امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله؛ تورتم ته سپین سهار

#image_title

ماهر بلال

 

امیرالمؤمنین مُلا محمد عمر مجاهد رحمه الله، عَرب او عجم یې په ملا عمر، ثالث عمر، او زمونږ ټولنه یې د لوی مُلا صاحب په نوم پیژني.

 

ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله هغه شخصیت چې تورتمونو ته لکه سپین سبا په مخ کې ودرېد، هغه آتل چې د یو میلمه پر سر یې خودمختاره بادشاهي قربان کړه، هغه مُلا دی چې په خپل تیر کړي عمر کې د وخت دوه سترو امپراطوریو سره په جګړه کې پاتې شوی وو.

 

د لوی مُلا صاحب نور الله مرقده ځانګړی شخصیت په ډېرو لیکنو، یادولو او نورو ته په رسولو ارزي خو د بنده په قلم کې دومره وړتیا نشته، لا کمزوری دی. د مُلا صاحب رحمه الله شخصي پېژندګلوي ته به په اوس وخت کې دومره اړتیا نه وي؛ ځکه مُلا صاحب هغه شخصیت دی چې شرق او غرب ټول یې پیژني نو ضرورت د هغه پېژندګلوۍ ته نه بلکې د هغه رحمه الله فکر، عقیدې، مرام، سپیڅلې لارې او په اسلام ایثار خلکو ته په پېژندلو او رسولو ته دی.

 

د لوی مُلا صاحب رحمه الله له فاني نړۍ رخصت کېدو دا دی یولسم کال دی که څه هم لوی مُلا صاحب رحمه الله یو بشر وو، د نورو انسانانو په شان یو رنګ جسم، قد و قامت یې درلود خو د ملا صاحب نورې خوبیانې له علاوه بشر بیخي جلا وې؛ هغه رحمه الله د ۱۹مې ۲۰مې او ۲۱مې پېړۍ له نسلونو جدا فکر او عقیده درلوده؛ هفه عقیده چې پر بنسټ یې د خپلمنځي جګړو او د کُفر ټغر ټول شو او په برکت یې یو اسلامي نظام قائم شو.

 

مُلا صاحب په کمه موده کې بلا لاسته راوړنې لري چې ټولې یې د اسلام او اسلامي نظام سره په تړاو کې دي مونږ ټول یې د هغه رحمه الله له رخصت وروسته هم وینو؛ د کُفر ماته، په ټولې نړۍ کې د یواځیني اسلامي نظام قیام، د دښمنانو سرنګون کول او د افغانستان په شان شوخې جفرافیې په امن کول، دا هغه څه دي چې د لوی ملا صاحب د اول پاڅون له برکته تر مونږ رارسیدلي، ډیرې نورې هم شته (تاسو د ثالث عمر په نوم کتاب وګورئ)!

 

اګر که ما شخصاً امیرالمؤمنین رحمه الله نه وو لیدلی خو د چشم دیده خلکو څخه مې د هغه اوصاف اوریدلي آن د دُښمن له خولو مې هم د هغه رحمه الله د اتلولۍ داستانونه اورېدلي، زما غوږونو ته د هغو بدبخته ظالمانو خبرې هم رارسېدلي چې په ظُلم کې لامثاله وو خو د ملا صاحب په دُښمنۍ یې افتخار کاوه چې د یو نر سړي دُښمني په غاړه لرو ځکه هغه په دوستۍ او دُښمنۍ دواړو کې نر خویه وو، که دُښمني یې کوله په چل او فریب نه بلکې په نرتوب یې کوله همداسې دوستي یې هم چې تاسو یې مثالونه ولیدل؛ د اسلامي نظام د قیام بیا د میلمه ساتنې او تردې دمه د جهاد او رباط لارویان د حضرت ملا صاحب رحمه الله له قیادته راټوکیدلي ښیګڼې دي، هغه چې تر اوسه د کفري نړۍ سترګو ته اغزي دي.

 

که د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د اوصافو خبره شي نو هغه یو داسې بې جوړې شخصیت وو چې د اوصافو په بیان کې به یې زه پاتې راشم خو ځینې هغه څه درته لیکم چې د آسیا او نورې نړۍ مسلمانانو ورته ورکړي؛

 

۱: امیرالمؤمنین رحمه الله په یواځې ځان ډېر خلک په دې قانع کړل چې اسلامي نظام ته ضرورت دی د شر او فساد د هغه کوډګرو په مقابل کې پاڅون حق دی چې په تنظیمي جګړو یې مسلمانان داړل یعنې ویلای شو چې ملا صاحب رحمه الله په علمي ځانګړتیاوو کې یوه ځانګړنه د تبلیغ مهارت وو.

 

۲: د عثماني خلافت وروسته لومړنی سړی وو چې د اسلامي نظام خوب یې رښتیا کړ.

 

۳: هغه شخصیت وو چې د ثالث عمر لقب یې خپل کړ.

 

۴: عرب او عجم مجاهدین یې په ځان راغونډ کړل.

 

۵: د مجاهدینو ترمنځ یې اتفاق او اتحاد داسې وساته چې تردې دمه متحد دي.

 

۶: د میلمه پالنې مثال یې د تاریخ برخه ورګرځاوه

 

۷: د نړۍ په ټولو کفري هېوادونو یې خپل یعنې د مسلمانانو رعب بیاځلي تازه کړ.

 

۸: ثالث عمر، مجدد او همداسې نور لقبونه یې په کم وخت کې خپل کړل.

 

۹: د عثماني خلافت وروسته لومړی سړی چې د امیرالمؤمنین په لقب د علماء حق‌ لخوا ونازول شو.

 

۱۰: په ټوله نړۍ کې یې جهادي مفکوره بیا ځلي ژوندۍ کړه.

 

۱۱: د سترو جهادي شخصیتونو لکه جلال الدین حقاني، اسامه بن لادن رحمهماالله او نورو مجاهدینو امیر پاتې شو.

 

همداسې نور هم ډیر څه شته چې په لیکلو او لوستلو ارزي، تاسو د ثالث عمر په نوم د قاري صاحب عبدالستار سعید کتاب وګورئ ان شاءالله د ثالث عمر رحمه الله او د هغه د لارویانو حقانیت به درته په ډاګه شي.

 

د دې خبرې یادونه هم ښه ده چې لوی ملا صاحب هېڅکله هم د اسلام د ګټو مخالف کار نه دی کړی، هرڅه چې یې کړي د الله تعالی جل جلاله د رضا او د اسلام و مسلمانان د خیر ښیګڼې لپاره یې کړي.

 

ملا صاحب رحمه الله د اسلام خدمت ته ځان داسې وقف کړ چې تراوسه یې یادونه په ښه نوم سره کېږي، مونږ ټول د حضرت امیرالمؤمنین رحمه الله پوروړي یو همغه وو چې مونږ یې د اسلامي نظام د قیام تر درشله راورسولو روح دې یې ښاد یاد دې یې تل تازه وي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version