د بدر له غزاء د اخیستل شویو درسونو په تداوم نن څو نور درسونه او عبرتونه هم ستاسو مخته ږدو.
۱۰:- د بدر په غزاء کې که د مسلمانانو او کفارو لښکرونه د عدد او عُدې له حیثه په مقایسییز ډول وسنجول شي، کېدای شي ځینو ته به سوال پیدا شي، چې څه ډول د مسلمانانو بریا ممکنه وه او کوم علتونه ددې سترې بریا لامل شول؟
ځواب دا دی، چې دا معرکه اصلاً د ایمان او مادیاتو غزاء وه، یوې خواته نړۍ، زور او غرور و، خو بلې خوا ته متعال رب، د هغه رسول او په دوی راټول د ایمان په جوهر سمبال صحابه کرام وه، هغوی چې وسلې یې نه درلودې، مګر هغه څه یې درلودل، چې دښمنانو یې تر وسلو هم زیاته وېره ترې درلودله، هغه ایمان، عقیده او له اسمانه رانازل نصرت و.
لکه متعال رب چې فرمایي: “فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ رَمَی”
ژباړه: تاسو هغوى نه دي وژلي، بلکې الله جل جلاله هغوى وژلي دي، او تا ویشتل نه دي كړي كله چې تا ویشتل وكړل، بلکې الله ویشتل كړي دي.
دښمن لکه څومره چې د اسلامي نړۍ له وسلو، ټکنالوجۍ او نړیوال ځواک وېره لري، تر دې ډېر د هغوی له نه خامېدونکي ایمان وېره لري، موږ ولیدل، چې د اسلامي امارت په مشرانو او نورو جهادي رهبرانو څه ډول بندیزونه ولګېدل، د ترور لپاره یې ټولې کفري نړۍ او استخباراتي کړیو هڅې وکړې، ولي؟
لامل دا و، چې دوی اصلاً د ایمان او پخې عقیدې زېرمې وې، له دوی داسې قدرتونه جوړېدای شوای او جوړ شول، چې وسلې به یې ایمان وې، خو د ټکنالوجۍ دا تود بازار به یې بالکل سوړ کړی وای.
۱۱:- پخپل منځ تراحم او تعاطف:
په متعال رب له قوي ایمان وروسته چې لښکر د بریا تر پولو رسوي، هغه پخپل منځ کې تراحم، تعاطف او متقابل درناوی دی، د بدر په غزاء کې د نصرت یو لوی لامل دا هم و، چې مؤمنان د پورتني صفاتو درلودونکي و، متعال رب دغه مضمون په دغه ایت کې بیانوي: “هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ، وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ لَوْ أَنْفَقْتَ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مَا أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ”
ژباړه: متعال رب همغه ذات دى چې ته يې په خپل مدد او مومنانو سره محکم كړى يې، او د دوى په زړونو کې یې محبت واچاوه، كه چیرې تا هغه ټول څه لګولي واى چې په ځمكه كې دي، نو تا به د دوى په زړونو کې محبت نه وای اچولى، خو الله د دوى په مینځ كې محبت واچاوه.
د اسلام دغه لارویان ځکه هم بریمن شول، چې ټول په یوې کلمې (لا إله إلا الله محمد رسول الله) سره راټول وو، د ټولو موخه د اسلام بشپړ نفاذ او وسعت و، همدا لامل و چې هر صحابي خپل ورور، پلار او قریب تر تېغ تېر کړل، او ویې وژل، ځکه د دوی معیار اسلام و، که به څوک مسلمانان و، که څه هم غلام حبشي به و، خو تر پلار او ورور به ورتېر و.
دغه صف تشتت نه قبلول، د کفر په وړاندي یو موټی و، برعکس د مشرکینو صف له عصبیت او قبېلو تشکیل و، چې هرې قبېلې ته یوازې خپل مفادات مهم وو.
تاریخ ثابته کړې، چې مسلمانان کله هم متحد شوي، نو د نړۍ هیڅ قدرت یې د فتوحاتو مخه نده ډب کړې، تل یې د سترو او ښکرورو امپراتوریو پښې لړزولې دي، متعال رب مؤمنانو ته په دې مورد دغسې توصیې کوي: “وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ”
ژباړه: تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ، په خپل مینځ كې جګړه مه كوئ، ګنې نو له ماتي سره به مخ شئ، او زور به مو لاړ شي.
۱۲:- یوم الفرقان:
د بدر معرکه د حق او باطل تر منځ د تفکیک او فرقان ورځ وه، ځکه متعال رب هم په (یوم الفرقان) نومولې ده، دا ځمکه، اسمان او ټول کون د متعال رب مخلوق دي، حقیقت دادی چې د ځمکې په سر هره فیصله او هر تدبیر باید د متعال رب په خوښه وي او د هغه درضاء لپاره وي، خو دغه مهال د ځمکې سر د باطل حشراتو نیولی و، د حق رڼا یې تته کړې وه، د ځمکې په سر طواغیت واکمن وو، چې د متعال رب د مخلوق په ژوند به یې لوبې کول، خو بدر د دې ستر باطل د محوي پیلامه شو، تدریجي سقوط شو، چې له هغه وروسته یې ښه ورځ ونه لیدله، نو ځکه وایو چې بدر یوم الفرقان ده.
په ساده او لنډ تعبیر ویلای شو، چې بدر د شرک خپور او هوار څادر ورټول، او پرځای یې د وحدانیت وړانګې خورې کړې، یعنې شرک د وحدانیت په وړاندې ماتي وخوړله.
۱۳:- اسلام یوازې د شعار دین نه دی:
بدر دا ثابته کړه، چې حق په انساني ټولنه کې په محض قولي شعار، یا محض عقیدوي نفرت نه متحقق کیږي، نه باطل یوازې په دغو دوو شیانو محوه کیږي، بلکې د حق د احقاق او د باطل د ابطال لپاره عملا حرکت او اقدام مهم دی، د باطل معبود باید مات، او د حق معبود باید سوبمن شي، همدغه کارنامه د بدر غازیانو وکړله، نو ځکه دا ورځ د فرقان په نامه نومول شوې ده.