میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
جمعه, اگست 14, 2026
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟  

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو  يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

    خیبر قمبرخېلو په سیمه کې د داعشي خوارجو یو مهم مرکز د ډرون په بریدونو کې له منځه وړل شوی

    خیبر قمبرخېلو په سیمه کې د داعشي خوارجو یو مهم مرکز د ډرون په بریدونو کې له منځه وړل شوی

    په نړۍ او د مسلمانانو پر خاورو د اسلامي امارت اغېزې

    په نړۍ او د مسلمانانو پر خاورو د اسلامي امارت اغېزې

    د امنیت په رڼا کې د اختر ښکلا!

    د امنیت په رڼا کې د اختر ښکلا!

    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    د مکې له فتحې څخه الهام!

    د مکې له فتحې څخه الهام!

    د اسد ۲۴مه؛ فرهنګي ريښې او اړخونه یې

    د اسد ۲۴مه؛ فرهنګي ريښې او اړخونه یې

    په افغانستان کې د صلیبي امپراتوریو وحشت او ماتې!

    په افغانستان کې د صلیبي امپراتوریو وحشت او ماتې!

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغالګرو د غرور د جنازې ورځ

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغالګرو د غرور د جنازې ورځ

    د اسد ۲۴تمه؛ هغه ورځ چې د قربانیو د پایلې سهار وځليد

    د اسد ۲۴تمه؛ هغه ورځ چې د قربانیو د پایلې سهار وځليد

    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د ملا اختر محمد منصور رحمه الله د رهبرۍ بصیرت او تاریخي کارنامې!

    د ملا اختر محمد منصور رحمه الله د رهبرۍ بصیرت او تاریخي کارنامې!

    شهید ملا اختر محمد منصور؛ هغه مجاهد چې په شهادت سره تلپاتې شو

    شهید ملا اختر محمد منصور؛ هغه مجاهد چې په شهادت سره تلپاتې شو

    د خواجه شفیق‌الله ابوقدامه تقبله‌الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    د خواجه شفیق‌الله ابوقدامه تقبله‌الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

أیوب خلیل

Share on FacebookShare on Twitter

فتحه یا آزادي د بشري ژوند له مهمو مفاهیمو څخه ده چې د تاریخ په اوږدو کې بېلابېل تعریفونه ورته وړاندې شوي دي، ځینو تمدنونو آزادي د فرد د غوښتنو د پوره کولو په معنا اخیستې، ځینو یې د سیاسي واک له قیدونو څخه د خلاصون په توګه تعریف کړې او ځینو بیا د ټولنیز نظم او قانون په چوکاټ کې د انسان د حقونو موضوع بللې ده.

اسلام د انسان د آزادۍ مسئله له دې څخه په ژوره او متفاوت ډول څېړي، د اسلام په لیدلوري کې انسان نه د بل انسان بنده دی او نه هم د خپلو غوښتنو بې‌قیده واکمن، یعنې اسلام انسانان د بنده د بنده‌ګۍ څخه باسي؛ بلکې د الله تعالی بنده او په ځمکه کې مسؤول انسان دی، له همدې امله اسلامي آزادي له توحید، کرامت، عدالت، مسؤولیت او اخلاقو سره تړلې ده.

ورته مقالې

د اسد ۲۴مه؛ فرهنګي ريښې او اړخونه یې

په افغانستان کې د صلیبي امپراتوریو وحشت او ماتې!

د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

الله تعالی فرمایي:
(لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ) (البقرة: ۲۵۶)
ژباړه: په دین کې هېڅ اکراه، زور او جبر نشته؛ حق له باطل څخه څرګند شوی دی.
دا آیت د انسان د عقیدې او انتخاب په موضوع کې د جبر د ردولو له مهمو قرآني بنسټونو څخه دی، ځکه فطرتاً انسان د جبر خلاف دی او فطري آزادي خوښوي. اسلام د آزادۍ بنسټ په توحید یا ایمان سره بیانوي، اسلام په معنی د تسلیمېدو دی، چاته تسلیمېدل؟ ولې تسلیمېدل؟ دا هغه سوالونه دي چې له دې سره د اسلام روح بیانوي، د انسان د بنده‌ګۍ او د نورو جوړ کړل شویو خدایانو څخه بغاوت اعلانول او د یو الله جل جلاله، چې شریک نه لري، د هغه پر وړاندې تسلیمېدل او سر ټیټولو ته اسلام او آزادي وایي؛ کله چې انسان یوازې د الله تعالی بندګي ومني، نو د نورو انسانانو د ناروا بندګۍ، استبداد او ذلت څخه د خلاصون معنوي بنسټ پیدا کوي.

