حافظ ابن کثير رحمه الله په البداية والنهایة کې په بېلا بېلو سندونو او طُرُقُ سره یو حديث رانقل کړی، چې رسول الله ﷺ د دې ډلې (کومه چې د علي رضی الله عنه له صف نه جلا او د نوموړي له اطاعت نه یې سرغړونه وکړه) په اړه وړاندوینه کړې ده.
د حدیث مفهوم په لاندې ډول دی!
زما د امت د بې اتفاقي پر مهال به يوه ډله له دین څخه ووزي، او دا ډله به د هغو خلکو په لاسو له منځه ولاړه شي، چې په حقه وي او په خپلې سیالي ډلي به بهتري لري.
د محدثینو علماؤ په اتفاق سره دا د خوارجو ډله ده، ځکه چې دوی هغه مهال خروج وکړ، چې د صفین واقعه منځ ته راغله او اسلامي امت تر دې واقعې د مخه له یووالي او پوره قوت څخه برخمن و.
او دا ډله بیا د علي رضي الله عنه په لاس له منځه ولاړه او ډیری کسان یې ووژل شول.
او خبره خو معلومه ده چې علي رضي الله په معاويه رضي الله عنه بهتر او غوره دی.
حدیث ته په کتو سره څرګندېږي چې د خوارجو دا کړنه چې دوی څنګه د امت د بي اتفاقي پر مهال ناوړه کټه پورته کړه، کېدای شي تر هغه وخته محدوده نه وي.
په راتلونکي کې به همدا د خوارجو یو عادت پاتې شي چې د امت سر لاري او مخلص وروڼه د یووالي او واحد زعامت په لټه کې وي، دوی به یې په مخ کې خنډ او نه به غواړي چې امت یو واحد قیادت ولري.
چې دا ټولې کړنې یې هغه ده اوس زموږ او تاسو له سترګو تېريږي. او وینو چې د دې عصر دا عناصر اوس هم د خپلو پلرونو لاره تعقیبوي.
د مسلمانانو د قوت پر ځای د دوی کمزروتیا ته لومړیتوب ورکوي، یووالی یي په بېلوالي بدلوي،
او د امت په ځورولو سره خپل شوق او ذوق پوره کوي.
او آن که داسي ووایو چې د داسي فعالیتونو کچه او فیصدي په دې ډله کې په نسبت سره زموږ اصلي دښمنانو ته لوړه ده، هم به خطا نه یو.