اوسني او پخواني خوارج هیڅ توپیر نه لري! نهمه برخه

لیکوال: خاکسار پکتیاوال

څنګه چې اوسني او پخواني خوارج هیڅ توپیر نه لري او مونږ په مخکنیو لیکنو کې هم د دوی بعضې مشترک صفات ذکر کړي وو، نو نن به هم ددوی مشترک صفات ذکر کړو ان شاء الله.
بل له هغو کارونو څخه چې پخوانیو خوارجو به هم کول او اوسني خوارج یې هم کوي، په مساجدو او عامو مسلمانانو باندې بریدونه کول. لکه څنګه چې پخوانیو خوارج په مسجدونو بریدونه کول او همدارنګه یې عام مسلمانان له منځه وړل، لکه دوی/پخوانیو خوارجو چې په حضرت علي، معاویة او عمرو ابن العاص باندې په مسجد کې د حملې پلان جوړ کړ. حافظ ابن کثير په البداية والنهاية او سيوطي(رحمه الله) په تاريخ الخلفاء او نورو اسلامي تاريخونو کې ليکي، چې درې تنه خوارج هريو (عبد الرحمن بن ملجم ،برك بن عبد الله او عمرو بن بكر ) په مکه مکرمه کې سره راټول شول، له خپل منځي مشورې وروسته يې خبره غوټه کړه، چې بايد دا درې تنه صحابه کرام هريو (حضرت علي، حضرت معاویة او حضرت عمرو ابن العاص رضوان الله تعالی علیهم اجمعین له منځه یوسو.
د علي رضی الله تعالی عنه شهادت عبد الرحمن بن ملجم په غاړه واخست، د معاويه رضی الله تعالی عنه شهيد کولو ته(َبَرک بن عبدالله) ټټر وواهه او د عمرو بن العاص شهيد کولو ته(عمرو بن بکر) خپله سينه وډبوله. علي رضی الله تعالی عنه په کوفه معاوية رضی الله تعالی عنه په شام او عمرو بن العاص په مصر کې اوسيده. هر يو په خپل ځای کې امير او حاکم/ والي وو. دغه درې خوارجو عهد/وعده وکړه چې يو به هم له خپل کار څخه نه وروسته کېږي او هريو به خپل ټاکلي شخص او د هغه استوګنځای ته ځان رسوي، ترڅو ټول په يوه ورځ (د رمضان په 17 م) په يوه وخت (د سهار د لمانځه پر مهال) په خپل هدف حمله
کوي او له منځه به يې وړي. هوکې خوارجو آن هغه صحابه کرام چې نبي علیه السلام ورته د جنت زیری ورکړی وو هم به یې وژل او دوی ته به یې د تکفیر/ کفر نسبت کاوه. درې واړه خوارج د خپل هدف په لور رهي شول، بدبخت ابن ملجم کوفې ته ځان ورساوه، هغه مهال به مسلمانو اميرانو د لمانځه امامت په خپله کاوه، د علي رضی الله تعالی عنه عادت وو چې بې له کوم ساتونکي به راووت او خلک به يې سهار مهال لمانځه ته راپورته کول او د (الصلاة الصلاة ) نعرې به يې په خلکو وهلې، ابن ملجم خارجي همدا موقع وګڼله چې علي رضی الله تعالی عنه سره نه ساتونکي شته، نه وسله او نه د خلکو ازدحام شته، چې څوک يې دفاع وکړي، بدبخته ابن ملجم چې خپله توره يې په زهرو لړلې وه، کمين يې ورته ونيو او علی رضی الله تعالی عنه چې د سهار لمانځه ته روان وو په سر باندې یې په ډېر دروند ګذار وواهه، توره يې په سر کې ننوته آن تر دماغو یې ورسېده او هغه/علي رضی الله تعالی عنه مرګونی زخمي شو، ابن ملجم هم ونيول شو،مګر علي رضی الله تعالی عنه زامنو ته وصيت کړی وو چې قاتل مثله نکړي او له دې وصیت څخه درې ورځې وروسته په شهادت ورسیده. خوارج چې د امت ناسور دی په دې توګه يې د راشده خلافت دا وروستۍ پايه هم را ونړوله. لومړی یې د رسول الله صلی الله عليه وسلم زوم او هغه څوک چې د جنت بشارت ورکړل شوی وو په شهادت ورساوه. مګر همداسې کارونه اوسنیو خوارجو هم وکړل نه یې د کوم جومات /مسجد لحاض وکړ او نه یې هم د عامو مسلمانانو لحاظ وساته. هر کله چې یې شیخ رحیم الله حقاني شهید کولو نو دومره په بې رحمانه ډول یې شهید کړ، چې نه یې د هغه مدرسې ته نظر وکړ نه یې هغو پاتې شویو طالب العلمانو باندې رحم راغی او نه یې هم د ده رحمه الله د وړوکو ماشومانو لحاظ وکړ. الله تعالی دې له دوی/خوارجو سره د خپلو کړنو حساب په ډیره سخته طریقه سره وکړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version