داعش، د پرځېدلي جمهوریت تښتېدلي او د پاکستان پوځي رژیم هغه نومونه دي چې اساس یې په شرارت، له مسلمانانو سره په دښمنۍ او د کفري نړۍ موخو ته د رسېدو په خاطر ایښودل شوی.
هر هغه څوک چې د مسلمانانو په متفقه او برحق امیر باندې خروج وکړي او له اطاعت څخه یې انکار وکړي، هغه خارجي بلل کېږي؛ هغه که د صحابه کرامو په وخت کې د خلفاء راشدینو په مقابل کې راوتلي وي، یا د تابعینو او له هغوی وروسته نورو امیرانو په مقابل کې راوتلي وي او یا راوځي. (د شیطان لښکر، ۲۸ص).
خوارج له پیدایښت څخه تر اوسه پورې د اسلام، اسلامي نظام، اسلامي شعایرو، آن د رسول صلی الله علیه وسلم او تر اوسه د مسلمانانو د ټولو امیرانو په مقابل کې ګوستاخ او دښمنان پاتې شوي دي. دوی د اسلام په تاریخ کې لومړنۍ بدعتي او ګمراه ډله ده چې راڅرګنده شوه. د خارجي سوچ او فکر وجود د رسول الله رسول صلی الله علیه وسلم په زمانه کې مخې ته راغلی و، ذوالخویصرة التمیمي یا حرقوص بن زهیر السعدي، د روایتونو په اختلاف سره، لومړی خارجي و چې د رسول الله رسول صلی الله علیه وسلم په مخ کې یې ګستاخي وکړه. (د شیطان لښکر، ۲۰ـ۲۱ص).
داعش د خپل افراطي فکر او تاوتریخوالي له امله د مسلمانانو په منځ کې د پراخو وژنو او وېرې سبب شوی دی. د دوی بریدونو ډېری وخت ملکي وګړي، جوماتونه او عامه ځایونه هم اغېزمن کړي دي؛ د دوی کړنې د اسلام د نوم په کارولو سره ترسره کېږي، خو د دوی تګلاره او اعمال په بشپړه توګه له اسلام سره په ټکر کې دي.
دا چې دغه شریره ډله (داعش) خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي، نو همدغه پاکستان یې غوره کړی؛ د پاکستان فوځي رژیم، د کفري دسیسو پلي کوونکی، خپلو ګټو ته د رسېدو په موخه له هر څه تېرېدلای شي. دوی همیشه د نورو لپاره په افغانستان کې کړکېچ، بېامني، ظلم او وحشت ته لمن وهلې؛ هر وخت چې افغانستان اشغال شوی، دوی له اشغالګرو د افغانستان په سر باج اخیستی، هوايي او ځمکنۍ همکاري یې ورسره کړې او تش د مسلمان د نامه څخه په استفاده یې د دروغو همکارۍ دعوه کړې او د افغانانو په سترګو کې یې خاورې شیندلې دي.
بله خبره دا چې فوځي رژیم د خپلې بقا واګې له لاسه ورکړې دي، دوی پر خپلو خلکو د ظلمونو کړۍ دومره ټینګه کړې چې آن هر فرد یې نور دې ته اړ دی چې په مقابل کې یې هره کړنه ترسره کړي. د فوځي رژیم پر وړاندې په کور دننه پراخ مخالفتونه راپورته شوي، بېلابېلې ډلې، اپوزیسیونونه، TTP او بلوچ ازادي غوښتونکي د دوی پر وړاندې لوی سرخوږی جوړ شوي دي. دوی له دې چارې څخه د خلاصون په موخه افغانستان هدف ګرځوي، ځینې وخت د افغانستان فضا نقض کوي، فرضي کرښي ته نږدې سیمو ته توپونه غورځوي او یا شریرو ډلو ته زمینه برابروي، تر څو یې افغانستان ته داخل کړي.
دوی دا کار په دې موخه ترسره کوي، تر څو د خپلو خلکو ذهنیت د خپل کمزوري حکومت په اړه بدل کړي، پر داخلي ستونزو پرده واچوي، خلک له اساسي مشکلاتو ناخبره وساتي او هغه غوښتنې چې خپل خلک یې ورڅخه لري، لرې وساتي.
پوځي رژیم یو بل پواینټ هم انتخاب کړی او د تبلیغ په توګه ترې استفاده کوي، هغه دا چې دوی افغانستان د هند د لاس اله بولي او په دې سره خپلو خلکو ته دا ښيي چې ګواکې افغانستان د هند او TTP موخو ته د رسېدو لپاره په پاکستان کې لاسوهنه کوي او په دې سره خپل خلک احساساتي کوي، چې په حقیقت کې دا هر څه له امکان لرې خبرې دي.
د دې ترڅنګ د پخواني جمهوریت يو شمير پاتې شریر عناصر هم دي، چې د افغانستان له اوسني وضعیت سره د مخالفت په موخه د داعش او د پاکستان فوځي رژیم سره په یوه ګډه شبکه کې کار کوي؛ له همدې امله، د «شریر مثلث» د تحلیل تر ټولو مهم ټکی دا دی چې که د بېلابېلو ډلو موخې، تبلیغاتي دریځونه یا سیمهییزې ګټې په یوه نقطه کې سره نږدې کېږي، دا په خپله د هغوی ترمنځ د مستقیمې همکارۍ قطعي ثبوت دی.
د تښتېدلي جمهوریت پاتې عناصر د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د هغه نظام ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي، سیاسي څېرې، امنیتي منسوبین او نور کارکوونکي له افغانستان څخه ووتل او په بېلابېلو هېوادونو، تر څنګ یې په پاکستان کې هم مېشت شول.
له سقوط وروسته د پخواني جمهوریت ځینو سیاسي څېرو د نوي وضعیت پر وړاندې سیاسي مخالفت ته دوام ورکړ او پاکستان هم د خپل شوم هدف له مخې له دې موقعې څخه په استفادې د همدغو شریرو عناصرو انسجام ته مخه کړه، کمپونه یې ورته جوړ کړل، په نظامي او تبلیغاتي برخه کې د استفادې لپاره یې وروزل، فرضي کرښې ته نږدې پاټکونه او حتی پوستې ورته جوړې کړې او بالاخره دا دی اوس یې عملاً د افغانستان په مقابل کې استفاده کوي.
په لنډه توګه ویلای شو چې فوځي رژیم له دې ټولو اړخونو څخه په استفادې د خپلې بقا د ساتلو په موخه د هر ډول شریرو عناصرو شتون ته هرکلی وايي، نړۍ ته ځان د ترهګرۍ قرباني معرفي کوي، پر همدې نامه له نړیوالو پیسې او باج اخلي؛ خو اصل کې ترهګر، د ترهګرو روزونکي او د ترهګرو حامیان همدا فوځي رژیم دی.









































