میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
پنجشنبه, نوومبر 26, 2026
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟  

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د الصدیق دفتر د راپور تحلیل

    د الصدیق دفتر د راپور تحلیل

    د پاکستان پوځي رژيم خیبر پښتونخوا کې اضطراري وضعیت او ګورنر راج اعلان کړ

    د پاکستان پوځي رژيم خیبر پښتونخوا کې اضطراري وضعیت او ګورنر راج اعلان کړ

    د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي

    د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي

    سرچینې: د افغانستان هوايې ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي

    سرچینې: د افغانستان هوايې ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو  يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    د امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی فرامین؛ د ټولنې د لارښوونې او اصلاح څراغونه! دویمه برخه

    د امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی فرامین؛ د ټولنې د لارښوونې او اصلاح څراغونه! دویمه برخه

    د اسلام په تاریخ کې منحرف خوځښتونه او فرقې! څلورمه برخه

    د اسلام په تاریخ کې منحرف خوځښتونه او فرقې! څلورمه برخه

    د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې د حقیقت په هېنداره کې او د تورونو ځوابونه! نهمه برخه

    د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې د حقیقت په هېنداره کې او د تورونو ځوابونه! نهمه برخه

    د امیرالمؤمنین فرامین او په افغانستان کې شرعي، کورني او ټولنیز اصلاحات! څلورمه برخه

    د امیرالمؤمنین فرامین او په افغانستان کې شرعي، کورني او ټولنیز اصلاحات! څلورمه برخه

    پوځي سوداګري؛ د دولت دننه بل دولت؟

    پوځي سوداګري؛ د دولت دننه بل دولت؟

    د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د غړیتوب غوښتنه!

    د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د غړیتوب غوښتنه!

    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    د شهید مطيع اللّٰه بلوچ تقبله اللّٰه ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د شهید مطيع اللّٰه بلوچ تقبله اللّٰه ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د شهید قاري بختیار علي فاروق ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د شهید قاري بختیار علي فاروق ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

Share on FacebookShare on Twitter

ابو بلال المينوکي د روان ميلادي کال په مۍ مياشت کې د امريکا په يو هوايي برید کې په نايجريا کې ووژل شو، نوموړی د ولايتونو د عمومي ادارې مسول و او له صديق دفتر سره چې شرقي، جنوبي او منځنۍ اسيا يې د فعاليت سيمې دي مستقيم په اړيکه کې و.
د نوموړي له وژل کيدو څخه وروسته استخباراتي سرويسونو او مهمو رسنيزو چينلونو ته ځينې مهم اسناد په لاس ورغلل چې ځینې حساس موضوعات پکې ذکر شوي وو.

مکتوب د الصدیق دفتر د مسؤل قاري تمیم کردي ( انجينر عبيدالله) له لوري د خوارجو رهبرۍ شورا (الجنة المفوضة) ته لیکل شوی و.
په مکتوب کې د ذکر شویو موضوعاتو حساسیت ته په کتلو، ځینو داعشي فعالانو هڅه وکړه چې موضوع کمرنګه کړي او رساله جعلي وښيي، خو المرصاد له خپلو سرچینو څخه، چې د داعشیانو د خراسان څانګې له داخلي موضوعاتو دقیق خبریږي، د مکتوب او په هغه کې د ذکر شویو موضوعاتو تصدیق ترلاسه کړی دی.

ورته مقالې

د پاکستان پوځي رژيم خیبر پښتونخوا کې اضطراري وضعیت او ګورنر راج اعلان کړ

د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي

سرچینې: د افغانستان هوايې ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي

دې سرچینو همداراز ځیني مهم او د داعشیانو د رښتینې څېرې بربنډوونکي معلومات هم المرصاد ته سپارلي دي.

په لومړي سر کې د یاد مکتوب پښتو ترجمه له کوم کموالي او زیاتوالي پرته د لوستونکو مخې ته ږدو. د لوستونکو د پوهېدو لپاره په دوو [] قوسونو کې اضافي معلومات د المرصاد لخوا لیکل شوي دي.

