د داعشیانو غدر او خیانت عام شوی وو؛ ځکه چې دوی د رعب او وحشت د رامنځته کولو لپاره له هېڅ جنایت څخه مخ نه دی اړولی.
د دې په خاطر چې خپلو جنایتونو ته مذهبي اړخ ورکړي، په مسلمانانو ټاپه وهل او وژل د داعش د اعمالو سرلیک ګرځېدلی وو، لکه؛ د مسلمانانو د څلورم خلیفه سیدنا علي رضی الله عنه د شهادت کیسه چې ابن ملجم تر ټاپه وهلو وروسته شهيد کړ.
دا حقیقت دی چې نن سبا داعش هر سړی په دروغو او بې اساسه تورونو سره شهیدوي، دا مونږ ته دا راښیي چې معاصر خوارج د حضرت علي کرم الله وجهه د زمانې د خوارجو پیروي کوي؛ البته د عصري خوارجو کړنې او د هغوی جنایتونه د اسلام د لومړیو وختونو د خوارجو له جنایتونو څخه خورا زیاتې او سختې دي.
که خوارجو ته د توبې موقع ورکړل شي، نو دوی ته به ستونزمنه وي او د ګوتو په شمار یو څو کسان به پیدا شي چې د دوی له شیطاني افکارو څخه کرکه ولري او د اصلاح لاره ونیسي.
دوی تل د اهل اسلام د تباهي او بربادي فکر کوي او په حقیقت کې د طاغوتي پولو ساتونکي دي.
د دې خبرې ښکاره بېلګه د غزې مجاهدينو ته د وسلو په لېږدولو کې د همکارۍ په پلمه د مصر په شمالي سينا کې د لسګونو کسانو په شهادت رسول وو.
د داعش یو ناوړه عمل چې یو مجاهد یې په یوه رسمي خپرونه کې د حماس له مجاهدینو سره په همکارۍ تورن او سر يې ترې غوڅ کړ، سربیره پر دې یې د سینا دښته د القاعدې له مجاهدینو پاکه کړه چې نن سبا اسرائیلي رژیم د فلسطین د مظُلوم ملت پر وړاندې د پخوا په پرتله ډېر جنایتونه کوي.
خوارجو چې د تاریخ په اوږدو کې یې له جرم او خیانت پرته بل څه نه دي کړي، باید له هغوی سره په یوه حل لاره خبرې وشي، ځکه؛ چې دوی نه په زندان اصلاح کېږي او نه په بلنه (الا ماشاءالله) او یوازې د سیدنا علی رضی الله عنه تُوره باید د مسلمانانو او دې فرقې تر مینځ قضاوت وکړي او د دوی علاج یوازې توره ده او بس!