د جګړې له ویرې ۱۲ داعشیان صومالیايي رژیم ته تسلیم شوي دي

د صومالیا رسنۍ وايي چې په پونټلنډ ایالت کې شپږ بهرني او شپږ داخلي داعشیان د صومالیايي رژیم امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د ګارو آنلاین په نوم رسنۍ د خبر له مخې، دا داعشیان د پونټلنډ ایالت د باري سیمې په بالیدیدین کلي کې تر هغه وروسته تسلیم شول کله چې د حکومتي ځواکونو عملیاتو پر داعشیانو سخت فشار راوړ.

په بهرنیو داعشیانو کې ۴ د ایتوپیا او ۲ د سوډان دي. دوی ویلي چې لومړی د بوصاصو ښار ته ولاړل، هلته یې سخته روزنه ولیدله او له یوه کال راهیسې د داعشیانو په لیکو کې جنګېدل.

د یادونې وړ ده، بوصاصو هغه ښار دی چې ګڼ شمېر هټیوالو خپل دوکانونه او مارکیټونه د داعشیانو د ګواښونو له امله پکې تړلي دي. په دې ښار کې داعشي خوارج له هټیوالو پیسې غواړي او د نه ورکول کېدو په صورت کې د هټیو څښتنان په مرګ ګواښي.

هېره دې نه وي چې د صومالیا په څېر په افغانستان کې هم د اشغالګرو د حضور پر مهال هغه وخت داعشي خوارج د امریکا ګوډاګۍ ادارې ته تسلیم شول کله چې یې اسلامي امارت پر وروستیو ځالو پرېکنده عملیات پیل کړل. په جوزجان ولایت کې داعشیان د چورلکو په مټ وژغورل شول او په ننګرهار او کونړ کې یې د سلګونو کسانو هرکلی په امریکايي بېسونو کې وشو.

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version