الحمدلله القوي المتعال، والصلاة والسلام علی الضحوک القتال، نبینا محمد وعلی آله وصحبه أسد البلاغ وفرسان النزال. أما بعد:
لجنة المفوضه [د خوارجو د رهبري شورا معادل ارګان] ته.
څنګه یاست او روغتیا مو څنګه ده؟ الحمدلله زموږ لوري ته ټول مجاهدین په خیر دي.
الحمدلله، ستاسې څه حال دی؟ له الله څخه امید لرو چې د الله په عافیت او حفظ کې به یاست. ستاسې له لوري دوه پیغامونه راورسېدل او په ځواب کې یې موږ وایو:
زموږ او د الصدیق دفتر ټولو مجاهدینو سلامونه د مسلمانانو [یعني داعشي خوارجو] خلیفه ته ورسوئ، الله تعالی دې یې حفاظت او رعایت وکړي. زموږ له لوري ډاډ ورکړئ چې ټول مجاهدین، کوچني وي او که لوی، د اسلامي دولت د یوه مطیع عسکر په حیث دي، او د الله تعالی او د کلمې د لوړوالي په لار کې هر ډول قربانیو ته چمتو دي.
په پاکستان او ایران کې د اوربند په تړاو کومې ښې نتیجې ته نه یو رسېدلي او دې ته انتظار یو چې ایا دوی د ځینو وروڼو [یعني داعشي بندیانو] د خلاصون په هکله زموږ غوښتنو ته ځواب راکوي که نه. اوس موږ په ایران او پاکستان کې د ځینو اهدافو په نښه کولو ته چمتووالی نیسو څو اوربند ته چمتو شي. هڅه کوو چې د الله په کومک د کرمان د عملیاتو په څېر د دوی د عسکرو وینې وبهوو.
په فیلیپین او اندونیزیا کې مو له وروڼو [یعني داعشیانو] سره خبرې کړې، او له دوی سره زموږ تبادله شوي پیغامونه په ضمیمه ویډیو کې دي، تاسې یې وګورئ. که تاسې دوی ته زموږ په خوله کومه خبره، رایه یا مشوره ورکول مناسب بولئ، وروبه یې لېږو. پنځه زره ډالر مو فیلیپین ته ولېږل، او اندونیزیا ته به یې هم ولېږو. دوی مو د اقتصاد [یعني مالي کومکونو] پر کارونو ډېر زړور کړل، وبه ګورو چې څه کوي، خو په اقتصادي کار یې موافقه راسره کړې ده. د مشورې، پلان او پیسو په برخه کې چې هر څه زموږ په وس کې وي، ان شاءالله وروبه یې لېږو څو د اقتصاد په کارونو لاس پورې کړي.
او هغه بندي چې د مجاهدینو په لاس کې دی، بالغ دی؛ وبه ګورو چې په هکله یې کومې نتیجې ته رسېږو، تاسې سره به یې په هکله هره نوې خبره شریکه کړو، ان شاءالله.
موږ ته ستاسې له لوري ۴۵ زره ډالره راورسېدل، جزاکم الله خیرا.
په بنګال کې چې کوم زموږ وروڼه [داعشي ملاتړي] شته، غواړو په جهادي عملیاتو یې امتحان کړو چې دښمنان ووژني او وینې وبهوي، څو ورباندې مطمئن شو چې آیا زموږ وروڼه دي او که د دښمنانو له ډلې دي. که وروڼه وي، نو هغوی دښمنان وژني، رحم نه ورباندې کوي که څه هم په لومړي سر کې د شجاعت، اقدام کولو او امکاناتو له اړخه کمزوري وي؛ خو دښمنان یو بل نه وژني، یوازې داسې ډراماتیکه صحنه سازي کوي چې رسنیز پوښښ ونلري، خو هر عاقل ان شاءالله ورباندې پوهیږي.
موږ له دوی سره په اړیکه کې یو، او سره له دې چې له بنګال څخه نورو هیوادونو ته د تللو ستونزه نشته، خو بیا هم تراوسه یوه نفر هم زموږ لوري ته هجرت نه دی راکړی، تراوسه یې کوم نظامي کار هم نه دی کړی. وخت ورکوو چې هغه څه وکړي چې اسلامي دولت یې ترې غواړي.
الصدیق دفتر
قاري تمیم کردي

په پورته لیک کې خوارجو د ځینو داسې مواردو په ترسره کولو اعتراف کړی چې دوی یې د نورو جهادي ډلو د تکفیر لپاره د دلیل په حیث وړاندې کوي، همداراز د دوی لیکو ته د ورتلونکو کسانو په هکله د دوی سخته بې باوري هم له ورایه پکې ښکاري. په دې به وروسته وغږېږو، خو لومړی به د هغه بندي د موضوع تفصیل ذکر کړو چې قاري تمیم کردې خپلې رهبري شورا ته په ټینګار سره لیکلي چې ”بالغ“ دی.

المرصاد ته منابعو ویلي چې په دې لیک کې یاد شوی ”بالغ“ بندي په حقیقت کې یو ماشوم دی، چې عمر یې شاوخوا ۱۴ کلونو ته رسیږي. د دې ماشوم نوم جعفر خان دی، چې اصلًا د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي دي خو في الحال د پاکستان هيواد د بلوچستان د مرکزي ښار کویټې په شيخ مانده سيمه کې ژوند کوي.