د اسلام له نظره حقیقي آزادي دا نه ده چې انسان هر څه چې وغواړي ترسره کړي؛ بلکې دا ده چې انسان د حق، عقل، اخلاقو او باطل سره د مقابلې مسؤولیت په چوکاټ کې د خپل ژوند انتخاب وکړي؛ نو ځکه اسلام آزادي له مسؤولیت څخه نه جلا کوي او له همدې امله اسلامي تصور دوه اړخونه لري.
لومړی: له ناروا جبر، ظلم او استبداد څخه آزادي.
دوهم: د نفس، شهوت او بې‌مسؤولیته غوښتنو له غلامۍ څخه آزادي.

د اسلام له ظهور وړاندې د جاهلیت په دوره کې په عربي ټولنه کې د انسانانو ترمنځ قبیلوي تعصب، د کمزورو استثمار، د ښځو او یتیمانو پر حقونو تېری، د مریتوب سخت وضعیت او د زور پر بنسټ ټولنیز امتیازات موجود وو او اسلام د دې ټولنیزو ستونزو پر وړاندې د انسان د کرامت اصل مطرح کړ. (وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ) (الإسراء: ۷۰)، او یقیناً موږ د آدم اولاد ته عزت ورکړی دی.
د دې اصل له مخې د انسان کرامت یوازې د شتمن کېدو، واکمن کېدو یا د یوې ځانګړې قبیلې سره تعلق پورې نه دی تړلی؛ بلکې کرامت د انسان په ذات او اصل کې نغښتی دی.

اول: د مکې له فتحې څخه؛ د اسلامي امارت تاریخي او زماني تلازوم تقلید

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت په لومړنۍ دوره کې مسلمانان له سخت فشار، اقتصادي محاصرې او ټولنیز تعقیب سره مخامخ شول او د مکې د دعوت اصلي پیغام دا و چې انسان باید د الله تعالی عبادت وکړي او د باطلو معبودانو او ناروا واکونو له بندګۍ څخه ځان آزاد کړي. دا مرحله په اسلامي تاریخ کې د فکري او عقیدوي تحول مهم پړاو ګڼل کېږي او مسلمانانو ته دا ښوول کېدل چې حق یوازې د اکثریت د خوښې له امله حق نه ګرځي او باطل یوازې د ځواک د شتون له امله حق نه کېږي.

د اسلامي تاریخ په اوږدو کې ځینې سیاسي او پوځي بدلونونه د مسلمانانو په حافظه کې ځانګړی ځای لري، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مشرۍ د مکې فتحه په (۸ هـ / ۶۳۰م کې) د اسلامي تاریخ له تر ټولو مهمو پېښو څخه شمېرل کېږي او همدارنګه نږدې څوارلس پېړۍ وروسته، په افغانستان کې د اوږدې جګړې په پایله کې اسلامي امارت د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه کابل ته داخل شو او پر هېواد یې واک ټینګ کړ. دواړه پېښې د اوږدې مبارزې وروسته رامنځته شوې، خو د دواړو ترمنځ د شرایطو، عقیدوي وضعیت، نړیوال چاپېریال، سیاسي جوړښت او د جګړې د ماهیت له پلوه مهم ورته والی لیدل کېږي.

لومړی: د مکې فتحه او تاریخي زمینه برابرېدل

رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې د توحید دعوت پیل کړ، مسلمانان له سختو فشارونو، شکنجو او ټولنیز او اقتصادي تعقیب سره مخامخ شول، په ۶۲۲م کې مدینې ته هجرت وشو او په مدینه کې اسلامي ټولنه جوړه شوه. په ۶۲۸م کې د حدیبیې تړون وشو، وروسته د مکې له قریشو سره تړلې یوې ډلې د مسلمانانو له متحدې ډلې سره په شخړه کې د تړون توازن مات کړ، د همدې وضعیت وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې پر لور حرکت وکړ، په ۶۳۰م کې مکه فتحه شوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم ښار ته داخل شو.

