د ټولنې په هدایت او لارښوونه کې د علماء کرامو د مقام په اړه د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی سپارښتنه
د هرې ټولنې سمون او پرمختګ یوازې په وضع شویو قوانینو او اجرائیوي ادارو پورې نه محدودېږي، بلکې د خلکو پوهاوي، روزنې او فکري او اخلاقي لارښوونې ته هم اړتیا لري. په اسلامي ټولنه کې علماء کرام د دیني معارفو له ژورې پوهې او د خلکو پر عقایدو، افکارو او چلند د اغېز له امله ځانګړی مقام لري. له همدې امله، امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی په خپلو ویناوو کې د علماء کرامو پر مقام او د دین د ساتنې او ټولنې د سمون په برخه کې د هغوی پر مسؤولیت ټینګار کړی دی.
نوموړي په کندهار کې د دیني مدرسو استادانو او مسؤولینو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي دي: «الله تعالی علماء کرامو ته د خپلو مخلوقاتو په منځ کې لوړ مقام، عزت او شرف ورکړی او له انبیاوو علیهمالسلام وروسته یې د دین د ساتنې مسؤولیت ورسپارلی دی.» دا وینا څرګندوي چې د علماء کرامو مقام یوازې یو علمي او ټولنیز امتیاز نه دی، بلکې یو دروند امانت دی چې ادا کول یې علم، تقوا، رښتینولۍ او مسؤولیتپالنې ته اړتیا لري.
د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی په ویناوو کې یوه مهمه موضوع د علماء کرامو د مسؤولیتونو پر ټولنیز اړخ ټینګار دی. امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی ویلي دي: «علماء کرام یوازې د فردي عباداتو د ادا کولو مسؤولیت نه لري، بلکې له انبیاوو علیهمالسلام وروسته د ټولنیزو عباداتو او سیاست د ترسره کولو مسؤولیت هم ورترغاړې دی. علماء کرام باید د امت ټولنیزې او سیاسي چارې پر غاړه واخلي، جهاد وکړي، شریعت پلی کړي، د خلکو ترمنځ پرېکړې وکړي او د هغوی اختلافونه حل کړي.»
د دې وینا ارزښت په دې کې دی چې د دیني عالم مسؤولیت یوازې د فردي احکامو تر ښوونې پورې نه محدودوي، بلکې د ټولنیز ژوند له ستونزو او اړتیاوو سره یې هم تړي. خلک د دیني پوښتنو ترڅنګ له کورنیو شخړو، ټولنیزو ستونزو او فکري ننګونو سره هم مخ دي. علماء کرام کولای شي د خپلې علمي پوهې او سنجول شویو لارښوونو له لارې د دغو ستونزو په حل او د خلکو ترمنځ د اړیکو په سمون کې رغنده ونډه واخلي. له همدې امله، دیني عالم باید د ټولنې له واقعیتونو خبر وي او خپله پوهه د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره وکاروي.
امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی د علماء کرامو او حکومتي مسؤولینو ترمنځ پر همکارۍ هم ټینګار کړی دی. د نوموړي د ویناوو له مخې، علماء کرام خلکو ته دین بیانوي او له شریعت سره یې اشنا کوي، په داسې حال کې چې حکومتي مسؤولین اجرائیوي چارې پر مخ وړي. دا لیدلوری د پوهې او عملي تطبیق ترمنځ اړیکه څرګندوي؛ ځکه دیني لارښوونې هغه مهال لا اغېزمنې کېږي چې له سمو او مسؤولانه اقداماتو سره مل وي.
په همدې ډول، اجرائیوي چارې هم باید له معتبرو علمي او شرعي لارښوونو څخه برخمنې وي. دا ډول همکاري هغه مهال ګټوره تمامېږي چې پر متقابل درناوي، د مسؤولیتونو د حدودو پر مراعات او عدالت ته پر ژمنتیا ولاړه وي. په دې برخه کې، د حکومتي مسؤولینو په وړاندې هم نصیحت کول او خپل علمي او شرعي لیدلوری څرګندول د علماء کرامو له مسؤولیتونو څخه دي.
