بسم الله الرحمن الرحيم
سريزه :
الْحَمْدُ لِلّٰهِ خَالِقِ الْكَوْنِ وَالْخَلِيقَةِ، وَجَاعِلِ آدَمَ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً، وَعَلَّمَهُ أَسْمَاءَ الْأَشْيَاءِ لِحَيَاةٍ شَرِيفَةٍ، وَالصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ عَلَى صَاحِبِ الشَّفَاعَةِ وَالدَّرَجَةِ الرَّفِيعَةِ، بَذَلَ قُصَارَى جُهْدِهِ فِي حِمَايَةِ النِّظَامِ الْإِسْلَامِيِّ وَمَعْقِلِهِ الْمَدِينَةِ، وَعَلَى آلِهِ وَأَصْحَابِهِ ذَوِي الْهِمَمِ الْعَالِيَةِ وَالْعَزِيمَةِ، وَبَعْد :
قال الله تبارک و تعالی : وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ. الایة
و قال رسول الله صلی الله علیم وسلم : مَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً. الحدیث
صدق الله العظيم و صدق رسوله النبی الکريم.
د يوې واکمنې مرجع فرمان له بيلابيلو زاويو څخه ځانګړی اهميت او ارزښت لري، يوه مهمه زاويه د فرمان عقيدوي، فکري او اخلاقي بنسټ، پوهه، درک او لومړيتوبونه دي، او بله مهمه زاويه يې په ټولنه او نظام کې د فرامينو د تطبيق اغيزې دي، شرعي امامت او امارت چې يو ورک خو سپڅلی واقعيت دی هر مسلمان ته لازمه ده چې په اړه يې ژوره پوهه ولري، اسلامي امارت چې له پيړيو وروسته د اسلامي جغرافيې په يوه تاريخي ټوټه کې د شرعي امامت او امارت يوه رښتينې احياء شوې نمونه ده د درانه او قدر وړ زعامت فرامين يې ځانګړی اهميت او ارزښت لري، د دې فرامينو په شالید، بنسټونو، محتوا او اغیزو له پوهې سره د شرعي امامت يا امارت په اړه ښه ژوره عملي پوهه رامنځته کيږي، خو دې هدف ته يوازې د فرامينو د متونو له لوستلو څخه نه رسيږو، بايد د متن د هرې کلمې، جملې او بند په اصلي معنی، دلالت او پيغام پوه شو او تر شا يې موجود فکر، عقيده او اخلاقي معيارونه او هغه درک او بصيرت وپيژنو چې دا فرامين يې په برکت ترتيب او تدوين شوي دي، همدغه راز د هغه اغيزو په اړه هم بايد کره او دقيق معلومات ولرو چې په ټولنه او نظام کې د فرامينو له تطبيق څخه رامنځته شوې دي.
د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د فرامينو د اغيز د علمي تحقيق په اړه د ميدان وردګو ولايت د پوهنتون له لوري ترسره شوی ابتکار او د لوړو زده کړو د وزارت د محترمې رهبرۍ له لوري د دې پرتمين علمي کنفرانس تدوير واقعاً د زياتې ستاينې وړ اقدام دی، جزاکم الله خيرالجزاء، موږ کولای شو د داسې ابتکارونو له لارې په اساسي توګه د شرعي امارت او امامت د بنسټونو په اړه واقعي شرعي تصور تر موجودو او راتلونکو نسلونو پورې ورسوو، تاريخ او فکري استعمار هغه جبر ته پرينږدو چې تل يې د سپيڅلو مبارزو، جهادونو او شرعي امامت او امارت په برخه کې واقعيتونه تحريف کړي دي.
هوکې؛ زما علمي سويه تر دې کچې نه ده چې د يو محقق په څېر د فرامينو او د فرامينو د اغيزو په اړه د تحقيقي ميتودونو له مخې کومه مقاله وليکم، ولې کله چې له دې ستر ابتکار څخه آګاه شوم؛ د زړه له تله پرې خوشحال شوم او اراده مې وکړه تر څو د دې ابتکار د تقدير په پار؛ شرعي امامت، امارت، د افغانستان د طالبانو اسلامي تحريک ته د يو ممتاز حرکت، د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی شخصيت، فرامينو او د فرامينو اغيزو ته يوه لنډه معلوماتي کتنه د يوې ليکنې په بڼه ولرم، الله تعالی د وکړي چې په دې ليکنه زه مأجور او د دې کنفرانس ټول برخوال خوښ او خوشحاله شي.
