امريکايي چارواکي او رسنۍ د داعش په اړه : اوف موږ خو شيطانان جوړ کړل

لکه څنګه چي داعش ډله هميشه د مسلمانانو خلاف او کفري نړۍ پر ميل خپل پالیسۍ ته وده ورکوي، همداسي موږ هم بهتره وګڼله، تر څو تاسو ته د داعش ډلې تړون د غربي نړۍ سره د هغوى په ژبه وړاندي کړو
امریکا څنګه داعش ته وده ورکړل…؟
د پورتنۍ پوښتنې ځواب په لاندې مستند راپور کې تر لاسه کولاى شئ…!

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د مارچ په 2015 کې په یوه مرکه کې یادونه وکړه : داعش په عراق کې د القاعدې له جلا کيدو مستقیم زموږ د فعالیتونو تر اثر لاندې وده کړې، کوم چې د ارادي پایلو یوه بیلګه ده، له همدې امله موږ باید عموما مخکې له دي چي هدف وګرځو وار له مخې خپل هدف ته ورسيږو
د داعش مشران پخپله د عراق او سوریې جګړې ته د خپلې بریا کریډیټ ورکوي
په داسي حال کي چي هغوى موږ کاميابه کړل او تر دغه مقامه مو ورسول

 نیویارکر مجلې په خپل راپور کې ليکلي: داعش د عراق د پخوانیو کمونيست جنرالانو د شورا لخوا پرمخ وړل کیږي ډیری يې د صدام حسین د سیکولر بعث ګوند غړي دي چې په ډراماتیکه توګه يې ځانونه اسلام ته بدل کړي دي، په داسې حال کې چې هغوى واقعي مسلمانان ندي او نه هم اسلام ته وفاداره دي
د امریکا تر لاس لاندې زندانونو کي کې د امریکایانو لخوا د عراقیانو شکنجه د داعش د رامنځته کيدو او د اوباما ادارې ته د فرصت سبب وګرځيد، تر څو وتوانيږي چې د داعش په څير يو بده پديده وزيږوي

حتا تر دي چې جورج ډبلیو بوش په 2008 کال کې ABC نیوز ته د داعش په راتلونکي کې د را ښکاره کيدو ته په اشاره وویل :
د القاعدې نړیوال تنظيم پر وړاندي زموږ لپاره عراق بهترین تياتر دى چي بايد د يو داسي چا په لاس يې مخه ونيسو، چې هيڅ تصور يې نه کيږي
همدا وو چي داعش په عراق کې د امریکايي ځواکونو د پاتې شوو وسلو په کارولو سره د عراق لویه برخه ونیوله او له همدې ځايه يې د سوریې په شمول نړۍ ته نفوذ وکړ
سربیره پر دې، د (اعتدال) په نوم يو بل د سوري یاغیانو د ډلې مسلح کولو لپاره د امریکا ټوله پالیسي په ډاګه سوه
د لبنان ډېلي سټار مجله راپور ورکوي چې د (اعتدال) په نوم سوري یاغیانو چي امریکا يې تغذیه کول هم د داعش ترهګرو ملاتړ کولو
او په ښکاره توګه يې د سوریې په قلمون ښار کې د سوریې دولت پر پنډغالو د داعش سره په ګډه بريدونه کول
باسل ادریس، د FSA سره تړلې یاغیانو د لوا قوماندان وايي : د FSA ډیر شمیر غړي له داعش سره یوځای شوي دي
همدا راز ابو فدا [یو متقاعد
د سوریې په پوځ کې ډګروال چې اوس په قلمون کې د انقلابي شورا مشر دی] وايي :
د (FSA) پوځ هم چې راساً د امریکا سره اړیکې لري له داعش سره د نه جنګيدلو يولس تړونونو  لاسلیک کړي دي

