بې له شکه چې فتنه ګر خوارج دي

عبدالرحمن محمود

پخوانيو خوارجو خپل ځان ته د خوارجو تسمیه کاروله او له دې یې هیڅ انکار نه کاوه، چې دوی خوارج دي. دوی به ویل چې موږ د الله جل جلاله په لاره کې او د هغه د رضاء لپاره خروج کړی او یا دا چې د ظالم امام له ظلم څخه مو خروج کړی دی. قصدا یې بدري صحابي د اسلام څلورم خلیفة حضرت علي کرم الله وجهه وو. د دوی یو شاعر وایي: كفى حزنا أن الخوارج أصبحوا – و قد شتت نياتهم فتصدعوا

مګر اوسني خوارج «داعش» خپل ځان ته د خوارجو د نوم له استعمالولو انکار کوي او په هېڅ تاويل يې نه مني، چې دوی خوارج دي.

په خواله رسنیو کې فتنه ګرو «داعش» ته بعضې منسوب اکونټونه موږ څارلې دي، دوی کوښښ کوي چې د خوارجو نوم له خپل ځانه لرې کړي، حال دا چې ټوله هغه نښې د خوارجو چې جناب نبی اکرم صلی الله علیه وسلم بیان کړې دي، په دوی کې موجودې دي.

خو هغه وخت د دوی څخه ”خوارج“ نه جدا کېدونکی نوم شو او دوی یې ښه مصداق شول، چې کله یې په مجاهد افغانستان کې ظهور وکړ، د دوی د را پیدا کېدو په لومړيو وختو کې بعضې جذباتي او د دين له روحیې ناخبره ځوانان ورته جذب شول، چې ګوندي خپله ورکه یې پيدا کړه، چې بس همدغه خلافت علی منهج النبوة! دی، مګر هغه وخت ورڅخه نا امیده شول او د دوی په خپل مېنځ کې اختلافات اوج ته ورسېدل، ډیرو ور ګډو شویو ځوانانو لاره ورڅخه جلا کړه، چې د «داعش» فعالیت أو وحشت یوازې د مومنانو پر وړاندې وو او د عراقي أهل السنة تجارانو مالونه یې غصب کړه او بغیر له کوم سبب څخه یې قتلونه شروع کړل، په قتل کې یې عجیب او نادره ابتکارات وکړل، اردني پيلوټ معاذ الکساسبة یې په اور کې ژوندی کباب کړ، په داسې حال کې چې په اور باندې وژل او په هغه تعذیبول حرام دي، جناب أکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي؛ (وَإِنَّ النَّارَ لَا يُعَذِّبُ بِهَا إِلَّا اللَّهُ.الحديث. البخاري) په اور باندې عذاب ورکونکی يوازې رب جل جلاله دی، علامه ابن حجر رحمه الله فرمایي چې دا حدیث شریف صریح دی، په حرمت د عذاب ورکولو کې په اور باندې.
همدې ته ورته بې شمېره جرايم یې تر سره کړل، چې د هیڅ عاقل لپاره د دوی په خوارج توب کې شک نه پیدا کیږي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version