د داعش او نورو جهادي ډلو ترمنځ کشمکش

لومړۍ برخه

ذوالفقار

 

دقیقاً په ۲۰۱۴/۴/۱۹م د دوشنبې په ورځ داعش رسما خپل مشر ابوبکر البغدادي د خلیفه په توګه اعلان کړ. له بله پلوه د عرب پسرلي په تعاقب په سوریه کې د بشارالاسد په ضد لاریونونه پیل شول. اسد له دې ویرې چې د قذافي، زین العابدین او حسن مُبارک په انجام اخته نشي، له لومړي سره یې د لاریون کؤونکو په ځپلو پیل وکړ تر دې چې لاریونونه په وسلوال پاڅونونو واؤښتل او لاریون کؤونکو وسلې لاس ته کړې.

ایمن الظواهري د القاعدې ډلې مشر د داعش مشرتابه ته امر ولیږلو چې شام ته د سوریایي ولس د ملاتړ په منظور یوه ډله مجاهدین ولیږي چې د داعش مشرتابه د ابو محمد الجولاني په مشرۍ د سوریایي مجاهدینو یوه ډله هلته ولیږله او په کمه موده کې یې خورا مهمې سیمې د اسد له رژیم څخه پاکې کړې او همدا ډله د سوريې د ولس سره د نصرت او همکارۍ لپاره لیږل شوې وه چې په ۲۰۱۲م د جنوري په میاشت کې د جبهةالنصرة په نوم رسماً اعلان شوه.

ابو محمد الجولاني او جبهة النصرة په ډیره کمه موده کې نړیوال نومونه وګرځیدل او د نړۍ له لر او بر څخه یې د خلکو نظرونه ځان ته واړول. له بله پلوه د سوریایي ولس له لوري د جبهة النصرة د مساعدوي رول په وجه تود هرکلی وشو چې دې چارې د داعش بعثي جنرالان ډیر وارخطا کړل ځکه له یوې خوا د خلیجي او نورو اسلامي هیوادونو څخه مالي منابع د داعش څخه د جبهة النصرة په لوري مات شول، له بله پلوه عراقي دیکتاتورو جنرالانو له جولاني څخه ویره لرله چې له دولت څخه بغاوت ونه کړي چې په دی لړ کې حجي بکر ډېر رول اداء کاوه.

د داعش له لوري هیڅ عراقي ته اجازه نه ورکول کېده چې په جبهة النصرة کې کار وکړي او ټولو د دولت غړو ته اعلان شوې وه: که څوک سوریې ته د جهاد لپاره لاړ شي هغه به له داعش څخه منشق (وتلی) اعلان شي.

د نړی له لر او بره د جبهة النصرة په لوري د جهادیانو راماتيدل بعثي جنرالان ولړزول او حجي بکر، بغدادي ته مشوره ورکړه چې له جولاني څخه غوښتنه وکړي چې په یوه صوتي پیغام کې جبهة النصرة د داعش یوه فرعه اعلان کړي خو جولاني یې په ځواب د ملګرو سره د مشورې په منظور د وخت غوښتنه وکړه. خو له دوه میاشتو تیریدو سره بیا هم د جولاني لخوا جواب معلوم نه شو چې د بغدادي لخوا بیا غوښتنه وشوه. بالاخره جولاني په ځوابي لیک کې ولیکل: د جبهة النصرة د شوری غړو فیصله وکړه چې په داعش پورې د دې ډلې تړل د سوریایي پاڅون په ګټه نه دی.

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version