د بغدادي خلافت او جهادي تنظیمونه

دویمه برخه

 

صلاح الدین (ثاني)

 

د شیخ اسامه په لاس جوړ شوي نړیوال تنظیم (الجبهة العالمیة القتال الیهود والنصاری) مشر او زعیم هم اسامه وو، چې وروسته په القاعده سره ونومول شو، د عراق د جهادي حرکت رهبري د ابو مصعب الرزقاوي په غاړه وه، چې د القاعدې خاښ بلل کېده.

د نوموړو له شهادتونو وروسته د تنظیم مشري، ابو حمزه ته ورکړل شوې وه، خو متأسفانه چې ابو حمزه امانت داري ونه کړه او خپل ځای یې ابو عمر ته پرېښود.

همدا وه، چې په تنظیم کې ګډوډي رامنځته شوه او له دې ګډوډي څخه غرب ګټه پورته کړه او خپل روزل شوی، اِیجنټ(جاسوس) ابوبکر البغدادي يې د تنظیم د بدلیدو او د وحشت د خپرېدو لپاره وټاکه.

وروسته، ابو حمزه المهاجر او ابو عمر البغدادي د تکریت په لویدیځه سیمه کې د مناف الراوي په کور کې چې د بغداد والي ؤ، اوسېدل. په ٢٠١٠م کال مناف الراوي د عراق امنیتي ځواکونو له یوې پوستې څخه د تیرېدو په مهال ونیوه، چې سمدستي، یو امنیتي چارواکی د ابوبکر البغدادي کور ته ورغی او خبرداری یې ورکړ، چې ابوحمزه او ابو عمر خبر کړي، ترڅو خپل ځایونه تغیر کړي، خو ابوبکر البغدادي دا خبره پټه وساتله، ځکه چې د امریکا له خوا ورته دسترخوان تیار شوی وو او د همدې موقع (فرصت) په لټه کې وو، چې څنګه ابو حمزه او ابو عمر له مخې لرې کړي.

د ابوبکر البغدادي خوب په رښتیا کېدو شو او د مناف الراوي له نیول کېدو څخه پوره یوه هفته وروسته د عراق امنیتي ځواکونو د مناف په کور باندې عملیات ترسره کړل او د عملیاتو په نتیجه کې ابو حمزه او ابو عمر یو ځای په شهادت ورسېدل.

د مناف نیول هم، د آمریکا د استخباراتي شبکو کار وو او دا شبکه یې هم د ابوبکر البغدادي وه.

 

د مناف نیول کېدل، د ابوبکر البغدادي د وحشت پیل وو.

کله چې مناف په ٢٠١٣م کال د اپرېل په لومړۍ نېټه د عراق د حکومت له خوا اِعدام شو، نو د القاعدې تنظیم له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخ شو، او په ټولو مشرانو داسې وخت راغی، چې ځمکه ورته سره تبۍ وګرځېده، ځیني مهاجر مجاهدین شهیدان، ځیني بندیان او ځیني نادرکه شول.

او میدان تش پاتې شو، ابوبکر بغدادي له دې موقع څخه

په استفادې، د عراق پخواني کمونیستي جنرالان او ضابطان مقرر او د تنظیم واک او پرېکړې یې په لاس کې ورکړې.

ابوبکر البغدادي په لومړیو کې د شورا غړی او مسؤل حجي بکر کمونیست وټاکه، چې له بغدادي وروسته په دولت کې دوهم کس شمېرل کېده.

حجي بکر، د عراقي په بعثې حکومت کې د هوایي ځواک جنرال او وروسته په استخباراتي اداره کې لوړ پوړی افسر پاتې شوی وو. نوموړی د مُسلمه اُمت په وړاندې د وحشت او ظُلم لوی داستانونه لري.

همدې حجي بکر د ابو مصعب زرقاوي په لاس جوړه شوې شوری له منځه یوړه، ابو مصعب الزرقاوي د (شوری المجاهدین) په نوم یوه شوری رامنځته کړې وه، چې زیاتره مشاورین یې مهاجر مجاهدین ول. د زرقاوي په ګډون د عراق او نورو اسلامي نړۍ مهاجرو مجاهدینو به مشورې او فیصلې کولې او د امریکایي اشغالګرو په وړاندې به حملې او پلانونه ترتیبېدل.

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version