شرعي امامت او امارت یو ورک خو سپيڅلی واقعيت
د ځمکې پر مخ د شرعي امامت او امارت اقامه او استحکام يو الهي امر، ديني وجيبه او د سالم عقل غوښتنه ده، د شرعي امامت او امارت له اقامې او استحکام پرته نه دين عملي کيږي، نه عدل راځي، نه امنيت او نه د دنيا نيکمرغي لاسته راځي او نه انسان په خپل انساني فطرت پاتې کيږي، دا الهي امر مخکينيو امتونو او ځينو انبياوو عليم السلام ته هم متوجه و، الله تعالی فرمايي :
﴿وَإِذِ ابْتَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ ۖ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا﴾ [البقرة: ۱۲۴]
ژباړه: او کله چې ابراهیم علیه السلام خپل رب په ځینو حکمونو وازمایه او هغه یې پوره کړل، الله تعالی ورته وفرمایل: زه تا د خلکو لپاره امام ټاکم.
همدا رنګه بل ځای فرمايي :
﴿يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُم بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَىٰ﴾ [ص: ۲۶]
ژباړه: اې داووده( علیه السلام)! موږ ته په ځمکه کې خلیفه وګرځولې، نو د خلکو ترمنځ په حقه پرېکړې کوه او د نفس د غوښتنې پیروي مه کوه.
له کوم وخت څخه چې انسانيت شرعي امامت او امارت له لاسه ورکړی دی؛ په فردي او ټولنيز ډول له ډيرو ارزښتونو څخه محروم شوی دی :
– د الاهي لارښوونو پياوړې سرچينه او د عدالت او اخلاقي رهبرۍ ځواک يې له لاسه ورکړ.
– د اخلاقي پرمختګ ځای مادي پرمختګ ونيو.
– د انسان د حقيقي سعادت پر ځای مادي ګټې د ژوند محور وګرځيدې.
– استعمار، استبداد او د زورواکو واکمني پياوړې شوه.
– علم او صنعت پرمختګ وکړ، يا مادي پرمختګ راغی خو په اخلاقي لحاظ انسان وروسته پاتې شو.
– انسان ځينې داسې نظريو او کړنو ته مخه کړه چې له انساني فطرت سره هيڅ اړخ نه لګوي.
او دې ته ورته نور….
او که دا حالت دوام وکړي انسانيت به د شرقي او غربي باطلو افکارو د هغه شرايطو او امکاناتو له امله چې تر رنګينو نومونو لاندې يې رامنځته کړي دي؛ د بشپړې بربادۍ کندې ته ټيل وهل شي او همدا اوس موږ په نړۍ کې د ياد حقيقت د نښو نښانو شاهدان يو، سره له دې چې د امامت او امارت په اړه شرعي نصوص څرګندې لارښوونې لري او نظریاتي، فکري او فقهي بنسټونه يې هم موجود دي، ولې انسانیت يې له ډېرې مودې راهیسې د بشپړ او دوامدار عملي موجودیت یوه بېلګه نه ده مشاهده کړې.
د اسلامي خلافت د دنګ منار له نړيدو وروسته ډيرو دعوتي، اصلاحي، سياسي او جهادي حرکتونو د ياد ورک خو سپېڅلي واقعیت د احياء لپاره مبارزه ترسره کړه او ترسره کوي يې، متأسفانه د ځينو يې نهجونه د افراط او تفريط ښکار شول او ځينې يې د نورو عواملو له وجهې هدف ته ونه رسيدل، د دې حرکتونو په ټول کې يواځينی حرکت د افغانستان د طالبانو اسلامي تحريک و چې د خپل نهج په برکت يې دوه ځله د ځمکې پر مخ تمکين ترلاسه او د شرعي امامت او امارت د احياء فرصت يې پيدا کړ او اسلامي امارت يې قايم کړ، دا نهج چې توحيد، د سلف صالحينو شرعي تقليد، دعوت، د ديني علومو وده او د دين په اړه د حقيقي پوهاوي رامنځته کول، د پرديو د فرهنګ له تقليد پرته له ساينسي پرمختياوو استفاده، د نبوي منهج له مخې سياست، جهاد او په نبوي منهج د شرعي امامت او امارت احياء يې له اساسي غوښتنو څخه دي؛ واقعاً يو بريالی نهج و.