سرچینې وايي، داعشي خوارجو نوموړی له خپلې سيمې څخه شاوخوا لس میاشتې وړاندې اختطاف کړ، او د ټلګرام د مستعارو ایډیانو په توسط یې د نوموړي له کورنۍ څخه (اويا کروړه) پاکستانۍ کلدارې وغوښتلې.

د المرصاد د سرچینو په خبره، د ماشوم کورنۍ د ناتوانۍ له امله تراوسه نه ده توانېدلې چې خوارجو ته اویا کروړه کلدارې (۷۰۰ میلیونه) ورکړي؛ او داعشیانو د دې لپاره چې پر کورنۍ باندې فشار راوړي د ماشوم پلار حاجي صلاح الدین يې کور ته نږدې له يو ورزشي کلپ څخه له وتلو وروسته شهيد کړی.

د المرصاد سرچینې وايي، د داعشي خوارجو د ډلې یوه غړي منلې چې جعفر خان داعشیانو اختطاف کړی او له خپلو مشرانو یې غوښتنه کړې چې ماشوم باید د بېګناه‌والي او د کورنۍ د ناتواني له امله خوشی شي.

المرصاد به پخپل وخت د داعش د مستعارې ټلګرام ایډي کاروونکي د مسجونو انځورونه او نور اړين مستندات چې نوموړی پکې د جعفر خان اختطاف ”د خلافت د مجاهدو وروڼو“ کار بولي، هم نشر ته وسپاري.

ظاهرًا داسې ښکاري چې دې اختطاف او د ماشوم د پلار قتل د داعشیانو ترمنځ غوغا راپورته کړې، تر دې چې رهبري شورا یې په هکله وضاحت طلب کړی دی.

سرچینې وايي، جعفر خان تراوسه لا بندي دی، او خوارج لا هم د نوموړي کورنۍ ته له مجازي شمېرو په واټساپ او ټلګرام زنګونه وهي او پیسې ترې غواړي.

د المرصاد سرچېنې زياتوي چې د کويټې د شيخ مانده سيمه د داعشيانو يو پخوانی مرکز دی او د يادې سيمې ډير داعشي مفسدین د داعش د حاکميت په وخت کې په ننګرهار کې وژل شوي دي.
سرچينې زياتوي چې داعش ډلې په تيرو دوه کلونو کې له يادې سيمې د جعفر خان په ګډون پنځه کسان نور هم اختطاف کړي دي چې له جملې يې د ډاکټر مصور ۱۳ کلن زوی له اختطاف وروسته په شهادت ورساو.

اختطاف د داعشیانو د خراسان څانګې لپاره د پیسو ترلاسه کولو تر ټولو اسانه لار ده، داعشي خوارج دا د خپلې اقتصادي تګلارې یوه برخه بولي، او د الصدیق دفتر په مکتوب کې د نورو هیوادونو داعشیانو ته د اقتصادي کارونو تشویق ورکول ښيي چې خراساني خوارج خپلې عملي تجربې هغوی ته هم ورانتقالوي.

د تجارانو او د هغوی د خپلوانو اختطافول او بیا یې د پیسو په بدل کې ازادول د خوارجو د اقتصاد ادارې کار دی. په ۱۴۴۳هـ ق کال کې د خوارجو د شام ولایت والي ټولو مسؤلینو ته خبر ورکړی و چې اقتصادي چارې بېرته فعالې کړې، پخپله یې مدیریت کړي او په بشپړ محرمیت سره دې دوام ورکړي. خوارج تر وروستي حده کوښښ کوي چې د دوی د اقتصاد ادارې له لوري ترسره شوي غیرشرعي اعمال – لکه اختطاف، سوداګر ګواښل او د پیسو لپاره برید ورباندې کول – پټ وساتي او هیڅکله یې مسؤلیت نه مني.

المرصاد درې کاله وړاندې، د ۲۰۲۳ز کال د جولای په ۲۳تمه، له سوداګرو د پیسو تروړلو لپاره د داعشي خوارجو رسمي لارښود ترلاسه کړی او خپور کړی و.

له پاکستان او ایران سره د اوربند هڅې:

په مکتوب کې په صراحت سره ویل شوي چې خوارج غواړي د بندیانو د خلاصون په بدل کې د ایران او پاکستان له حکومتونو سره، چې دوی یې مرتد بولي، هدنه (اوربند) وکړي. د داعشي خوارجو دا هڅې د دوی د منهج تزلزل او منافقت ښکاره کوي. دوی خپل هر کار ته د مصلحت رنګ ورکوي، خو همدا مصلحت که کومه بله جهادي ډله وکړي نو د دوی د کفر او ارتداد نسبت ورته کوي.

