داعش که د علي کرم الله وجهه دښمن

احمد ثاقب

#image_title

نني خوارج (داعش) چې تل يې کړنې د نورو په ښوونه او اشاره تر سره کړي، غواړي د امت برم تر پښو لاندې کړي، د امت واک او ځواک ختم او اتحاد یې له منځه یوسي.

 

د دوی نن د پرون په څېر دی. د رسول صلی الله علیه وسلم د رښتینو ملګرو صِدق، عدل حاکمیت او ځلا چې نیمه نړۍ روښانه کړې وه، او د سپېڅلې مبارزې وړانګو یې د شرق او غرب پر افق د تورو شپو لمنې ټولولې؛ دوی په ډېر مکر او سپېن سترګۍ د اسلام د څلورم خلیفه علي کرم الله وجهه دښمني ته لېڅي را بډ وهلې، د خپلو منحوسو څهرو اظهار یې داسې وکړ؛ چي د امت سرلاري صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعين یې شهیدان کړل، د یهودو زړونه یې ور یخ کړل، مجوس او مشرکان یې خوشحاله کړل.

 

د مسلمانانو خپل منځي اختلافاتو ته یې پراخه زمینه مساعده کړه، آن تر دې چي د امت د پرمختګ په ارمانونو یې خاورې واړولې.

 

دوی له هغې زمانې تر نن د امت ښه ورځ او ښه راتلونکی نه زغملی او نه یې بیا د علي کرم الله وجهه پر قدم تلونکي په ارامه پرې ایښي دي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version