همدغه راز د راسخو ديني علماء کرامو قيادت او په دين له پوهو او صالحو ځوانانو څخه د لښکر جوړښت د افغانستان د طالبانو د اسلامي تحريک يوه بله ځانګړنه وه چې دا تحريک او بيا وروسته يې په هڅو اسلامي امارت له عدول، انحراف، فساد او فتنو څخه وساتل شو، الله تعالی فرمايي :
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ
ژباړه:الله تعالی له هغو کسانو سره چې له تاسو څخه یې ایمان راوړی او نېک عملونه یې کړي دي، وعده کړې چې هغوی به په ځمکه کې خامخا ځایناستي وګرځوي.
اصلاً دا حرکت په افغانستان کې د ديني علمي او صالح قشر د لسيزو او پيړيو هغه مبارزو وروستی منظم شکل و چې د شرعي امامت او امارت د احياء لپاره ترسره کيدلې، سره له دې چې په تاريخ کې د يادو مبارزو د زرينو کرښو د کښلو په برخه کې ډير غفلت شوی دی او موجود تاريخ په ډير جبر دا کرښې يا پټې کړې او يا يې تحريف کړې دي، خو بيا هم د هغه لږ تاريخي معلوماتو له مخې چې شيندلي موجود دي موږ پوهيږو چې مرحوم ملا مشک عالم، شهید ملا عبدالکریم ، شهید ملا محمد سرور، ،شهیدملا امیر محمد خان، شهید ملا عبدالرحیم خان، شهید ملا عبدالاحدخان پوپلزی، ملا عبدالغفورخان، د چکنور ملا صاحب، د کجورۍ ملا صاحب، شهيد ملا عبدالله او شهيد ملا عبدالرشيد څوک وو؟! د پرنګي استعمار او طواغيتو پر خلاف په سپيڅلو مبارزو او جهادونو کې د دوی نقش څه و؟ او موږ د نورو ټولو هغه غازيانو په کارنامو هم وياړ کوو چې د دوی تر څنګ يا د دوی په لارښوونه يې په يادو غزاوو او مبارزو کې برخه درلوده، همدغه راز موږ پوهيږو چې د کمونستانو او سرو لښکرو پر خلاف اولس د چا په غږ او فتوا راپورته شو، جهاد یې وکړ، کمونستان او سرې لښکرې يې ماتې کړې ؟!، موږ پوهیږو چې مرحوم مولوي یونس خالص، مرحوم مولوي محمد نبي محمدي، مرحوم مولوي جلال الدین حقاني، شهید مولوي نصرالله منصور، مرحوم مولوي رفیع الله مؤذن، دقندهار حافظ عبدالکریم، شهید لالا ملنګ، ملا نیک محمد، د هلمند ملا محمد نسیم اخندزاده او مولوي باز محمد، د ارزګان شهيد ملا شفيق او ملا مشر، د پکتیکا مولوي عبدالرحیم صاحبزاده، د پکتيا او خوست شهيد ملا بزرګ او قاضي عبدالله ګل، د لوګر ملا خوشحال، د میدان وردګو د یوسف خیلو اخندزاده صاحب او د جلريز آخندزاده صاحب، د غزني شهید مولوي نیک محمد او شهید قاري عبدالله، د کابل شهید مولوي شفیع الله او شهيد مولوي تره خيل، د پروان شهید مولوي عبدالصبور اخندزاده، د تګاب مولوي عبدالظاهر، د زابل شهید ملا موسی کلیم، د فراه مولوي سیف الله دانشمند، د غور شهید علامه محمد صاحب، د هرات د اوبې مولوي اغاصاحب او مولوي جلیل الله مولوي