د غزې اولس او حماس جهادي غورځنګ ته: السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
د شهيد اسماعيل هنيه له شهادت خبر شو، پوهيږو چې شتون يې روان جهاد لپاره اهم وو، خو شهادتونه د تاريخ په اوږدو کې ثابته شوې چې د بريا لامل شوي، شهادتونه د جهادي مزل لپاره د سورليو او تېلو په مثال دي چې له امله يې منزل ته رسيږي، ځکه مونږ د شهيد رهبر د شهادت تبريکي درته وايو.
پام: چې د رب له مرستې نا اُميده نه شی، مونږ تاسو ته د الهام اخيستو مرجع يو او که ثابت قدمي اختيار کړی تاسو به نورو ته د الهام مرجع شی، له مظلومیت او ورځينيو شهادتونو مو خبريږو، که ووايم په اوسني حالت کې تر مونږ ډېر ښه يی په دې معنا چې په نړۍ کې د هېوادونو تر کچې دوستان لری تېروتی به نه يم، مونږ شل کاله مخکې هغه مهال چې د نړۍ د طبيعت خلاف نظام مو نافذ او کفر ته د يوه عرب مجاهد له ورکړې منکر شو، د وخت فرعون زمونږ پر ضد صليبي جنګ اعلان او مطلقې نړۍ ته يې خط کش کړ، د وخت د اسلامي هېوادونو حُکامو نه تنها مخ رانه واړوه او ياد فرعون ته په سجده شول بلکې زمونږ پر ضد ورسره همکار او د کوردیناتو ورکوونکي شول، زمونږ لرګي همدوی مات او غمي يې ورک کړل، که څه هم جمعاً دفن، بمبار او اسيران شو، خو را وټوکېدو، حوصلې مو سنداني او زندانونه مو مدرسې کړې، له مونږ څخه ستاسو د خوابدي کولو هڅې به کيږي، ګرانو لطفاً زمونږ مجبوريتونه او محصوریتونه درک کړی، مصلحتونه د سيرت يوه مهمه برخه ده چې له مونږ يې تاسو ښه پېژنی.
اي مجاهد ملته: تاسو عادي خلک نه، بلکې هغه څوک ياست چې ثابتوی، وسله مړي کوی شي، خو مرګ له چا نه شي منعه کوی، هو تاسو مو د لومړۍ قبلې ساتندويان ياست، صفوف مو پياوړي ،باورونه سنداني او عقيدې ايماني کړی، ګمانونه تر منځ احسن کړی، د درس په توګه نه، د تجاربو له نګاه وايو، څنګه چې د ا.ا.ا له امریکا + ناټو سره مبارزه ليونتوب بلل کېده، همداسې کمزوي ايمانونه اوس تاسو ته په هماغه نظر ګوري خو مطمئن اوسی بريا ستاسو ده، امت په تاسو وياړي، هرې د دوعا لپې کې يې تاسو ياست، ثابت اوسئ! دښمن ستاسو د ايمانونو پر وړاندې هېڅ هم نه دی.
له جهادي او په اسلامي نظام پوښلي افغانستان څخه