داعش د افریقايي مجاهدینو په وړاندې

صلاح الدین(ثاني)

 

دا لومړی ځل نه دی، چې داعشي خوارج د جهادي ډلو په ضد د جګړې ډګر ته راوځي، د دوی د خوارجیت له لومړۍ ورځې کله چې ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۴ م کال خروج وکړ، له هغې وروسته داعش د تکفیر لور ته په لمن وهلو سره د اسلام او مسلمان په وړاندې خپله جګړه جهاد بولي.

د غرب د نړیوال ایتلاف په وړاندې د شیخ اسامه بن لادن او ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تر قیادت او رهبرۍ لاندې عربي او عجمي مجاهدین د جهاد په فریضه بوخت ول. د بغدادي له خروج وروسته له صومالیا څخه نیولې تر پاکستانه داعش د جهاد کوونکو سره جګړه کوي. اګر که د آسیا ټول عربي هېوادونه امریکا اشغال کړي او فلسطین هم د یهودو په منګولو کې دی، خو د دې په ځای چې داعش د یهودو او یا هم له صلیبیانو سره جهاد وکړي له هغو جهادي تنظیمونو سره جنګېږي چې د نړیوال ایتلاف په ضد جهاد کوي.

د دې خبرې د ثبوت لپاره باید ووایم؛ چې په ۲۰۱۴ م کال په یوه میاشت کې داعشو د شام په مجاهدینو (۴۶) ځانمرګي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د حق د لارې په لسګونه لارویان شهیدان شول.

دا چې داعش تازه ادعا کړې چې د بورکینیا فاسو هېواد کې یې د القاعده په مرکزونو بریدونه کړي، د تعجب وړ خبره نه ده، ځکه چې داعشو تل د یهودو او صلیبیانو په اشارو د مُسلمه اُمت رښتوني رجال شهیدان کړي او ضرر یې ورته رسولی.

پاتې شو په القاعده د مرتد د ټاپې وهل. ویلې شم چې داعش تل هغه مؤمن مسلمانان تکفیروي او مرتدین یې بولي، چې د امریکا او اروپا امر ته سر نه ټیټوي. امارت، القاعده، ټي ټي پي، حرکت الشباب، انصار الشریعة، حماس، انصارالفرقان، احرار الشام او همداسې ورته نورې جهادي ډلې چې د کفارو او د هغوی له غلامانو سره یې د اسلام په خاطر نړۍ ته اورونه واچول د عصر خوارج ( داعش) یې مرتدین بولي. په داسې حال کې چې لا تر اوسه داعشو د فلسطیني مسلمانانو په دفاع کې یو اسرائیلي هم نه دی وژلی. خو په حماس یې د مرتد ټاپه وهلې ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version