د لوېدیځو وسلو د روزنې ډګر!
په لومړي نظر، د داعش منفوره ډله یوازې یوه افراطي او ظالمه ډله ښکاري، چې د خپلو وحشي کړنو له امله یې د اسلام څېره زیانمنه کړه او په سوریه، عراق او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې یې سلګونه زره بېګناه انسانان یا ووژل، یا یې بېکوره کړل.
خو که دا شومه پدیده له ژور اړخه وڅېړل شي، نو انسان ته داسې حیرانوونکي حقیقتونه را برسېره کوي چې د نړیوالو قدرتونو، په تېره بیا د لوېدیځو، د رول څرک پکې ښکاره احساسېږي؛ چې د داعش په جوړولو، پیاوړتیا او حتی له هغې څخه د استفادې کولو پر مهال ادا شوي دي.
یو له هغو پټو موخو څخه دا وه چې لوېدیځ غوښتل له داعش څخه د یوې غیريمستقیمې جګړې د وسيلې په توګه ګټه واخلي؛ دا ډله، چې د خوارجو فکري تسلسل پکې ژور ځای نیولی و، د یو داسې ډګر بڼه غوره کړه چې پکې د لوېدیځ نوې او پرمختللې وسلې، لکه هوښیار توغندي، برید کوونکي بېپیلوټه الوتکې، برېښنايي جنګي تجهیزات او آن د ازمایښت لاندې نوي ماډلونه، په واقعي توګه وازمویل شول.
په بل عبارت، لوېديځ له داعش څخه د يوې ازمېيښتي وسيلې په توګه استفاده وکړه، څو خپلې وسلې د يو واقعي ډګر په فضا کې وازمويي؛ داسې ميدان چې پکې آن ممنوعه وسلې هم وکارول شوې، خو نړۍ چوپ پاتې شوه، ولې؟ ځکه چې د کفري نړۍ تبلیغاتي ماشین، د داعش د لومړني ظهور پر مهال، داسې پراخه او وېروونکې تګلاره غوره کړه چې که یې اټومي بم هم د دې ډلې پر ضد کارولی وای، له نورو قدرتونو څخه به هېڅ اعتراض نه وای راپورته شوی.
بېشکه، د لوېدیځو پوځي صنایعو لپاره هېڅ لابراتوار د یو واقعي جګړهیز ډګر ځای نشي نیولای؛ ځکه که څه هم په لابراتوار کې د یوه توغندي دقت یا واټن اندازه کېدای شي، خو یوازې په حقیقي میدان کې څرګندېږي چې دا وسله د فشار، ګرموالی، دوړو یا د یو خوځنده دښمن پر وړاندې څومره اغېزمنه ده.
لوېدیځ، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې تر دروغجنو شعارونو لاندې، خپل پوځیان د سوریې او عراق خاورې ته ولېږل، خو په ډېرو مواردو کې، دا عملیات له اصلي دولتونو سره له هر ډول همغږۍ پرته ترسره شول؛ عملیات چې ډېری وختونه د هغو وسلو په وسیله تر سره کېدل، کومې چې لا یې د نړۍ په هېڅ رسمي جګړه کې نه وې استعمال شوې.
هو! داعش پلمه شوه، تر څو د لوېدیځو وسلې وازمویل شي او هممهاله له پراخو رسنیزو تبلیغاتو سره، د دغو وسلو د ځواک، دقت او مؤثریت انځور نړۍ ته وړاندې شي.
په افغانستان کې د MOAB بم (چې د بمونو مور په نوم هم پېژندل کېږي) کارول یو بل روښانه مثال دی، چې داعش پکې د وسلو د نوښت لپاره یوه پلمه شو، دا هغه مهال و چې د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په ۱۳مه، د امریکا پوځ دا ۱۰ ټنه دروند بم د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ پر یو غرنۍ سیمه وغورځاوه او ادعا یې وکړه چې د داعش پټنځایونه یې له منځه وړي دي.
دا خبره له هېچا پټه نه ده چې ننسبا د وسلو سوداګري د نړۍ له سترو او ډېرې ګټې ورکوونکو صنعتونو څخه شمېرل کېږي. خو هغه هېوادونه چې وسله تولیدوي، د خپلو محصولاتو د زیات پلور لپاره اړ دي چې د خپلو وسلو ځواک او اغېزمنتیا نړۍ ته وښيي.
د داعش پر ضد جګړه، یوه بېسارې موقعه وه چې امریکایي، انګلیسي، فرانسوي او حتی صهیونستي شرکتونو ته یې دا زمینه برابره کړي، چې خپل عصري تولیدات وښيي، وازمويي، او نړۍ ته یې د “نا قابل رقابت” محصولاتو په بڼه معرفي کړي.
له هر عملیات وروسته، چې لوېدیځ د داعش پر ضد ترسره کاوه، دقیقې ویډیوګانې، انځورونه او معلومات خپرېدل، چې پکې د بېپیلوټه بریدونو، هوښیار بمونو او نورو نویو تجهیزاتو نمایش شوی و؛ دا ټول، د هغو هېوادونو لپاره چې د وسلو په پېرلو بوخت وو، د یوه پیاوړي تبلیغاتي بروشور حیثیت درلود.
خو تر ټولو ستر قیمت یې ملتونو ورکړ او په ځانګړي ډول مسلمان ملتونو؛ ځکه چې داعش له همدې اسلامي هېوادونو راپاڅېد، خو د نړیوالو استخباراتي مرستو، مرموزو پالېسیو او تخریبي تګلارو له برکته، ډېر ژر دومره پراخ شو، چې د جګړې اور یې روغتونونه، جوماتونه، مکتبونه، تاریخي آثار او د بېوسه خلکو کورونه له خاورو سره خاورې کړل.
له دې لیکنې څخه دا نتیجه اخیستل کېږي چې داعش یوازې یوه افراطي ډله نه؛ بلکې د وسلو آزموينې، د لویدیځ د سیاسي نفوذ پراختیا او د نظامي تجهیزاتو د زیات پلور لپاره یوه وسیله شوه.