باخبره سرچینو المرصاد ته د خیبر پښتونخوا حکومت بدلولو لپاره د پاکستان د پوځي رژيم د پلان په هکله معلومات ورکړي دي.
سرچینې وايي، د پاکستان فدرال حکومت، چې واګې یې په بشپړ ډول د پوځ په لاس کې دي، غواړي د خیبر پښتونخوا له ایالتي حکومت څخه صلاحیت واخلي او دې هدف ته د رسېدو لپاره یې پر تدریجي پلانونو عملًا کار پيل کړی دی.
د سرچینو په وینا، پاکستانی رژيم په لومړي قدم کې غواړي په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت د پېچلو بریدونو په ترسره کېدو سره تر اندازې زیات ترینګلی کړي، بیا د ایالتي حکومت پر ضعف باندې په استناد سره اضطراري وضعیت (ایمرجنسي) اعلان کړي، او په پای کې له ایالتي حکومت څخه عملیاتي صلاحیتونه سلب او پوځ ته انتقال کړي. د پاکستان د پوځي رژیم وروستی هدف دا دی چې د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت سرپرست یو برحال یا متقاعد نظامي جنرال وټاکي.
د المرصاد دا سرچینې په پاکستان کې د دننه بانفوذو اشخاصو له قوله زیاتوي چې د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو د فدرال وزیر او د کورنیو چارو لپاره د دولت د وزیر د دوشنبې ورځې مشترک خبري کنفرانس هم د هغه پلان برخه ده چې هدف یې په تدریج سره د خیبر پښتونخوا د حکومت پر ضد د خلکو اذهان منفي لوري ته سوق کول دي. په یاد خبري کنفرانس کې د دواړو وزیرانو ویناوو ته په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان د پوځ، اطلاعاتو وزارت او د آی ایس آی د رسنیو څانګې سره تړلو اکاونټونو پراخ انعکاس ورکړ.
سرچینو څرګنده کړې چې پاکستاني پوځ او فدرال حکومت په ګډه د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت پر ضد د ذهنیت آماده کولو لپاره یو شمېر هغو خلکو ته هم امکانات برابر کړي چې په مطرحو ګوندونو کې دي او ظاهرًا خیبر پښتونخوا ته منسوبیږي.
د یادونې وړ ده، د خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستان د مخکني لومړي وزیر عمران خان ګوند، تحریک انصاف، واکمن دی او د خپلواکو سیاستونو او دریځونو له امله پوځي رژيم ته په سرخوږي بدل شوی دی.











