د مکې فتحې یوه مشهوره ځانګړنه دا وه چې د عمومي انتقام پر ځای د بښنې او عفوې فضا رامنځته شوه، د مکې د فتحې په اړه د سیرت په روایتونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عفوې او د خلکو د وینې د نه تویولو سیاست په پراخه توګه بیان شوی دی.

دویم: د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو ته زمینه برابرېدل

په افغانستان کې اسلامي امارت د فساد او خپل‌منځي جګړو په مقابل کې راپورته شو او په لومړۍ دوره کې په ۱۹۹۶م کال کې یې په کابل کې واک ترلاسه کړ، که څه هم په ۲۰۰۱م کې د امریکا تر مشرۍ لاندې نړیوال ائتلاف افغانستان اشغال کړ او اسلامي امارت له حکومتي واک څخه ووت، خو د امارت لارویانو او د افغانستان زړورو مجاهدینو د اسلامي نظام د پایښت مبارزه ترک نه کړه، د جهاد سنګرونه یې د خپلو وجودونو په ټوټه کولو او قربانیو سره تاوده وساتل او هېڅکله یې اشغالګر په دې خاوره آرامه ساه اخیستلو ته پرېنښودل او د ۲۱ کاله نه ستړي کېدونکو مبارزو او جګړې وروسته یې یو ځل بیا کابل فتحه شو او په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن شو.

په ۲۰۲۰م کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون وشو، له دې وروسته د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شو او د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه یا د اسد څلورویشتمه نېټه د افغانستان اسلامي امارت مجاهدین کابل ته داخل شول، پخوانۍ ګډاګۍ اداره د افغان مسلمان مجاهد ملت په سرښندنو سقوط شوه او اسلامي امارت بیا د افغانستان مسلمان ملت مسؤولیت واخیست.

درېیم: د دواړو پېښو ګډ اړخونه د زماني او تاریخي تلازوم سره تړاو لري. دواړه فتحې د اوږدې مبارزې وروسته رامنځته شوې، د مکې فتحه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت وروسته په (۲۱) یوویشت کلن دعوتي او سیاسي مسیر پایله کې رامنځته شوه، او همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت منهج د نبي علیه السلام طریقې او منهج په تعقیب کې بیا د ۲۱ یوویشت کاله اوږدې جګړې او سیاسي مبارزې وروسته رامنځته شوه.

له دې اړخه په اسلام کې دواړه تاریخي تړاو د اوږدې مرحلې پای او د نوي سیاسي وضعیت پیل بلل کېږي، دواړه د اسلامي سیاسي نظم له مفهوم سره تړاو لري؛ خو د تاریخي شرایطو، مشروعیت د سرچینو او نړیوال وضعیت ترمنځ اساسي توپیرونه موجود دي، لکه د بښنې او عمومي امنیت مسئله. د مکې فتحې یوه مهمه ځانګړنه د عمومي بښنې سیاست و او په ۲۰۲۱م کې په افغانستان کې هم د اسلامي امارت زعیم، امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه، د نبوي منهج او سیرت په تعقیب کې د عمومي عفوې اعلان وکړ.

د دې اعلان هدف دا و چې د پخوانۍ کابل ادارې کارکوونکو او مخالفینو پر وړاندې عمومي عفوه او انتقامي چلند ونه شي، له همدې امله د دواړو پېښو په تحلیل کې د عفوې او د انتقام د محدودولو موضوع د پام وړ ورته والی لري؛ خو د دواړو د عملي تطبیق تاریخي شواهد باید جلا وڅېړل شي. له دې امله د هر اسلامي نظام لپاره د فتحې یا واکمنۍ تر ټولو مهم امتحان یوازې واک ته رسېدل نه دي؛ بلکې له واک سره د عدالت، عفوې، امانت او مسؤولیت چلند دی، الله تعالی دې دې نظام ته بقا ورکړي، تر څو د اسلامي نظام په ټولو برخو کې دا زماني او تاریخي تلازوم وساتي.

د جګړې او سیاسي وضعیت توپیر:
د فتحې مکې شالید د مکې او مدینې ترمنځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت، هجرت، تړونونو او د قریشو د سیاسي وضعیت له امله رامنځته شوی و. خو افغانستان د شلمې او یوویشتمې پېړۍ د دولتونو، نړیوالو سازمانونو، بهرنیو ځواکونو، نړیوالو تړونونو او معاصرې جغرافیایي سیاست په شرایطو کې قرار درلود، نو د دواړو پېښو تحلیل باید د خپل وخت له سیاسي او تاریخي شرایطو سره ترسره شي.

