داعش د یویشتمې پیړۍ په لومړیو کې د عراق او شام د ژغورلو او د خلافت د تاسیس په نوم رامنځته شوه، نوم یې هم له (دولت اسلامي عراق و شام) څخه اخیستل شوی مخفف دی.
دا ډیره د خوښۍ خبره وه؛ چې هلته خلافت تاسیس شي، امت سره یو ځای، خپلمنځي اختلافات او د اسلام ناسم تصور له منځه لاړ شي، ددې تر څنګ چې زموږ دین خوندي شي او یو ځل بیا د برم او عزت دور ته ستانه شو، ځينې نورې هیلې هم ور سره ژوندۍ شوې، هغه دا چې دلته القاعده سخت هدف ګرځيدلې وه او له منځه وړل یې غرب ته تر هر څه ډېره مهمه وه، موږ ګمان کاوه؛ چې نور به په القاعده فشار کم شي، خو هغه برعکس د القاعده خلاف پروژه وه؛ چې وروسته درک شوه.
د دې تر څنګ په اقتصادې برخه کې د امریکا، اروپا، چین او روسیې تر ډیره خام مواد له همدغې حوزې څخه دي، نو چې د خامو موادو برخه یې ټکنۍ شوې وای؛ حتماً به یې اقتصاد ته سخته ضربه رسیده؛ خو هغسې وه نه شوه.
په هر حال د داعش اول وخت امت خوښ کړ، هر ځای یې مجاهدین په تاسیس خوشحاله و، د خوشحالي علت یې د هغو ناسم فکر نه و؛ بلکې د دوی شعار یې اوریدلی وو او دې ته خوشحاله و، چې ددې ارزښتونو د پاللو لپاره نور څوک هم میدان ته راوتلي، خو ډېر وخت نه و؛ تیر شوی، چې شعار او عمل یې سره وپیژندل شول.
موږ دلته د داعش په اصلې څهره غږیږو، له شعارو سره یې کار نه لرو.
داعش په نظامي برخه کې ځواک نه لري، که لري یې هم؛ هغه د لهو و لعب والا اروپایي ځوانان دي؛ چې د عیش او عشرت په واسطه یې عربو هیوادونو ته راولي او بیا یې د جنګ میدان ته ښکته کوي، دا یې نظامي ځواک ده، موږ ولیدل چې له اروپا راغلي ځوانان، یا په همدې لومه کې راګیر شوي، یا چې د اسلام په نوم راغلي؛ هغه وخت یې خپله ګمراهي درک کړې؛ چې هیڅ د بیرته ګرځیدلو چانس نه لري، نو مجبوره شي چې فعالیت ته دوام ورکړي.
داعش په اقتصادي برخه کې هیڅ منابع نه لري، خو د اسلامي نړۍ د خزاینو په چور او تالا کې، چې نورو هیوادونو ته زمینه مساعدوي؛ هغوی هم ددې په بدل کې دوی تمویلوي او همدا یې د عاید لار ده.
د علم، فرهنګ، تمدن او دین په برخه کې له اسلام لري، نا خبره او یوازې په شعارونو ولاړه او بې فرهنګه ډله ده، چې د داسې تمدن ایجاد ته یې کار ویلی؛ چې تیرو څوارلس نیم سوو کلونو کې هغه تمدن نشته، چې دا کار په خپله ددې ښکارندويي کوي؛ چې تر بل هر څه ډېر دوی په دې برخه کې کار کوي، تر څو اسلامي متمدنه ټولنه کې اسلامي تمدن له منځه یوسي، چې عملاً یې همداسي کړي هم دي.