داعش او د دوى د وحشي اثبات دلایل…!

کله چي په 2003 کال کي امریکايي وحشي ځواکونو د عراق پر پاکه خاوره يرغل وکړ، نو د صدام حسین حکومت يې را وپرځاوه، د سني مسلمانانو واک يې ختم او د واک واګې يې اهل تشیع ته ورکړې او په عراق کي يې د اهل سنت پر وړاندي د مظالمو يو سخته څپه پرانیستل، مسلکي عراقي کدرونه يې ووژل، مسلکي ادارې يې ويجاړې کړي، ښارونه يې لوټ کړل، زر او زيورات يې چور کړل، د اهل سنتو مسلمانانو ښځې يې بي عزته کړي او په زرګونه سني مسلمانان يې تر خاورو لاندي کړل
هماغه وو چي په عراق کي د الله په نصرت سره د القاعدې نړيوال جهادي تنظیم له لوري په عراق کي د امریکايي اشغال په وړاندي د شيخ ابو مصعب زرقاوي تقبله الله تر مشرې لاندي د (تنظيم القاعدة الجهاد في بلاد الرافدين) تاسيس او د اشغال په وړاندې مسلح جهاد شروع سو
سنګرونه يې ګرم، د جهاد يو نوې جبهه يې پرانيسته، امريکايي وحشيان او ورسره غلامانو ته يې د سر درد جوړ، او د جهاد سوبمني ثمرې ته نژدي سول، ان تر دي چي په عراق کي يې امریکا ته په نظامي ډګر کي ماته ورکړه او دا مسلحه مبارزه يې د جهان پر مخه روښانه او د امت افتخار وګرځوله
همدا وو چي وروسته له ډيرو برياوو څخه په عراق کي د القاعدې مشرتابه پر له پسې هر يو لکه شيخ ابو مصعب زرقاوي، ابو حمزة المهاجر او بو عمر البغدادي تقبلهم الله، په شهادتونو ورسيدل
او د القاعدې شبکې رهبري په عراق کي د داعش وحشي بانډ مشر ابوبکر البغدادي ته ورسيدل
دلته وو چي داعش د مختلفو ګنده فکره اتباعو څخه تنظيم ته په وده ورکولو ( د صدام حسین پخواني کمونست او خلق نظره جنرالان، د صدام حسین کمونست ګوند فوځيان، په عربي نړۍ کي بدماش او وحشي عربان، سخت دريځه او خوارج وهابيان، د عراق بدماشان، د القاعدې څخه شړل شوي اتباعو) سره پيل ورکړ او له همدي امله يې د مظالمو ګراف دومره لوړ وو چي ان د ګينس کتاب کي يې هم نمونې نشو موندلاى
داعش د لاندي دلایلو په لرلو سره يو وحشي بانډ باندي بدل سوى دى
اول : د ناسمو او تکفيري تعبیرونو پر بنسټ د وحشت را منځته کول
دوهم : د داعش د غړو غلط او بد کاره سابقه او شاليد
دريم : د تاوتریخوالی او بدمعاشۍ ژورې کلتوري ريښې درلودل
څلورم : د دوى تکفيري او خارجي نظريې
پنځم : تر ټولو مهمه خبره دا ده چي د داعشیانو فکري انحراف او د داعشي مليشو روانې ناروغۍ دي
څيړنه په ډاګه کوي چي داعشي مليشي اکثره دماغي روانې ناروغۍ لري او دوى ظاهراً داسي حرکات اجرا کوي چي د سوشيل اکسپرمينټ له نظره د رواني ناروغیو اخري مرحله بلل کیږي

ليکوال : ابو حمزه موحد

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version