خوارج څوک دي؟

لیکوال: حسان مجاهد

خوارج هغه ډله ده چې دحضرت عثمان (رضي الله عنه) دخلافت په وروستيو کې يې خروج(بغاوت) وکړ، چې د عثمان (رضی الله عنه) مظلومانه شهادت هم ددوی د خروج نتیجه وه.
له هغه وروسته دحضرت علي (کرم الله وجه) په زمانه کې نور هم را څرګند شو، په دې وخت کې يې شر ډير زيات شو، په علي (کرم الله وجه) باندي يې خروج وکړ او د نوموړی په ګډون يې ډير صحابه کرام( رضي الله عنهم) کافران وبلل (العياذ بالله) صحابه کرامو ته دکفر د نسبت لامل یې عقیدوي اختلاف و؛ ځکه دوی هميشه ددوی له عقيدې او مذهب سره مخالفين کافران بللي دي.
خوارج د شرعي اميرانو اطاعت څه، چې دهغوی په خلاف بغاوت او خروج ددين یوه برخه بولي او دا يې عقيده ده. خو په اسلام کې تر هغه وخته چې له امیر څخه کفر څرګند شوی نه وي؛ بغاوت او خروج ورباندې ستر جرم ګڼل شوی او اطاعت يې د الله تعالی اطاعت بلل شوی ده.
خوارج په لومړي سر کې په اميرانو او بیا په ټولو مسلمانانو خروج ځکه جائز ګڼي؛ چې دوی د کبیره ګناه مرتکب کافر بولي، خو داهل سنت او جماعت په عقيده؛ له ايمان څخه يوازې دشرک او ايمان په نواقضو سړی وزي او دکبيره ګناه په سبب سره څوک د ایمان له دائرې څخه نه وزي، بلکې ایمان يې ناقص ګرځي او کافر نه، بلکې فاسق ورته ویل کېږي.

خوارج ولي دکبیره ګناه مرتکب کافر بولي؟

ددې لامل يوازې جهل (ناپوهي) ده؛ ځکه خوارج د عبادت، ذکر، تلاوت او روژو ډيره پابندي کوي، رسول الله (صلی الله عليه وسلم )خپلو ملګرو ته ددوی داسې تعريف کوي « تاسو به د خوارجو د لمنځونو، روژو او تلاوتونو په ليدلو سره خپل عبادات ډير کم ګڼئ! خو له دې هر څه سره، بیا به هم خوارج له دین څخه داسې په اسانۍ سره وزي، لکه غشی له لندې څخه» خوارج په دين کې له دومره زيار سره سره، په دین کې هيڅ «پوهه» نه لري چې له امله يې په ګمراهۍ او شر کې راګیر شوي دي او له ځان ور هاخوا بل هيڅ څوک مسلمان نه بولي.

خوارجو په هيڅ وخت کې کافران نه دي وژلي، بلکې ددوی په لاس هميشه دمسلمانانو وينې بهيږي په مسلمانانو کې هم ستر ستر خلګ لکه: عثمان، علي، زبير بن عوام رضی الله عنهم او دامت نور غوره خلګ ددوی له لاسه وژل شوي دي.
ددوی ددې کړنلارې وړاندوينه رسول الله (صلی الله عليه وسلم) څوارلس سوه کاله پخوا کړې وه”يقتلون أهل الإسلام ويَدَعون أهل الأوثان” دوی به مسلمانان وژني او بت پرستان (کافران) به نه وژني.

خوارج د قرآنکريم او حديثو په ځينو نصوصو استدلال کوي خو په پوهيږي نه، دګناه په کولو چې کوم وعيد (ویره) راغلې وي، هغه ته ګوري او له هغه څخه دکفر معنا اخلي، له هغه پرته نورو هغو آيتونو او حديثو ته بيا نه ګوري، چې له مسلمانانو سره په کې د مغفرت او رحمت وعده شوې ده.

خوارج ځانونه ددين پاخه پلویان بولي او په ډيره جذبه سره هره ناروا پریکړه کوي، مګر په دین غيرت او ننګ کول، په دین کې له پوهې څخه پرته هیڅ فایده نه لري، تر صحابه کرامو خو ددين غوره پلویان بل هيڅ څوک نه و، خو هغوی هم د خوارجو په لاس ووژل شو.

له خوارجو سره څه کول په کار دي؟
حضرت علي (کرم الله وجه )خوارجو ته لومړی ترجمان القرآن او خپل د کاکا زوی عبد الله بن عباس (رضي الله عنه) د مناظرې لپاره ور ولیږل، د مناظرې په ګټه شپږ زره کسان بیرته له خوارجو را واوښتل او له پاتې نورو خوارجو سره علي ( کرم الله وجه) دډيرو صحابه کرامو په ملتيا جګړه پیل کړه.
داشان په هره زمانه کې مسلمانانو ته په کار ده چې لومړی دغه خبیث قوم ددعوت او اصلاح په مټ لارې ته راوبولي، که بیا هم لارې ته نه راغلو؛ بیا یې باید پر وړاندې مبارزه وشي او ووژل شي؛ ځکه ددوی وژنه سپيڅلی جهاد دی او ددوی له لاسه وژل کيدل سپيڅلی شهادت دی.

یادونه: په اوسني وخت کې «داعش» ډله صفا خوارج دي له پخوانيو خوارجو سره په ټولو صفتونو کې شريک دي، دوخت په امام يې خروج او بغاوت کړی او دامت رښتيني رهبران او سپيڅلي خلګ وژني او د کافر يې تر اوسه ګوته نه ده ويني کړې؛ ځکه نو بايد ددوی پر وړاندې بې دریغه مبارزه وشي او له شر څخه يې مسلمانان وژغول شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version