زاده، د بادغیس مولوي عبدالحکیم، د فاریاب مولوي عبدالسلام مغل، د سرپل مولوي عبدالجلیل، د جوزجان مولوي مرادي، د بلخ مولوي عبدالجبار، د سمنګانو مولوي عبدالواسع او شیخ الحدیث قاري حبیب الله، د بغلان مولوي محمد قل او مولوي عبدالحی مغل، د کندز ملا ملهم حلیمي او مولوي باريداد، د تخار مولوي عبدالوهاب، د بدخشان مولوي عبدالحکیم او مولوي عبدالرحمن، د کنړ شهيد مولوي حبيب الله، د نرنګ ملا عبدالله مشهور په ملا عبدل، د غازي آباد مولوي بلال، د نورستان مولوي فقيرالله، د ننګرهار شهيد ملا کندهاری او مولوي سلطان عزيز، د لغمان شهيد مولوي عبدالرحيم حنفي، رحمهم الله، تقبلهم الله، څوک وو؟ او د سرو لښکرو په خلاف په سپیڅلي جهاد کې یې څه نقش وو؟ او په څه ډول پخپل مسیر ثابت پاتې شول؟ موږ په ټولو هغو نورو سترو مجاهدینو او غازیانو هم افتخار کوو چې د سرو لښکرو پر خلاف یې سپیڅلی جهاد ترسره کړ، د یادو علماء کرامو په څېر یې خپل جهاد وساته او تر پایه په حق مستقيم پاتې شول. موږ په دې هم پوهیږو چې چا د سرو لښکرو خلاف په جهاد کې اسلامي اخوت وساته او چا تحزب او خپلمنځي جنګونو ته مخه کړه؟ چا د ياد سپيڅلي جهاد هغه ارمانونه چې ګرد امت يې پوره کيدو ته سترګې پر لاره و له خاورو سره برابر کړل؟ او چا يې بيا د احياء لپاره مبارزه او جهاد وکړ؟
اصلاً دا حرکت د هغه خدماتو برکت و چې په ديني او علمي برخه کې زموږ د کابل، بلخ، بست، فارياب، هرات، سجستان ( اوسنی زرنج ) او غزني علمي مراکزو له لارې ترسره شوي وو او دا د هغه سترو مفسرينو، محدثينو، مجتهدينو او فنون پوهانو ( امام ابو حنيفه رحمه الله، په مستقيمه او بالواسطه توګه د احادیثو د شپږو امامانو استاد امام قتیبة بن سعید بغلاني رحمه الله، امام نافع کابلي، امام مکحول، ملا علي قاري، علامه خطابي بستي ، يوسف فاريابي، خواجه عبدالله انصاري، مولانا جلال الدين بلخي، مولانا عبدالرحمن جامي، سنايي غزنوي رحمت الله تعالی علیهم اجمعين ) د خدماتو برکت و چې ګرد امت يې د هڅو په عظمت اعتراف لري، اصلاً دا حرکت په اعتدال د ولاړو هغه فکري مکتبونو ( ماوراء النهر او ديوبند ) د شرعي ليدلورو برکت و چې تل يې امت ته د اعتدال پيغام درلود او لري يې.
د افغانستان د طالبانو اسلامي تحريک د اسلامي امارت په رامنځته کولو د شرعي امامت او امارت د ورک خو سپيڅلي واقعيت د احياء په برخه کې خپل ستر شرعي مسؤليت ترسره او ستر تاريخي اقدام يې وکړ او په دې برخه کې د اسلامي امارت د ټولو زعامتونو ليدلوري، سياستونه، هڅې او شاهکارۍ د ډيرې ستاينې وړ دي او ډير څه بايد پرې وليکل شي او په زرينو کرښو د تاريخ په پاڼو کې ثبت شي.
