د اسد د ٢٤مې په مناسبت د المرصاد فکري ارمغان
المرصاد خپرندویه اداره، د امت د فکري بیدارۍ، اسلامي شعور، او جهادي بصیرت د خپرولو په لاره کې خپل مبارک سفر ته دوام ورکوي. د همدې قلمي مبارزې یوه روښانه تسلسل “فکري ارمغان” دی، چې له خپلې پیل شوې مبارکې لارې وروسته، نن خپله پنځمه ګڼه چې د ازادۍ د پنځمې کليزې په مناسبت ترتيب شوې ده، ستاسو حضور ته وړاندې کوي.
په دې ګڼه کې به د ازادۍ د ارزښت، افغانستان کې د صليبي تاړاک د وحشتونو، د خوارجو فتنې ته په زړه پورې علمي او سیاسي رد، د شهیدانو ژور یاد، د دیني، سیاسي او فکري بصیرت څرګندونې او مقالې او د امت د فکري جګړې مهم مطالب ومومئ.
فکري ارمغان د پښتو، اردو، فارسي او انګلیسي ژبو له لارې د حق پیغام ټول اسلامي امت ته رسوي، تر څو د فکري رڼا او نظرياتي محاذ دا مشعل لا پیاوړی، او د اسلامي نظام د قیام لار نوره هم واضحه شي.










































