داعشیانو سوریه کې پلار او دوه زامن د غنمو د لَو پر مهال وژلي دي

د سوریې د بشر حقونو د څار بنسټ وايي چې نن سه شنبه د حمص ولایت په السخنه سیمه کې داعشیانو په یوه برید کې ۳ ملکي وګړي وژلي دي.

د خبر له مخې، وژل شوي کسان پلار او زامن دي او د غنمو د لَو پر مهال برید پرې وشو.

د یادونې وړ ده چې داعشي خوارج د سوریې په بېلابېلو سیمو کې اوس هم کم حضور لري او وخت ناوخت د حکومتي ځواکونو ترڅنګ پر هغو کروندګرو او سوداګرو هم بریدونه کوي چې دوی ته د پیسو له ورکولو انکار کوي.

د سوریې د بشر حقونو د څار سازمان وايي، د ۲۰۲۳ز کال له پیل راهیسې د سوریې په صحرا کې د داعشیانو په بریدونو کې ټول ۳۱۷ کسان وژل شوي، چې له ډلې یې نږدې نیمايي (۱۵۲ کسان) ملکي وګړي دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version