د دوهمې امپراتورۍ زر او زور هم مات شو

ل: مفتي عبدالمتين ,,حماس,,

په افغانستان د کمونیزم یرغل په حقیقت کې د ویده اسلامي امت د بیداري فیصله وه د دعوت، اسارت، هجرت، جهاد، جراح­ت او شهادت هیرشوي درسونه الله تعالی ﷻ د افغانانو په لاس د دنیا ګوټ ګوټ مسلمانانو ته ورسول.

د شوروي سور ښامار او دوکه باز دښمن چې ډیر مسلمانان یې د کور کالي او ډوډۍ په دروغجنو شعارونو باندې دوکه کړي وو چا هم دا تصورنه کاوه چي افغانان به د دې بلا څخه نجات ومومي ځکه خو تر ډیره وخته نړیوالو د بشري خواخوږی په مقتضی د همکارۍ جرأت نه کاوه خو کله چې روسانو د الله ﷻ په نصرت متدینو افغانانو د مسلسل مقاومت په سبب ځای پرځای ماتي وخوړه،
نونړیوالو د کومک او امداد لاسونه راوږده کړل،

بلاآخره افغانستان د جهادي تربیت ځانګو او د شهادت او هجرت د هیر شوو درسونو مدرسه او د کمنیزم مقبره وګرځیده او داستاذي شرف الله تعالی ﷻ افغانانو ته ورکړ.

الله تعالی ﷻ فرمایي:( اَم یَقُولُونَ نَحنُ جَمِیعٌ مُنتَصِر※ )الایه

الحمدالله کمونیزم شکست وخوړ افغانستان خو پریږده بلکې دنیاوال ټول د کمونیزم له شرڅخه خلاص شول.

خومتأسفانه غربي کافرته میدان تش پاتي شو،
غرب د خپلو مخلصینو په مټ اول د شیطانت جال خور کړ،
جهادي رهبران او مجاهدین الله تعالی ﷻ پخپل فضل له دغه مصیبت نه وساتل.

یوازي دانه چي د بې سارې قربانۍ په نتیجه کې اسلامي نظام قائم نشو بلکي د لکونو شهیدانو ویني توی شوي، د کونډو، یتیمانو او معیوبینو ارمانونه له خاورو سره خاورې شول.

د دیندارو مخلصو مظلومو مؤمنانو هیلي ناهیلي شوي،
د داخلي جنګونو لړۍ ګرمه شوه فاسقانو ته دفسق او ظالمانو ته د ظلم لارې خلاصي شوي.
شخصي ملیشي جوړي شوي هغه بشري ناورین منځ ته راغی،

خو د دیني مدرسو بااحساسه او بادرکه طالبان راپورته شول د دیندارو عوامو په ملاتړ یې اسلامي تحریک شروع کړ.

په لږ وخت کې یې تنظیم پرستي پاټک سالاري خپل منځي جګړي قومیت اوعصبیت یې ختم کړل،
د(۱۵۰۰۰)شمیر اَهلُ الْحَلِّ وَالعَقَد په واسطه یې اسلامي امارت او شرعي امیر اعلان وکړ شرعي محاکم یې جوړ کړل شرعي حدود یې نافذ کړل.

د افغانستان په/۹۰\فیصده خاوره کې امن امان خپور شو د دنیا په ګوټ ګوټ کې جهادي تنظیمونه ورسره بیعتونه وکړل او مسلمانانو کي د ازادۍ فکر راژوندی شو.

غرب په دې پوه شو چې دا نظام به ډیر ژر لکه سمندر دنیا به په سر واخلي او دا پوچه دیمکراسي به لاهو کړي،
او که دا نظام تر یوي سیمي محدود نشي نو کیدای شي دنیاوال د دغه نظام له وجې د غرب له کفري نظام او دیمکراسي له غلامۍ څخه خلاص شي نو سمدستي یې نامعقولي بهاني شروع کړي.
چي په نتیجه کې یې د صبر کاسه نسکوره اوچپه شوه د عالمي صلیبي جنګ اعلان یې وکړ.

غربیانو ۷۵/ فیصده دروغجن تبلیغات او ۲۵/فیصده ټکنالوجي سره خلط کړه، د جګړي یو نوی پړاو پیل شو د داخلي منافقانو ټوپکیانو د شر او فساد سالارانو د خارجي سګ شویانو، سیکولریانو او دیموکراتانو په همکاري د اسلامي نظام په ضد صلیبي جګړه شروع کړه.

فَاِذَاعَزَمتَ فَتوکل علی الله ان الله یُحِبُّ المتَوَّکلِین※الایه
اسلامي امارت د عملي حکمت لاره خپله کړه په لوی الله یې توکل اوجهاد ته یې ملا وتړله د تیرجهاد سنګرونه زاړه­ سوپونه، سمڅيۍ او لغمونه یې دښمن ته د ترصد لپاره انتخاب کړل.

( نَصرٌ مِنَ الله وَفَتحٌ قَرِیب※ )الایه

الحمدالله د مسلسلو قربانیو په نتیجه کې د نصرت پلوشي راښکاره شوي هغه صلیب چي طالب او مجاهد یې انسانان نه بلل خو یو وخت یې د صلحي او مفاهمي میزته او دیمکراسي کې د شمولیت دعوت ورکړ.

( وَقَاتِلُوهُم حتی لاتَکونَ فتنةً وَیکونَ الدینُ کُلهُ لله※ )
په اساس کلک په خپل دریځ ودریدل،
غرب پوه شو چې په زاریو کار نه کیږي نو ددې لپاره چې دغه بې کفایته اداره سیکولریزم نظام په ځای پاتې شي،
نو د طالب خلاف یې د اربکیانو فتنه راولاړه کړه،

( فَقَاتلواولِیاءَالشَ­یطنِ اِّن کَیدَ الشیطن ِ کَانَ ضَعِیفاً )
د الله تعالی ﷻ په مرسته او د مجاهدینو د کلک عزم په برکت دافتنه هم شنډه شوه، دغربیانو اجیران بیا په چغو او فریاد لاس پورې کړ، چې که تاسې لاړی نو مونږ به څه حال وي.

( ذَالِکُم وَان الله مُوهِنُ کَیدِالکَافِرینَ※ )

بل ځای کی الله تعالی اﷻ مؤمنانوته خطاب کوي
( اِن الله یُحِب الذینَ یُقَاتِلُونَ فی سَبیلِه صَفّاًکَاَنَّهم بُنیان مَرصُوص )الایه………..

خو لله الحمد دادی تاسو وليدل چې د کمونستانو په څير ناټو او امريکا هم دلته سرنيګون او نسکوره شوه.

د سوکاله افغانستان په هيله.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version