داعش ته کمپاین، د شکست بله نښه…!!

موسي فرهاد

له کله نه چې امریکایي یرغلګر پر دې باوري شوي چې د امپراطوریو په هدیره، افغانستان کې یې مرګونی شکست حتمی دی؛ له همغه راهیسي یې د نورو شیطاني دسیسو په را منځ ته کولو پیل کړی دی.
داعشي فتنه چې په دې وروستیو کلونو کې د امریکايي اشغالګرو په مټ د دنیا له بله خلیجه زموږ هیواد ته هم را دیسانت شوه؛ د اشغالګرو له هغو پلیتو دسیسو څخه یوه ده چې غواړي، د همدې فتنې له لاري افغانان وکړوي او دلته د خپل تاریخي شکست انتقام په دې توګه له افغانانو واخلي.
دا چي بهرني تیري کوونکي له خپل ټول نظامي، پوځي، او سیاسي ځواک سره سره په افغان خاوره کې له دې امله بریا ته ونه رسیدل؛ چې د دې مسلماني غیرتي خاوري له خپلواک مزاج سره یې هرڅه په ټکر کې وو. دا راز به یې هغه ټولي شیطاني دسیسي هم هیڅکله د بریا مخ ونه ویني؛ د کومو چې دوی ناکامي وروستۍ هڅي کوي.
په افغانستان کې د داعشي فتني د مصنوعي غټولو په اړه، د امریکا استخباراتي او پوځي چارواکي وخت نا وخت غیر مستقیم داسي څرګندوني کوي؛ چې په حقیقت کې دغي فتنې ته د کمپاین په مانا وي.
دا ځکه چې د داعش په نامه را پیدا کړل شوې پدیده، نه کوم قوت دی او نه د څه تهدید پیښوولو وړتیا لري. خو امریکایي جنرالان یې په سیستماتیک ډول داسي تلقي کوي چې ګویا نوموړې پدیده نړۍ ته یو لوی خطر دی. او په وینا یې چې دا اوس په افغانستان کې ډېره قوي شوې ده.
د امریکایی چارواکو له څرګندونو نه په ډاګه مالومیږي چې هغوی په لوی لاس د دغي فتني د پرمختګ په لټه کې دي، د ورک کیدلو مخه یې نیسي، څو ورځي وړاندي اسوشیټیډ پریس امریکایی خبري آژانس د بې نومه امریکایی چارواکو له خولي راپور ورکړ چې داعش د افغانستان په شرقي او نورو برخو کې ځوانان په پیسو جلبوي، په ښو مجهزو مراکزو کې پوځي ټریننګ ورکوي، وسلې او پیسې یې ډېري شوي دي، په شمال کې یې هم مرکزونه پراخ کړي دي، تبلیغات یې زیات شوي دي، د طالبانو په وړاندي مقاومت ته تیار دي، او داسي نوري کمپایني خبري….
په داسي حال کې چې د اسلامي امارت د مجاهدینو او ولس په ګډو هڅو د اشغالګرو دغه فتنه د هیواد له اکثرو برخو څخه له بیخه ایستل شوې، داعش هم د اشغالګرو په څیر له دې ولس او خاورې څخه پردۍ او دښمنه پدیده ده، هیڅکله به د پښي ایښودلو ځاي ونه موندلای شي، ان شاءالله.
تراوسه چې په کومو ځایونو کې د هغوی تحرکات ترسترګو کیږي؛ هغه هم له دې امله چې اشغالګر او د هغوی کورني مزدوران یې په ټول توان سره د له منځه تللو د مخنیوي هڅي کوي، د مجاهدینو پر هغو نظامي کرښو وخت په وخت شدید بمبارونه کوي، چاپې وهي او مزاحمت خلقوي، چيري چې مجاهدین پر داعشي ملیشو برید کوي.
ذبیح الله مجاهد وایی، « که امریکايي جنرالان واقعاً د داعش له فتنې څخه ویره لري، نو بیا ولې د هغوی د ورک کیدو مخه نیسي او د اسلامي امارت د مجاهدینو د عملیاتو په مخ کې خنډونه ایجادوي؟ د امریکايي جنرالانو څرګندونې د هغوی د کړنو خلاف دي، هغوی پخپل اشغال سره عملاً په افغانستان کې داعش ته زمینه مساعده کړې او د هغوی له نوم او شتون څخه ابزاري استفاده کوي.»
د امریکایی اشغالګرو دا ډول کمپایني هڅي دا ثابتوي چې هغوی د خپل تاریخي شکست د پټولو او له افغان ولس څخه د انتقام اخیستلو په لټه کي دي، او دا په حقیقت کې د خپل شکست د ثابتولو یوه بله څرګنده نښه ده.

پای …………..!

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version