اسلامي امارت د خلافت اعلان ولې نه کوي؟

اسلامي امارت ولې خپل امارت ته ترجیح ورکوي؟ خپل امارت یې ولې تر یوې سیمې پورې محدود کړی دی؟

د دې اعتراضاتو له ځوابولو وړاندې مونږ یو ځل د خلافت په فرضیت باندې بحث کوو.

د خلافت فرضیت:

د مسلمانانو د دُنیا او آخرت نیکبختي او کامیابي له اسلامي نظام و خلافت سره تړلې ده، همدا راز د اسلام د دعوت غلبه او اقتدار په خلافت باندې منحصر دی او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د رسالت موخه یعنې دین برلاسی کول هم د خلافت له لارې امکان لري.

له همدې امله الله تعالیٰ تر قیامت پورې په ټولو مسلمانانو د خلافت جوړول او د خلیفه ټاکل فرض کړي دي، ترڅو په هر دور کې د خلافت له لارې د رسالت موخه یعنې اظهارِ دین تر لاسه شي.

د خلافت فرضیت له قرآن، حدیث او اجماع څخه ثابت دی، له خیرالقران څخه تر دې دمه ټول فقهاء، مجتهدین او علماء کرام د خلافت د قیام په فرضیت باندې یوه خوله دي.

د خلافت فرضیت د قرآن په رڼا کې:

د الله تعالیٰ ارشاد دی”إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً”(۳۰) البقره

بې شکه زه په ځمکه کې خپل یو نائب او خلیفه جوړونکی یم.

امام قرطبي رحمه الله د دې په تفسیر کې لیکلي:

“هذه الآية أصل في نصب إمام وخليفة يُسمع له ويُطاع؛ لتجتمع به الكلمة، وتنفذ به أحكام الخليفة، ولا خلاف في وجوب ذلك بين الأمة ولا بين الأئمة”.[تفسیر القرطبي: ۱۶۴/۱]

دا آیت د داسې امام او خلیفه په حق کې د اصل حیثیت لري، چې د هغه خبره اورېدل کیږي او اطاعت یې کېږي، ترڅو د اسلام کلمه پرې راټوله وي او د خلیفه احکام نافذ شي، په اُمت او امامانو کې د خلیفه د ټاکلو په وجوب کې هېڅ اختلاف نشته.

په سورة النور کې د الله تعالیٰ ارشاد دی:

“وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا”(۵۵)

کومو خلکو چې په تاسې کې ایمان راوړی دی او نیک عملونه کوي، د الله تعالیٰ له هغو سره وعده ده چې دوی به په ځمکه کې حاکمان ګرځوي، لکه له دوی نه مخکې خلک یې حاکمان ګرځولي وو او دوی دین چې الله تعالیٰ دوی ته خوښ کړی دی هغه به پایدار او مستحکم ورګرځوي او له خوف وروسته به دوی ته امن ورکړي.

په دې آیت کې د ایمان او نیک عمل برخلیک په دنیا کې د خلافت قیام ښودل شوی دی چې لازمي نتیجه یې د اسلام استحکام او د امن راتلل دي، که خلافت قائم وي، نو خامخا به یو خلیفه وي چې اطاعت به یې کيږي او که خلافت نشته نو د هغه د قیام لپاره به یو ډله وي چې د هغې ډلې د امیر اطاعت به کيږي.

نور بیا…

منبع: شیطان لښکر

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version