله نه یو خبر، مونږ د مکې د لښکر سقاوان یو، خو صحابه کرامو به ووهلو، او د دروغو اقرار ته به یې اړ کړو، تر دې چې په دروغو به یې وویل: موږ د قافلې غړي یو، او قافله همدلته شته، بیا به یې وهل بس کړل.
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له لمانځه نه فارغ شو، نو ویې ویل: دوی چې رښتیا وایي تاسو یې وهئ، چې دروغ وایي تاسو پرېږدئ، دا د قریشو خلګ دي.
بیا یې له بندیانو وپوښتل: قریش چېرته دي؟
بندیان: هلته، تر هغې غونډۍ شاته.
رسول الله صلی الله علیه وسلم: قریش څو تنه دي؟
بندیان : ډېر دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم: څو تنه دي؟
بندیان: موږ خبر نه یو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم: دورځې څو اوښان حلالوي؟
بندیان: یوه ورځ (۹)، بله ورځ (۱۰).
رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: لښکر د نهه نیم سوه او زرو تنو په شاوخوا کې دی، همدغه احصائیه حقیقت هم وه.
بیا یې بندیانو ته وفرمایل: “فمن فیهم من أشراف قریش” یعنې په لښکر کې د قریشو له سردارانو څخه څوک دي؟
بندیان : عتبه، شیبه، حکیم بن حزام، ابو جهل، امیه بن خلف، حارث بن عامر، خویلد بن نوفل او نور…
بیا یې صحابه کرامو ته وفرمایل: مکې درته دخپل جګر ټوټې رالېږلې دي.
د حباب بن منذر مشوره:
له دې معلوماتو ترلاسه کولو وروسته حباب بن منذر رسول الله ته وویل: اې د الله رسوله! په دې ځای کې د اړولو امر درته الله تعالی کړی؟ که داسې وي نو بیا د امر په تعمیل مکلف یو، نه وروسته کیږو، نه مخته کیږو او که دا ستا خپل جنګي تکتیک ده؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: نه، دا زما خپل جنګي تکتیک دی.
حباب ورته وویل: د الله رسوله! دا ځای مناسب ندی، قریشو ته تر ټولو له نږدې چینې سره به واړوو، ټولې چینې به پټې کړو، او موږ به پخپله چینه باندي حوض جوړ کړو، په دې سره به د جنګ په اوږدو کې له موږ سره اوبه وي له دوی سره به نه وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: تا ډېره ښه مشوره راکړه، او بیا یې د حباب د مشورې په اساس لښکر ته په شپه کې امر وکړ، او له قریشو سره نږدې په یوه چینه یې واړول.
د اسلام په لښکر باندي د متعال رب ځانګړی نظر:
د مکې لښکر تر مسلمانانو مخکې بدر ته رسېدلی و، دوی غوره ځای منتخب کړی و، مسلمانانو چې کوم ځای غوره کړ هغه شګه وه، تګ او راتګ پکې یو څه ستونزمن و، دغه مهال متعال رب باران وکړ چې پر مټ د مسلمانانو سیمه کلکه شوه، او د تګ راتګ جوګه شوه، او د مشرکینو سیمه خټه شوه، چې تګ راتګ پکې ستونزمن شو، عجیبه خو لا دا چې دغه شپه په ټول لښکر نعاس (د خوب په څېر یو قسم د ډاډ او اطمینان کیفیت) راغی، هیڅ یو تن د باران له اوبو ندی متضرر شوی.
متعال رب دغه پېښه په دغه ایت کې بیانوي:
إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُمْ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لِيُطَهِّرَكُمْ بِهِ وَيُذْهِبَ عَنْكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَى قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الْأَقْدَامَ. [سورة الانفال: ١١]
ژباړه: هغه وخت یاد کړئ چي كله د الله جل جلاله له لوري د امن له امله خوب در باندې راغی، او له اسمانه یې پر تاسي اوبه واورولې، تر څو تاسي پاك کړي؛ او ستاسي څخه د شيطان وسوسهې ايسته کړي، ستاسي زړونه محکم او پياوړي کړي، او د باران په وسيله ستاسي قدمونه په ځمکه باندي ټينګ کړي.