د داعش په ټولنیز جوړښت کې د ښځو رول او موقف

محمد صادق طارق

 

د تاریخ په اوږدو کې د ګمراه حرکتونو ظهور او پراخېدل یوه تکراري او پیژندل شوې کیسه ده، خو معاصر داعش تر ټولو سخت خوارج او تکفیري ډلې په توګه معرفي کیدای شي، چې د لوستو، نا لوستو، جنایتکارانو، مذهبي تعصب کونکو، ماشومانو، ښځو او پست فطرته خلکو څخه جوړه ده. داعش د خپل خوب خلافت د را ژوندي کولو لپاره د ښځو په ګډون د ټولو مختلفو طبقو غړیتوب او ګډون منلی دی. تاسو شاید حیران شئ! کله چې تاسو پوه شئ، چې ښځې د داعش په ټولنیز جوړښت کې څه رول او موقف لري، د کوم عوامل پر بنسټ جذب او د څه لپاره کارول کیږي؟

په حقیقت کې، د نورو ډلو په پرتله د داعش د بدې ډلې یو ځانګړی اړخ د منځني ختیځ او له هغې بهر د مختلفو هېوادونو د ځوانو نجونو او ښځو د پام وړ شتون دی. که څه هم د داعش اکثره جنګیالي جنایتکاران او جنوني (متعصب) خلک دي، خو په دې هم توانیدلي چې د ښځو او ځوانو نجونو لوی شمېر را جلب کړي.

یوه پراخه څېړنه چې د ستراتیژیکو خبرو اترو انسټیټیوټ لخوا ترسره شوې؛ ښیي چې لوی شمېر لویدیځې میرمنې د داعش سره د یوځای کېدو له خطر سره مخ دي، چې په دوی کې د (16) او (24) کلونو ترمنځ میرمنې په نښه کیږي. او همدارنګه هغه میرمنې چې تراوسه یې په لیکو کې شامل شوې دي ډیری یې ځوانې دي، دوی د (13) او (21) کلونو ترمنځ په عمر کې دي.

ټولې هغه ښځې چې د داعش په لیکو کې شاملې شوې، په دوو برخو کې ځای پر ځای شوې دي. یا دا هغه نجونې دي، چې د داعش له جنګیالي سره د واده کولو له لارې د مذهبي دلایلو له مخې د دوی په لیکو کې شاملې شوي او یا هغه نجونې دي، چې د داعش د رسنیو لخوا وړاندې شوي خوب ښکار شوي دي.

د خوارجو مُفتیانو د فتوا پر بنسټ، ښځې باید ځانونه د جنګیالیو لپاره د جنسي غلامانو په توګه وړاندې کړي، چې موخه یې د جګرې په ډګر کې د جنګیالیو مایوسي له منځه وړل دي؛ د دې بدمرغه او شرمناکه فتوا په پایله کې د داعشي ماشومانو زیږیدل دي چې پلرونه یې نامعلوم دي.

شنونکي وايي: د نړۍ د ګواښلو په برخه کې د داعش یوه تر ټولو مهمه ستراتیژي، خو په اوږد مهاله ډول د داعش له ښځو څخه د زیږیدلو ماشومانو کارول دي، چې له هغوی څخه د بې ثباتۍ، فزیکي او ځانمرګو بریدونو لپاره کار اخلي.

د برتانیې مشهور څیړنیز مرکز (QUILLIAM) په ۲۰۱۶ کال کې یو راپور خپور کړ چې پکې راغلي وو: ۳۱ زره امیندوارې ښځې د داعش د غړو تر ولکې لاندې دي.

د داعش پخوانیو مشرانو هم اعتراف کړی چې د اسیرو ښځو په قضیه کې موږ ته د هغوی د وژلو او د جنسي اړیکو لپاره د کارولو واک راکړل شوی وو.

د داعش یو مهم غړی او د سرحدونو پخوانی قومندان هیثم عبدالحمید چې په راشد المصري مشهور دی، د مصر له الواقیه ټلویزیون سره په مرکه کښې وویل:

موږ ته اجازه راکړل شوې وه چې یا نیول شوې ښځې ووژنو او یا یې د جنسي اړیکو لپاره ژوندۍ وساتو. په داعش کې یوه نیول شوې ښځه د جنسي اړیکو لپاره تر لسو زرو ډالرو پورې هم پلورل شوې ده.

هغه دا هم زیاتوي: هغه ښځې چې له بهر څخه راغلې او د داعش په لیکو کې شاملې شوې د داعش د مهمو غړو لخوا د جنسي تیري ښکار شوي.

عمار حسین، د داعش یو کس چې د کردانو لخوا نیول شوی او فلم یې خپور شوی دی؛ هغه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۱۵مه په خپله مرکه کې وايي: زموږ مشرانو موږ ته وویل: چې تاسو ښځو ته اړتیا لرئ او دا ستاسو لپاره روا دي، چې دا اړتیا مو پوره کړي.

هغه زیاتوي: ما پخپله له (200) څخه زیاتو ښځو سره جنسي اړیکې لرلې او په داعش کې د یوې ډلې سره جنسي اړیکه یو عادي خبره وه.

په پایله کې څرګنده شوه؛ چې ښځې او ځوانې نجونې د داعش ډله ایزو تبلیغاتو ته متوجه کیږي او بیا د داعش په ټولنیز جوړښت کې د جنسي غلامانو رول لوبوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version