 نیویارک ټایمز مجله اقرار کوي چې : د ولسمشر اوباما کوښښ وکړ تر څو په سوریه کې د بعضې یاغي ډلو روزنه ورکړي تر څو وتوانيږي د سوریې حکومت په وړاندې د ځمکنیو سرتیرو په توګه خدمت وکړي
او په عراق او سوریه کې اسلامي داعش ډله د امریکا متحده ایالات په مختلفو ډلو پورې تړلي پریږدي
او خپلمنځي جګړه، پرته له ګډې رهبرۍ او له سخت دریځو اسلامپالو سره تر ټولو اغېزمنه لار ده او امریکا يې پلي کوي
حتی هغه ډلې چې متحده ایالاتو روزلي دي د داعش سره په ورته خندقونه کې يو ځاى د خپل مخالف لوريو سره جنګېږي
د وال سټریټ ژورنال بيا په خپله مقاله کې لیکي : متحده ايالات او د هغوى خواخوږي هيوادونو په دومره کچې وسلې سوریې او عراق ته د داعش او نورو وړو ډلو د تقويې لپاره وليږلې چي له دوى څخه يې تعداد هم هير دى
او دا د اوسني او پخواني امریکايي چارواکي د حکومتولۍ د ژورې پوهې نشتوالی په ګوته کوي د ترهګرۍ او مطالعاتو د مرکز يو شنونکي ښاغلى لوند وایي چې : موږ باید هر هغه څه وکړو چې موږ یې کولی شو او معلومه کړو چې ايا داعش ريشتيا هم د نورې نړۍ لپاره په شيطان بدل شوى که يا…. ؟
ايا داعش به وکولاى شي چي زموږ اهداف ترسره کړي که يا… ؟

 د پولیټزر جایزې ګټونکي خبریال سیمور هیرش  یادونه وکړه : موږ کره شواهد لرو چې متحده ایالات او د هغې متحدینو په لوى مقدار وسلې په عراق او سوریه کې د داعش ډلې ته د الوتکو له طریقه اچولې
په سوریه کې د القاعدې ډلې څخه بغیر اسلامي ياغيان او داعش ته د وسلو او ملاتړ کولو په اړوند اوباما ته د CIA يو پخواني متقاعد لوړ رتبه مامور اوباما ته خبردارى ورکړ…!
اوباما تاسو ته وایم تاسو د داعش ډلې تجهیز کولو ته په ډيره خفيه توګه سره کار ويلي دي
دا تاسو ښه نه کوى، ايا تاسو پوهيږئ..؟ همدا داعش به يوه ورځ په شيطان بدل شي او ستاسو ګريوانونه به وڅيرې
د داعش د وسلو تجهيز ، نغدو پیسو او نفوذ ته کار مه کوئ
بل پلو مایکل شینک چي د جورج میسن پوهنتون د جکړې د تحليل اړونده پوهنځی او بورډ غړی دى وايي : (اوف موږ نه وو خبر، موږ خو د نړۍ پر مخ شيطانان جوړ کړي دي، موږ او متحده ایالاتو نړۍ ته (Monster) شيطان اختراع کړ)
د داعش بانډ د اسلامي نړۍ پر مخ د غربي هېوادونو يو ستر شيطاني ډال وو چي را څرګند سو
داعش په خورا محتاطانه توګه د امریکا او متحدینو د پالیسي پلي کولو ته کار ويلي دي
داعش نه يوازې دا چې په عراق او سوریه کې يې مسلمانان او اسلامي مخلص جهادي تنظیمونه په خنجر ووهل، بلکه د دوى د بزدلۍ دغه لړۍ د افغانستان په شمول په ټوله اسلامي نړۍ کي پراخه شوې ده
داعش د انساني همدردۍ له ليکو وتلې يو وحشي ډله ده چي د مسلمانانو د خلافت خوب يې په غلط تعبیر تکثیر کړ
د يادونې وړ ده چي په افغانستان کي هم پر داعش ډلې تور دى چې ګواکې کلنو وړاندې په امريکايي الوتکو کې د ننګرهار او کنړ په ولایتونو کې را څرګند سول او د افغانستان يو لوى مسلمان قشر يې په ارتداد او شرک تورن کړ، پداسې حال کي چي په لاسونو کې يې امريکايي وسلې او په جيبونو کې يې امريکايي ډالر وه

ليکوال : ابو حمزه موحد

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version