افغانستان کې داعشیان امریکا او ناټو رامنځته کړل: ضمیر کابلوف  

#image_title

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي چې په افغانستان کې د داعشي خوارجو څانګه د امریکا او انګلستان په هڅو رامنځته شوې او د هغوی ملاتړ له ځان سره لري.

ضمیر کابلوف دا څرګندونې تازه له RTVI ټلوېزون سره په خپله مرکه کې کړې دي.

کابلوف ویلي، ”د خراسان داعشیان تقریبًا لس کاله مخکې هغه وخت راپورته شول چې امریکا او ناټو په افغانستان کې زیات شمېر عسکر درلودل، خو له خپل ظهور سره سم یې تر ټولو لومړی طالبان چې وسله وال مقاومت یې کاوه په نښه کړل، نه امریکایان، چې اشغالګر وو“.

د ضمیر کابلوف په خبره، ”داعشیان داسې راپورته شول لکه تر باران وروسته چې پوڅکۍ [مرخېړي/سمارق] راخېږي. دا مهمه خبره ده. کله چې به موږ امریکایانو او د هغوی ملګرو ته دا خبره وکړه، نو دوی به تر خپله وسه په هر ډول کوښښ کاوه چې د داعشیانو ګواښ کم وښيي او ادعا یې کوله چې په افغانستان کې اساسي ګواښ د القاعده دی“.

 

کابلوف د خپلې خبرې د اثبات لپاره د ۲۰۱۸ز کال په نیمايي کې، د امریکایانو او د هغه وخت د ګوډاګي رژیم لخوا په چورلکو کې د جوزجان په درزاب او قوشتیپه ولسوالیو کې د اسلامي امارت له عملیاتو د داعشیانو د خلاصولو موضوع ته اشاره کړې ده،”… کله چې طالبانو له داعشیانو سره جګړه شروع کړه، پر داعشیانو یې فشار راوست او نابودولو ته یې نږدې شول، نو عین په همدې وخت کې امریکايي چورلکې راښکاره شوې او داعشیان یې د جنګ له صحنې وایستل. داسې څو ځله شوي دي او موږ داسې پيښې رسنیزې کړې هم دي“.

کابلوف زیاته کړې چې د خراسان خوارج عملًا یوازې د امریکا له دښمنانو سره په جګړه اخته دي او امریکا یې هم کمزوري کېدل نه غواړي، ”[اسلامي امارت] له داعش سره په کشمکش کې له ستونزو سره مخ دی، خو مهمه پوښتنه دا ده چې ولې؟ ځکه چې تښتېدلو امریکایانو او د ناټو غړو هیوادونو بندیزونه ورباندې ولګول، د دوی ملي شتمنۍ یې غلا کړې او تر هر ممکن حده یې د ترهګرۍ ضد عملیاتو ترسره کولو په برخه کې امارت کمزوری کړ. موږ باید په دې فکر وکړو. د دې مطلب دا دی چې یو لوری شته چې د [اسلامي امارت] لخوا د خراساني داعشیانو ځپل کېدل خوند نه ورکوي“.

هرماس الافغاني
Exit mobile version