د داعش مشهور قومندان شیشاني د امریکایانو شاګرد وو

ژباړه: عبدالحکیم

 

د داعش یو جګپوړى قومندان ابوعمر شيشاني په ګرجستان هېواد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د روزنې یو ستوری يا تکړه زده کونکی وو.

دا انځور چې د (۲۰۱۴) کال د جون د میاشتې په پای کې خپور شوی، له نامعلومې ویډیو څخه اخستل شوی دى. په دغه تصوير کي معلوميږي، چې عمر الشیشاني د جنګیالیو د یوې ډلې په منځ کې د دغې ډلې د ویاند تر څنګ ولاړ دی او د عراق او سوریې تر منځ د پولې د له منځه وړلو اعلان کوي.

د داعش د وژل شوي خلیفه ابوبکر البغدادي تر څنګ، د ګرجستان پخوانی کمانډو عسکر عمر الشیشاني ښايي د وسله والو ډلو په مشرانو کې تر ټولو پېژندل شوی او مشهور کس وو. شیشاني د داعش د ځینو بدنامو بریالیتوبونو لپاره د مشهورې څهرې په توګه کار کړی وو.

همدا شیشاني ؤ، چې د غلا شوي امریکایي هاموي ټانګانو سره ولاړ وو، هغه ټانګان چې داعش په موصل کې نیولي وو او بيا یې بیرته سوریې ته يوړل.

او دا هماغه شیشاني وو، چې په ټوله سوریه کې یې د داعش لپاره پوځي کمپاینونه رهبري کول او همدا راز یې د عراق په لویدیځ کې چاودنې وکړې، چې د داعش ډله یې د بغداد سل کیلومترۍ ته ورسوله.

دا پوځي بریاوې یوازې د نظامي زده کړو پایله نه ده، بلکې شیشاني، کلونه کلونه د روسانو په وړاندې پوځي کمپاینونه وکړل، لومړی د چیچنیا د جنګیالي په توګه او بیا د ګرجستان په اردو کې د سرتیري په توګه.

شيشاني په اردو کې د څلورو کلونو په موده کې له (۲۰۰۶) څخه تر (۲۰۱۰) پورې د امريکايي ځانګړو ځواکونو څخه يو څه زده کړې ترلاسه کړې.

هغه د خپلو لومړیو ورځو څخه یو تکړه او کامل سرتیری وو، او هر څوک په دې پوهېدل، چې هغه یو ستوری دی.

د شيشاني یو پخوانی ملګری چې اوس هم د جورجیا په اردو کې فعال دی (مک کلاچي ډي سي) خبرې اژانس ته وویل: موږ د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا ښه روزل شوي وو، او هغه یو تکړه زده کونکى او سرتيرى وو. موږ هغه ښه روزلی وو او موږ د امریکا څخه ډېرې مرستې ترلاسه کړې وې.

د ګرجستان یو بل بې نومه دفاعي چارواکې (مک کلاچي) خبري اژانس ته د شیشاني په اړه وویل: چې په حقیقت کې یوازینی دلیل چې هغه عراق ته د امریکا سره د جګړې لپاره نه و تللی، دا وو چې موږ دلته په جورجیا کې د هغه مهارتونو ته اړتیا درلوده.

په (۲۰۰۸) کې چې کله روسیې او ګرجستان د جنوبي اوسیتیا د ګرجستان د جلا شوي ولایت پر سر جګړه پیل کړه، د راپورونو له مخې شیشاني د يو تکړه عسکر په توګه د امريکايانو او ګورجستانيانو لپاره را څرګندېده. شیشاني او د هغه د ځانګړو ځواکونو قطعې د روسیې د (58م) پوځ د قوماندان د ټپي کیدو ترڅنګ روسي ځواکونو ته ډېر زیانونه واړول.

شيشاني په اخره کې د ګرجستان له پوځ څخه لاس واخیست او په غیر قانوني توګه د وسلو ساتلو په تور د (۱۵) میاشتو لپاره ونیول شو. شیشاني په (۲۰۱۲) کال کې د خپلې سزا له پوره کولو وروسته له ګرجستانه وتښتېد او د ترکیې له لارې سوریې ته ولاړ.

که څه هم شیشاني امریکایي زده کړې ترلاسه کړې وې، خو په قفقاز کې د روسانو په وړاندې جګړې د شیشاني د نظاميتوب او قوماندې د طرز په تعریف کې مهم رول لوبولی دی.

شیشاني د داعش د قوماندانانو په منځ کې یو څه ځانګړی شخص وو. شیشاني د یو یاغي په څېر جګړه کول، ډیویډ ګارټینسټین راس چې د ډیموکراسۍ د دفاع په بنسټ کې یو لوړ پوړی کس دى، موزینګ ته په عراق کې وویل: هغه په ​​انبار (د عراق په لویدیځ کې ولایت) کې پیچلی سټایل کاراوه. په خورا کوچني ځواک يې تکیه کوله. د شیشاني ځواکونو به په سرعت او چټکتیا ټینګار کولو. شیشاني د هغه خلکو له نیولو سره مینه لرله، چې د ده په ​​لټه کې به ول.

دغو تاکتیکونو په ټول عراق کې د شیشاني لپاره خورا ښه کار کړی دی.

د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د هوايي بریدونو او د عراقي امنیتي ځواکونو او د ایران په ملاتړ د ملیشو د ګډو عملیاتو سره سره، داعش د سیمې نیولو ته دوام ورکړی وو او د عراق په انبار ولایت کې یې ځان مخ ته کړى وو.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version