دا خبره هم د تأمل وړ ده چې داعشیانو د اوربند خبره او خپلې مطالبې د چا په خوله د ایراني او پاکستاني چارواکو تر غوږونو ور رسولې دي؟ حتمًا باید یو استخباراتي چېنل د ارتباط لپاره فعال وي، چې دوی د هغه په وسیله خپل مطالبات رسولي دي.

داعش به له ایران او پاکستان سره استخباراتي اوربند په اعلان شوي یا نااعلان شوې بڼه وکړي یا نه، خو دا اوس څرګنده شوې چې د دې خام فکرو منهج تل د دوی د نفس و هوا د خواهشاتو مطابق تغیر خوري.

په خپلو ملاتړو او غړو بې باوري:

د الصدیق دفتر په مکتوب کې په بنګله دېش کې د داعش د غړو یا ملاتړو په هکله شک څرګند شوی چې معلومه نه ده دوی به رښتیا هم مخلص وي او که به د دښمن افراد وي. پر خپلو افرادو او غړو د جاسوسۍ شک کول د خوارجو ترمنځ یوازې د مکتوب تر مخ پورې محدود نه دي؛ هر نوی کس چې خوارج یې جلبوي تر سخت رواني فشار لاندې ساتل کیږي او د جاسوس په سترګه ورته کتل کیږي او سربېره پر دې د استخدام له اوسني تکتيک څخه د خارجي استخباراتي سازمانونو پراخه نفوذ چې په داعش ډله کې يې لري او د داعش ډلې فعالیتونه پخپله ګټه وڅرخوي نشي ردیدلی.

که په لنډو ټکو ووایو، د الصدیق دفتر دا یو مکتوب په ډېر ښه ډول د داعشي خوارجو حقیقي څېره مسلمانانو ته روښانه کوي چې د دوی: منهج د خپل نفس و هوا تابع دی، هغه کار چې بل پرې ارتداد ته رسوي ځان ته روا مصلحت بولي؛ خپله ډله د بې ګناه مسلمانانو د اختطاف په پیسو تمویلوي؛ او رهبري یې له یو څو مرکزي کسانو پرته حتی پر خپلو نږدې ملګرو او مسؤلینو هم باور نه لري.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

د امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی فرامین؛ د ټولنې د لارښوونې او اصلاح څراغونه! دویمه برخه

ورته مقالې

افغانستان

عاجل!

اپریل 3, 2023
سلطان عزیز عزام د خوارجو د داخلي اختلافاتو قرباني شو
خبرونه

سلطان عزیز عزام د خوارجو د داخلي اختلافاتو قرباني شو

دسمبر 20, 2025
پاکستان کې د داعشیانو لخوا په نښه کېدونکو کسانو لیستونه ترلاسه شوي!
خبرونه

پاکستان کې د داعشیانو لخوا په نښه کېدونکو کسانو لیستونه ترلاسه شوي!

اکتوبر 8, 2024
د پاکستان پوځي رژيم خیبر پښتونخوا کې اضطراري وضعیت او ګورنر راج اعلان کړ
خبرونه

د پاکستان پوځي رژيم خیبر پښتونخوا کې اضطراري وضعیت او ګورنر راج اعلان کړ

اکتوبر 11, 2026
خبرونه

طالبانو په ننګرهار کې د داعش ډله په بشپړه توګه لمنځه یووړل

دسمبر 20, 2022
خبرونه

د خپل ماموریت په دوام، داعشیانو غربي افریقا کې پر القاعده برید کړی

نوومبر 4, 2023

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

جون 22, 2026
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
د پاکستان تر تسلط لاندې سیمه کې نیول شوی داعشی اوغور بهادر څوک دی؟

د پاکستان تر تسلط لاندې سیمه کې نیول شوی داعشی اوغور بهادر څوک دی؟

اکتوبر 31, 2026
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
د الصدیق دفتر د راپور تحلیل

د الصدیق دفتر د راپور تحلیل

نوومبر 26, 2026
د امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی فرامین؛ د ټولنې د لارښوونې او اصلاح څراغونه! دویمه برخه

د امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی فرامین؛ د ټولنې د لارښوونې او اصلاح څراغونه! دویمه برخه

نوومبر 26, 2026
د اسلام په تاریخ کې منحرف خوځښتونه او فرقې! څلورمه برخه

د اسلام په تاریخ کې منحرف خوځښتونه او فرقې! څلورمه برخه

نوومبر 26, 2026
اسلامي حکومت!

اسلامي حکومت!

نوومبر 25, 2026

Popular Stories

  • د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د پاکستان تر تسلط لاندې سیمه کې نیول شوی داعشی اوغور بهادر څوک دی؟

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.