د دجال لښکر به هم د بغدادي د لښکرو په شان احمقان وي

کریم بریال

الله جل جلاله دنيا د امتحان لپاره پیدا کړې ده او انسانان یې پکې خود مختار ګرځولي، چې نیکي کوي او که بدي، یا په بله اصطلاح د حق د لښکرو ملاتړ کوي که د باطل.
په دنيا کې د ادم علیه و علی نبینا صلاة والسلام له زمانې څخه نیولې، بیا تر نن ورځې پورې حق او باطل دواړه ګډ روان دي.
که یو طرف د حق لښکرې قربانۍ ورکوي او تکلیفونه ګالي، بل طرف بیا باطلې لښکرې هم کله سُپر او کله صفر ته راښکته شي.
هېڅ کله هم باطل لښکر د خپلو ځانونو د بطلان خبره نه ده منلې، بلکې هغوی هم همېش ځانونه پر حق بللي او د خپلې ګمراهۍ لپاره یې بې شمېره غیرمعقول دلایل تراشلي دي.
که یو طرف رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه وو، د خپل دین د حقانیت نارې وهلې، همدا رنګه مقابل کې یې ابوجهل، ابولهب وغیره مشرکینو ځانونه پرحق بلل او په دوی یې مختلف تهمتونه لګول.
دواړه ډلې لاړې او د خدای جل جلاله حضور ته ورغللې.
خو زمونږ دا عقیده ده، چې مسلمانان رښتیني او پرحقه وو، جنت ته به ځي او مشرکان او باطلې فرقې که هغوی هرڅومره دلایل د ځان سپینولو لپاره لکه د نن زمانې د کمونستانو او سیکولرانو په شان وویل هغوی باطل او جهنم ته به ځي.
راځو د نن زمانې د حق او باطل لښکرو ته!
کوم دین او عقیده چې مونږ پرې د څوارلس سوه کلونو راهیسې روان یو او د صحابه و له دورې بیا د تابعینو او بیا له هغه را وروسته د اجماع الامت چې له پېړیو پېړیو راهسې ټول امت مسلمه ورباندې روان دی، دا د همغه حق دین علامه ده چې د قیامت تر ورځې پورې به موجود وي.
خوارج چې په لومړیو کې له صحابه کرامو جلا شول، بیا تر نن ورځې پورې د حق د لښکرو خلاف روان دي او تر نن ورځې پورې یې د حق لښکرو سره مقابلې کړي دي. د دوی بطلان او ګمراهي خو اظهر من الشمس ده.
دددوی اهداف له اولې ورځې معلوم دي، عقیده او مفکوره یې معلومه ده، چې د دوی کار صرف له دې سره دی، چې څنګه اسلامي حکمرانۍ ونړوي؟ څنګه مسلمان قتل عام کړي؟ څنګه د شریعت محمدي صلی الله علیه وسلم پرځای د خپل فکر موافق، یو داسې قوانین جوړ کړي، چې هغه له حقیقي اسلام سره په پوره معنا په ټکر کې وي او دوی یې د اسلام په نوم په وچ زور او وحشت سره په خلکو عملي کړي؟

تاسو څه فکر کوئ، چې د دې زمانې مسلمانان، مجاهدین، علماء تورسرې او ماشومان ټول دومره زیات له اسلام څخه لرې شوي دي، چې دوی یې لومړۍ تکفیر کوي، بیا یې قتل عام واجب او منکوحې یې ځان ته حلالې بولي؟

هیڅکله هم داسې نه ده!
مسلمان هر وخت او په هره زمانه کې مسلمان دی او تر قیامته پورې به همدا ولسونه مسلمانان وي.
اصلاً خبره د خوارجو له لوري خرابه ده.
دوی یوه داسې ګمراه طبقه ده، چې کفار یې پرې ایښي خو ټول امت مسلمه نعوذ بالله ورته ګمراهان ښکاري او پر وړاندې یې دومره سخت دریځ نیسي لکه؛ د خاصو کفارو یا مشرکینو خلاف چې راپورته شوي وي.

مونږ په ښکاره وایو چې دا د مسلمانانو پر خلاف ګمراه ډله، داسې باطله او جهنمي ډله ده لکه؛ د صحابه ؤ مقابل کې چې کفار پر باطله روان وو.

د لږ دنیايي متاع لپاره د خپلو اسلافو لار او عقیده پرېښودل او په نورو باطلو او خواهش پرستو ډلو لکه ( داعش خوارج) پسې تلل ګمراهي ده او د ګمراهي انجام جهنم ده.

دا دې څوک نه وایي چې که داعش خوارج پر حق نه وای دومره پرمختګ به یې نه لره؟
کله چې اخره زمانه کې دجال راووځي هم همداسې بدبختان به ور پسې وي. لکه؛ نن چې ځینې ګمراهان او احمقان د عصر دجال ابوبکر بغدادي پسې روان دي.
لکه څرنګه چې، د دجال لښکرې په ډيروالي کې حق نشي ګڼل کېدلای، همداسې د خوارجو ډلې هم دي.

که هر څومره پرمختګ وکړي، جاهلان یې تر شا ودریږي او دفاع یې وکړي، بیا هم خوارج، خوارج او ګمراه دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version