افغانستان هغه خاوره ده چې تاریخ یې له یرغلګرو پر وړاندې د مبارزې او مقاومت له تلپاتې حماسو سره تړلی دی؛ داسې خاوره چې د تاریخ په هېڅ پړاو کې یې د زور، جبر او پردي تسلط پر وړاندې سر نه دی ټیټ کړی. برتانوي استعمار په خپل ټول پوځي ځواک پر دې خاوره یرغل وکړ، خو په درېیو پرلهپسې جګړو کې له ماتې سره مخ شو.
د شوروي اتحاد د اشغال پر مهال هم افغان ولس په خپل ملي یووالي او غیرت سره سره پوځ شاتګ ته اړ کړ، او نږدې دوه لسیزې وروسته متحده ایالات او متحدین یې هم د یوې اوږدې او بېپایلې جګړې په پایله کې له افغانستانه وتلو ته اړ شول. د تاریخ دغو پرلهپسې پړاوونو وښودله چې د افغان ولس اراده د هېڅ بهرني ځواک په زور نه شي ماتېدای. خو نن د افغانستان د امنیت په تاریخ کې یو نوی پړاو پیلېدلی دی؛ داسې پړاو چې په ترڅ کې یې د هېواد استخباراتي او امنیتي ځواکونه له یوازې دفاعي او غبرګوني دریځه راوتلي او د فعال، پرېکنده او مخنیوی کوونکي امنیتي دریځ پر لور یې مخه کړې ده.
د افغانستان په امنیتي تګلاره کې دا بدلون د هغو مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو پر وړاندې طبیعي غبرګون دی چې د ځینو ګاونډیانو، په ځانګړې توګه د پاکستان د پوځي رژیم، له لوري دې هېواد ته متوجه دي. پاکستان چې له کلونو راهیسې یې په افغانستان کې د نفوذ د پراخولو لپاره له وسلهوالو ډلو څخه د وسیلې په توګه کار اخیستی، اوس له یوه نوي واقعیت سره مخ دی: د نن ورځې افغانستان نور هغه منفعل او زیانمن هېواد نه دی چې پرون و.
د افغانستان استخباراتي او امنیتي ځواکونو د کلونو د مبارزې او جهاد له ارزښتمنې تجربې، کورنیو وړتیاوو او ټینګې ارادې څخه په ګټې اخیستنې، د چمتووالي او ځواک هغې کچې ته ځان رسولی چې هر ډول تعرض او تېری به له پرېکنده او څو برابره ځواب سره مخ شي.
د دې بدلون له مهمو نښو څخه یو هم د کرښې هاخوا ګواښونو پر وړاندې د چلند بدلون دی. په تېرو وختونو کې افغانستان ډېری مهال د غبرګون په دریځ کې و او له هر برید یا تېري وروسته به یې د شکایت په ثبتولو او د نړیوالې ټولنې د اقدام په تمه پاتې کېدو بسنه کوله. خو نن د «ستراتېژیک صبر» تګلارې ځای د «په سرچینه کې د ګواښونو د خنثی کولو» تګلارې نیولی دی. لکه څنګه چې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په څرګندو ټکو ویلي، افغانستان به نور اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد خاوره د ترهګرو ډلو او د امنیت د اخلالوونکو عناصرو پر پناهځای بدله شي او هر ډول ګواښ به، له جغرافیایي پولو پرته، له پرېکنده ځواب سره مخ شي.
د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان ځواکونو وروستي عملیات، چې د پاکستان د لسګونو پوځي پوستو د نیولو او د دغه هېواد پر پوځ د درنو تلفاتو د اړولو لامل شوي، د دې ستراتیژیک بدلون څرګند ثبوت دی. دغه عملیات، چې د بېلابېلو پوځي او استخباراتي ادارو په بشپړه همغږۍ ترسره شوي، وښودله چې افغان امنیتي ځواکونه د معلوماتو په راټولولو، دقیق پلانجوړونې او د هېواد له پولو بهر د یرغلیز عملیاتو په ترسره کولو کې د پام وړ وړتیا لري.
دغه بریاوې د افغانستان بدغوښتونکو، که هغه کورني اجیران وي او که بهرني عوامل، ته څرګند پیغام لري چې د هغوی د مصونیت او هوساینې دوره پای ته رسېدلې او د افغانستان د امنیت پر وړاندې هر ډول اقدام به له سخت او اټکلنهوړ ځواب سره مخ شي.
دا ستر امنیتي پرمختګ بېله شکه د افغانستان د پوځي رهبرۍ له لوري د نوو ګواښونو د ماهیت د ژور درک پایله ده. هغوی په ښه توګه درک کړې چې په ننني عصر کې یوازې د کلاشینکوفونو او «ژېړو بشکو» په څېر له ساده تجهیزاتو څخه کار اخیستل نور د هېواد امنیتي اړتیاوې نه شي پوره کولای. د هغو دښمنانو پر وړاندې چې له پرمختللو هوايي او ټکنالوژیکو وسایلو څخه برخمن دي، د مبارزې لپاره عصري تجهیزاتو او له اوسنۍ زمانې سره برابرو دفاعي وړتیاوو ته اړتیا ده. له همدې امله، د پوځي تجهیزاتو په تولید کې د ځانبساینې د ترلاسه کولو او د وسلهوالو ځواکونو د تخنیکي کچې د لوړولو هڅې د اسلامي امارت د جدي کاري لومړیتوبونو په توګه مطرح شوې دي.
خو په دې ډګر کې د افغانستان تر ټولو پیاوړی ځواک لا هم «ملي اراده» او «د قومونو یووالی» دی. لکه څنګه چې د دې خاورې تاریخ ښودلې، هر کله چې افغانان د یوه ګډ ګواښ پر وړاندې متحد شوي، پر هر ډول ځواک یې بری موندلی دی. نن هم استخباراتي او امنیتي ځواکونه، د همدې ولسي ملاتړ په تکیه، د ملي امنیت په پیاوړو ستنو بدل شوي او د هر ډول تعرض پر وړاندې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي وقار څخه ساتنه کوي. د پاکستان پوځي رژیم او نور شر او فساد باید پوه شي چې د نن ورځې افغانستان نور د دوی لپاره د ازموینې او تېروتنې ډګر نه دی؛ هره ناسمه محاسبه به ورته ډېر درانه لګښتونه ولري.









