خو وخت او د دې پرتمين کنفرانس د تدوير موضوع ته په کتو غواړم د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله تعالی ليدلوري، سياستونو، هڅو او شاهکاريو ته لنډه کتنه وکړم :
د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی شخصيت او شاهکارۍ :
عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی ستر ديني علمي شخصيت، د سرو لښکرو، فساد او صليبي اشغالګرو پر خلاف د مبارزې او جهاد د دريو تاريخي دورو عملي برخوال او د بيلابيلو مسؤليتونو درلودونکی و چې د مرحوم عاليقدر اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له وفات وروسته د امامت د نیابت تر عهدې پورې ورسيد، بالآخره د اهل حل و عقد د شورا له لوري په يو اتفاق د شهيد اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله له شهادت څخه وروسته د امامت ستر امانت ورته وسپارل شو.
د فتنو له منځه وړل، د نبوي شرعي منهج په اساس د سپيڅلي جهاد تر څنګ د سياسي دفتر په تقويې د سياسي فعاليتونو ګړندي کول، د اسلامي شريعت د اصولو له مخې د اشغال د خاتمې په موخه له مکارو اشغالګرو سره د پيچلو او خطرناکو مذاکراتو په بريالۍ توګه مديريت او د بريا تر پړاوه يې رسول، د اشغال په لاس د کينول شوي فاسد نظام پر وړاندې قاطعانه دريځ او د اشغال په وروستيو شيبو کې يې نسکورول او په منظمه او بريالۍ توګه د مبينې فتحې د بهير مديريت، د عمومي عفوې په اعلان سره د اخوت د فضا رامنځته کول او د خطرناک غچ اخيستونکي حالت مخنيوی د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ديني ژورې پوهې، قاطعيت، سياسي بصيرت او قوي مديريت روښانه بيلګې او سترې شاهکارۍ دي، همدغه راز د مخدره موادو د کښت، پېر، پلور او قاچاق مخنیوی، د معتادينو راټولونه او درملنه، واقعي محتاجو ماشومانو او لويانو سوالګرو ته په کور د معاش ورکړه او ماشومانو ته د تعليم د زمينې برابرول، د څلور ميليونه جريبه په شاوخوا کې د غصبي ځمکو استرداد، د ښځو د تروړل شوو حقوقو اعاده، په ټولنه کې د ملا ماتوونکو، ناسمو او غير شرعي رواجونو مخنیوی، په ټولنه کې د مشهورو منفورو خلکو له حکومتي ليکو څخه ايستل، له عقيدوي، فکري او فرهنګي پلوه د تعليمي نصابونو اصلاح، د معروف اقامه او د منکراتو مخنیوی، له داخلي امکاناتو څخه په استفادې پولي ثبات، کلنۍ اقتصادي وده او د بيا رغونې سترې پروژې، په امنيتي ستراتيژۍ کې د ناحقه نيونو، تعذيب، اعدامونو او ظلم خاتمه، د نړۍ په شخړو کې د افغانستان بې طرفه ساتل د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی له نورو لاسته راوړنو او کارنامو څخه دي.
﴿يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ ۚ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا﴾ [البقرة: ۲۶۹]
ژباړه: الله تعالی چې چا ته وغواړي حکمت ورپه برخه کوي او چا ته چې حکمت ورکړل شو؛ نو په حقيقت کې هغه ته ډير لوی خير ورکړل شو.
د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی فرامين او ستر اغيز یا تأثیر يې :
د اسلامي امارت له حاکميت وروسته د اسلامي شرعي نظام په اړه د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی ملفوظات، هدايات، احکام او په بيلابيلو برخو کې سياستونه او کړنلارې او صادر شوي فرامين چې د درنښت په پار يې د دې پرتمين کانفرانس ابتکار شوی دی د شرعي امامت او امارت په اړه يو واقعي اسلامي شرعي تصور وړاندې کوي او همدا يې تر ټولو ستر اغيز دی؛ داسې تصور چې د پرديو افکارو او نظريو له تاثير څخه پاک دی، دا تصور د شرعي نظام د ساختار، د شرعي امام د رښتيني مقام، په شرعي نظام کې د تفويضي او تنفيذي مسؤلينو د جايګاه او وجايبو، د شرعي نظام د عمومي مکلفيتونو، د رعيت د حقوقو، د حکم بما أنزل الله د تطبيق، د امت د مهمو قضاياوو په اړه د دريځ، د نظام د مسلمان محوريت، د نظام د انسان محوريت او د نړۍ له نوي نظم سره د شرعي حدودو په رڼا کې د تعامل په برخه کې يو جامع دستور دی. سربيره پر دې په سياسي، اقتصادي، دفاعي، امنيتي او اجتماعي مجالونو کې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی فرامين د يو واقعي شرعي نظام د سياستونو او تګلارو غوره بنسټونه او د دې دستور مهم اجزاء دي.