د دین ساتنه او فکري ننګونو ته ځواب ویل هم د علماء کرامو له مهمو مسؤولیتونو څخه دي. دا مسؤولیت یوازې د پخوانیو معلوماتو په تکرارولو نه ادا کېږي، بلکې د دیني سرچینو سمې پېژندنې، د پوښتنو د تحلیل وړتیا او د مستدلو ځوابونو وړاندې کولو ته اړتیا لري. نننۍ ټولنه له بېلابېلو نظریاتو او پوښتنو سره مخ ده؛ له همدې امله، علماء کرام باید د دیني پوهې ترڅنګ د خپل وخت له شرایطو او د خلکو له فکري اړتیاوو هم خبر وي، څو وکولای شي په روښانه بیان او معتبرو دلایلو د اسلامي عقایدو دفاع وکړي.
د راتلونکي نسل روزنه د دې مسؤولیت بل اړخ دی. امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی د مدرسو له استادانو غوښتي چې د عقیدې ښوونې، د فکر د ودې او د زدهکوونکو د فکري روزنې لپاره لا ډېره پاملرنه وکړي او خپل زدهکوونکي د خپلو اولادونو په څېر وګڼي؛ ځکه هغوی به په راتلونکي کې په ټولنه او نظام کې مهم مسؤولیتونه پر غاړه واخلي. دا لارښوونه څرګندوي چې د دیني زدهکړو موخه باید یوازې د معلوماتو لېږد او د درسي متونو زدهکړه نه وي، بلکې د یوه باخبره، بااخلاقه او مسؤولیتپال نسل روزنه هم باید د ښوونې او روزنې په مرکز کې وي. د استاد چلند او د تدریس طریقه، د هغه د درسونو په څېر، د زدهکوونکو د شخصیت په جوړولو کې اغېز لري.
له بلې خوا، د شرعي احکامو په بیانولو کې د علماء کرامو پر خپلواکۍ د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی ټینګار، د دیني مرجعیت د اعتبار ساتلو لپاره یوه مهمه موضوع ده. نوموړي د افتاء او قضاء څانګو فاضلانو ته په خطاب کې ویلي دي: «په پوره زړورتیا شرعي احکام صادر کړئ او د هېچا تر اغېز لاندې مه راځئ، ان زما هم.» دا وینا څرګندوي چې فتوا باید د معتبرو شرعي دلایلو او علمي تشخیص پر بنسټ صادره شي، نه د اشخاصو د غوښتنو او یا د واکمنو د فشار له مخې. په دې برخه کې رښتینولي او امانتداري پر علماء کرامو د خلکو د باور له بنسټیزو لاملونو څخه دي.
د جاهلي دودونو او منکراتو پر وړاندې مبارزه هم د هغو مسؤولیتونو له ډلې ده چې امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی په خپلو ویناوو کې ورته پاملرنه کړې ده. علماء کرام باید د شرعي احکامو په پېژندلو او د ټولنې له کلتوري شرایطو څخه په خبرتیا سره خلک له ناسمو کړنو خبر کړي او د حکیمانه لارو چارو له مخې یې د سمون هڅه وکړي. دا کار یوازې د شرعي احکامو په بیانولو نه ترسره کېږي، بلکې خبرې اترې، نصیحت او د ناوړه کړنو د پایلو روښانول هم پکې مهم رول لوبوي.
په ټوله کې، د علماء کرامو مقام باید د هغوی د علمي او دیني منزلت ترڅنګ، د ټولنې پر ژوند د هغوی د اغېز له مخې هم وارزول شي. د دین ساتنه، د راتلونکي نسل روزنه، د شرعي احکامو په بیانولو کې خپلواکي او د ټولنیزو ستونزو د حل او سمون هڅه هغه مسؤولیتونه دي چې له همدې مقام څخه سرچینه اخلي. علماء کرام هغه مهال د امت د لارې مشالونه ګرځېدای شي چې علم یې له رښتینولۍ، حکمت او مسؤولیتپالنې سره مل وي او اغېزې یې د خلکو په پوهاوي، چلند او ژوند کې څرګندې شي.









































