د عراق قضایي شورا د “شفاء النعمة” په نوم د داعش ډلې هغه مفتي چې څو ورځې وړاندې د عراقي ځواکونو له خوا ونیول شو، تازه اعترافات خپاره کړي، چې څنګه او د چا په غوښتنه یې تخریبي کارونه ترسره کول او فتواوې یې صادرولې.
شفاء النعمة چې د ابو عبدالباري په نوم هم مشهور دی د یونس علیه السلام د مبارک زیارت د نړولو فتوا یې هم ورکړې وه، ویلي نوموړی په ۱۹۸۴م کال کې د مدینې منورې له اسلامي پوهنتون څخه فارغ شوی سلفي دی او بیا یې د اماراتو په عجمان ښار کې د مدرسه الراشدین په نامه مدرسه کې زدکړې ترسره کړې دي.
د فارس خبري آژانس د راپور ترمخه، نوموړي ویلي، وروسته یې د جیش المجاهدین، جیش الاسلام او جیش محمد ډلو کې فعالیتونه ترسره او د حکومت د ملاتړو وګړو د وژلو فتواوې یې ورکولې.
هغه وایی، په ۲۰۰۷م کال کې د حج او عمرې د آدا کولو لپاره مکې مکرمې ته ولاړ او هلته یې د “ابومصطفی النجماوي” په نوم د یوه مسافر وړونکي شرکت مشر سره سره چې بریتانوي الاصله سعودي تبعه وه، ولیدل او هغه ته یې په موصل کې د خپلو ترلاس لاندې پروګرامونو تشریح وکړه چې نوموړي ورته ۶ زره ډالره د خرچې په توګه ورکړل، ترڅو یې په خپلو ملګرو وویشي.
نوموړی زیاتوي، همغه کال بیا سعودي ته لاړم او پخواني ملګري مې د شیخ عبدالله الغنیمان په نوم یوه بل سعودي شیخ سره ملګری کړم او له هغه هم راته څلورزره ډالر د همدې موخو لپاره راکړل.
شفاء النعمة وایي، چې د ځانګړو پوځي روزنځایونو د مشري ترڅنګ یې پراخ تبلیغاتي کمپاین هم مخته ووړ او د ټولو هغو کسانو پرضد یې د مرګ فتواوې صادرولې چې د اسلامي دولة یا داعش ضد مفکوره یې درلودله.
هغه وایی، په وروستیو کې یې د موصل د ځینو جوماتونو د الوزولو او د یو شمیر زیارتونو د لمنځه وړلو فتوا هم ورکړه چې له ډلې یې یو هم د حضرت یونس علیه السلام مقبره وه.
نوموړي دغه راز ویلي دي چې موخه یې ظاهراً د هغو کسانو له منځه وړل وه چې د امریکایانو ملاتړ له ځانه سره لري خو دا یې نه دي ویلي چې آیا له امریکایي لوري سره یې هم اړیکې درلودې کنه.
دغه داعشی مفتي چې د زرګونو کسانو د سرپریکولو فتوا یې ورکړې ۱۳۶کیلو وزن لري، چې د قضا دیوان د وړلو لپاره په ډاټسن موټر کینول شوی وو.