د جدي شپږمه؛ د افغانستان د معاصر تاريخ توره او کرغېړنه ورځ

انجينر عابد نظامي

 

افغانستان د خپل غوره جغرافیایي موقیعت درلودلو له امله د تاریخ په اوږدو کې د مختلفو یرغلګرو او استعمارونو د اشغال مرکز ګرځېدلی؛ چې په دې لنډ تاریخ کې درې سترو قدرتونو، چې انګلیسي ښکیلاګر، روسي یرغلګر او همدارنګه امریکایي تیري کوونکي د یادونې وړ دي.

په همدې تاریخ په ۱۳۵۸ د جدي په شپږمه د افغانستان په پاک او سپیڅلي حریم د سرو وحشي روسي پوځونو چې شمېر یې ۱۲۰۰۰۰ ته رسېد، د یرغل ورځ ده!

روسان د جدي په شپږمه ماښام د تور مخو، وطن پلورونکو کمونستي ګوند چې په سر کې یی ببرک کارمل قرار درلود، په مرسته د کابل په سپېڅلي حریم یرغل وکړ، د وخت خلقي ولسمشر حفیظ الله آمین یې د خپلو پوځي او ملکي همکارانو سره وواژه، چې پدې سره یې د افغانستان په تاریخ کې یو نوی کرغېړن داستان پرانيست، چې متأسفانه تر نن ورځې پورې يې افغان ولس جبران ونشو کړای.

کله چې روسي یرغلګر د عصري جنګي ټيکنالوژۍ چې په توپونو، ټانګونو، جنګي الوتکو او په مختلف النوع جنګي وسایلو سمبال ول، د افغانستان خاورې ته داخل شول، د غربي بلاک ترڅنګ هیچا دا فکر نه کاوو، چې له دوی سره دې مقابله وشي، خو کله چې روسي یرغلګر کابل کې ځای پر ځای شول، نو د جلال آباد په لور وخوځېدل، د ماهیپر په ساحه کې د مجاهدینو له تندريزو ګوزارونو سره مخ شول، چې دې سره په افغان ولس کې د جهاد او آزادۍ مړه انګېزه بېرته را ژوندۍ شوه.

هوکې! ټولو جنګي جنرالانو، نظامي او سیاسي څېړونکو دا جګړه د ځان وژنې او حماقت په معنی بلله، خو د ایمان په سپیڅلي عقیده سمبال او انقلاب راوستونکو افغانانو د تنخوا خوړونکو پوځیانو پر وړاندې داسې جګړه پېل کړه، چې ټول تحليلګر او څېړونکي ورته ګوته په خوله پاتې شول.

هوکې! روسانو د افغانستان په پاکه خاوره یرغل وکړ، افغانانو په خالي لاس ولې د ایمان په زور د روسي یرغلګرو ټول غرور او امپراطوري ماته کړه، روسان د مسلسلې ماتې سره مخ شول، زیات عسکر یې دلته مړه او ټپیان شول، په لوړه کچه پیسې او وسلې یې دلته مصرف کړې، دا مصرف او اوږد جنګ شورویانو ونشو زغملای، نو هماغه و چې له افغان خاورې د وتلو پرېکړه یې وکړه او بالاخره په ۱۳۶۷ کال کې د دوی وروستی عسکر له افغان خاورې څخه ووت، افغانانو مختلف ملکونه د دوی د ظلم او غلامۍ څخه وژغورل، د برلین دېوال ونړېد او د وارسا پکټ له منځه ولاړ او ختم شو.

د یادونې وړ ده، چې ځینو هېوادونو د خپلو مادي ګټو په بنا افغان ولس ته د مرستې لاس ورکړ، چې په سر کې امریکا، سعودي او پاکستان وو.

هوکې؛ دا جګړه دومره آسانه نه وه، روسانو، د کارمل او نجیب د حکومتونو په مرسته، خپلو ظلمونو او بمباریو ته ادامه ورکړه، ملکي او نظامي ځایونه يې ړنګ، کورونه او جوماتونه یې بمبار او ټول هېواد یې له سپېرو خاورو سره برابر کړ.

په میلیونونه افغانان یې شهیدان، ميليونونه معیوب او همداراز په ميليونونو نور يې بیا هجرت ته اړ کړل.

روسانو هم په افغانستان کې د وتلو څخه مخکې ډېر قومي، مذهبي، ګوندي، ژبني، او سمتي تخمونه شیندلي وو، چې په نتیجه کې یې ټول هېواد برباد او د جهاد سپېڅلی ارمان چې د شریعت نفاذ و، له خاورو سره خاورې شو او هغه څه چې روسانو په ټول نظامي قوت سره ترلاسه نکړای شول، هغه یې متأسفانه په ډېره آسانه توګه لاسته راوړل.

د روسانو د وتلو څخه وروسته د افغانانو ترمنځ د قدرت جګړه پیل شوه، په افغانانو او افغانستان داسې ظلمونه وشول چې خلګو څخه یې د کمونیستانو ظلمونه هېر کړل.

وطن چور او تالا شو، د خلګو په ناموس، مال او عزت لوبې وشوې، هر ځای کې لوټماري او پاټکونه پیل شول، د خلګو ژوند له مرګ بدتر شو، مکتبونه او تعلیمي بنسټونه ړنګ او بند شول، د وطن شتمني لیلام او په ګاونډیو ملکونو وپلورل شوه، نور نو افغانانو د صبر کاسه په ډکېدو وه چې په کندهار کې په ناڅاپي ډول د طالبانو په نوم تحریک پیل شو، د افغانانو د تود هرکلي سره مخ شو، چې لنډ وخت کې د شر او فساد لمن له هېواد څخه ټوله او د هېواد تر غرونو او سوریو پورې یې محدوده کړه.

طالبانو امنیت تأمین او د خلګو عزت، مال او ابرو یې خوندي کړه، د سوچه اسلامي نظام بنسټ يې کېښود چې دې کار د افغانستان په تاریخ کې یو نوی باب پرانیست.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version