د شرعي نظام دا تصور او له فرامينو څخه افاده کيدونکی دا دستور د اسلام د مبين دين له سپيڅلو لارښوونو څخه اخيستل شوی دی، هغه دين چې د انسانانو تر منځ اړيکې د خالق د لارښوونو له مخې تنظيموي او هغه عقل ته يې نه پريږدي چې احتواء يې د انسان د نورو حواسو په څېر محدوده ده او د کايناتو د ستر نظام د خلقت، وجود، دوام او فناء په اړه رښتينې پوهې ته نشي رسيدای، دا دستور د انسان د خلقت اصلي مقصود تعقيبوي، په کايناتو کې انسان ته خپل مقام ورپه ګوته کوي، د انسان د دوه طبقو ( ذکورو او اناثو ) وظايف تقسيموي او په انساني ټولنه کې د فرد او ټولنې په یو بل باندې حقوق او د يو بل وجايب بيانوي، د انسان ژوند پکې له هر څه زيات ارزښت لري او نا حقه له منځه وړل يې ستر جرم ګڼي، د خلکو د سر، مال او عزت ساتنه يې له اساسي فرايضو څخه ده، له والدينو سره ښه سلوک، صله رحمي، د اسلامي اخوت پالنه، د يتيمانو، مسکينانو او فقيرانو لاسنيوی، د کسب و کار له لارې د حلالې روزۍ لاسته راوړل، د خلکو تر منځ او د خلکو او حکومت تر منځ د سرمايې متوازن ويش او د ناروا او انحصاري لارو څخه د سرمايې د لاسته راوړلو حرمت، د خلکو د عقايدو، افکارو، اخلاقو او اعمالو اصلاح او د حلت، حرمت، اصلاح او ضرر په نظر کې نيولو سره يې تنظيم، په سوله او جنګ کې اعتدال د دې دستور له نورو احکامو څخه دي، دا مبارک فرامين د حق د اظهار حق خوندي ساتي، د اهليت له مخې په انتظامي چارو کې مشوره لازمي ګرځوي او د مسؤلينو د نظارت او له مسؤلینو سره د محاسبې او تفتيش ځانګړي معياري چوکاټونه ( ميکانيزمونه ) لري، په استخدام کې اهليت لازمي بولي، د بيت المال د ساتنې، د ضرورت په کچه د بيت المال د مصرف او د غصب شوي بيت المال د استرداد لپاره ځانګړي قوانين او اغيزمنې تګلارې لري.
په پای کې په لنډه توګه بايد ووايو چې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د فرامينو د اغيزو په اړه د علمي تحقيقاتو ابتکار ډير د قدر او ستاينې وړ ابتکار دی او تر ټولو لوی اغيز يې په مسلمانانو کې د شرعي نظام په اړه د سوچه اسلامي تصور رامنځته کول دي؛ داسې تصور چې د هر ډول افراط، تفريط او فکري استعمار له اغيزو څخه پاک دی، موږ په دې اړه د لوړو زدکړو وزارت رهبرۍ او د ميدان وردګو ولايت د پوهنتون مسؤلينو، استادانو او ټولو هغه کسانو ته چې په دې ستر ابتکار او د دې کنفرانس په تدوير کې يې همکاري کړې ده؛ مبارکي وايو او له الله جل جلاله څخه ورته د دنيا او آخرت سعادت او کاميابي غواړو، جزاهم الله خيرالجزاء.
له اوريدلو او حوصلې څخه مو مننه
اللهم أرنا الحق حقاً وارزقنا اتباعه، وأرنا الباطل باطلاً وارزقنا اجتنابه.
په درنښت
ستاسو ورور : ملا تاجمیر جواد








