د عفوې درس:
د فتحې مکې تر ټولو مهم اخلاقي او سیاسي تقوا یا درس له فتحې وروسته د انتقام پر ځای د عفوې او د خلکو د خوندیتوب مسئله ده، ځکه الله تعالی وایي: (إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ) ژباړه: بېشکه الله تعالی د عدالت او احسان امر کوي. (النحل: ۹۰).

فتحه د پای ټکی نه، بلکې د مسؤولیت پیل دی. له پېښې څخه یو مهم درس دا دی چې فتحه یوازې پوځي بریا نه وه؛ بلکې د اسلامي ټولنې د نظم، د خلکو د زړونو د یوځای کولو، د عدالت د تأمین او د دیني او ټولنیز نظم د پیاوړتیا مسؤولیت پیل دی. همدارنګه په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال سیاسي بدلون یوازې د جګړې پای نه و؛ بلکې له هغه وروسته د اسلامي نظام جوړونې، امت مسلمه ته د اقتصاد، تعلیم، عدالت، امنیت، ټولنیز ثبات او نړیوالو اړیکو مسؤولیتونه رامنځته کول دي.

دویم: مدینه منوره؛ آزادي له ټولنیز نظم سره
په ۶۲۲ میلادي کال کې رسول الله صلی الله علیه وسلم له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ، د مدینې په ټولنه کې مسلمانان، یهود او نورو ډلو ګډ ژوند درلود، د مدینې د سیاسي او ټولنیز نظم په اړه په تاریخي سرچینو کې د صحیفې مدینې یا د مدینې تړون یادونه کېږي، چې د ښار د بېلابېلو ډلو ترمنځ یې د اړیکو او ګډ مسؤلیتونو د تنظیم هڅه کړې وه، دا تجربه ښيي چې اسلامي ټولنیز تصور یوازې د فرد د حقونو بحث نه دی، بلکې حق، مسؤولیت، عدالت او ټولنیز نظم یو له بل سره تړلي مفاهیم ګڼي.

دریم: د دین په انتخاب کې آزادي
د اسلام له نظره ایمان هغه وخت حقیقي معنا لري چې د انسان له باور او ارادې څخه سرچینه واخلي او دې ته عقیده وایي، له همدې امله الله تعالی فرمایي: (لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ) یعني: په دین کې زور، اکراه او جبر نشته. د دې اصل معنا دا ده چې عقیده یوازې په زور زړه ته نه شي داخلېدای، د انسان ایمان باید د باور، پوهې او انتخاب پر بنسټ وي، اسلام د دعوت لپاره د حکمت او بیان لارښوونه کوي، نه دا چې د انسان زړه په زور بدل شي.

څلورم: د بیان او نظر آزادي؛ د حق مسؤولیت
اسلام انسان ته په حق ویلو سره ارزښت ورکوي، خو بیان له اخلاقو او مسؤولیت څخه نه جلا کوي، ځکه الله تعالی د عدالت په اړه فرمایي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَىٰ أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ) اې مؤمنانو! د عدالت په ټینګولو کې په کلکه ولاړ اوسئ، د الله لپاره د حق شاهدان اوسئ، که څه هم ستاسو د ځانونو، یا د مور او پلار او خپلوانو پر خلاف وي. (النساء: ۱۳۵).

له دې امله په اسلامي فرهنګ کې د حق ویلو مفهوم له امانت، صداقت او عدالت سره تړلی دی، د بیان آزادي په داسې معنا نه ده چې انسان کولای شي دروغ، تهمت، د خلکو سپکاوی او ظلم د «آزادۍ» تر نوم لاندې مشروع کړي.

پنځم: د فرد مسؤولیت او آزادي
د معاصرې نړۍ په ځینو تصوراتو کې آزادي کله ناکله د «هر څه چې غواړم، هغه کول» په معنا اخیستل کېږي، اسلام دا تعریف نه مني، که د یوه انسان آزادي د بل انسان حق له منځه یوسي، نو دا نور مطلقه آزادي نه، بلکې د حقونو ټکر دی.

مثلاً: که یو څوک د بیان په نوم پر بل انسان تهمت ولګوي، د هغه عزت ته زیان ورسوي یا دروغ خپاره کړي، نو د بیان حق یې د بل انسان د حق د له منځه وړلو وسیله ګرځېدلې ده. له همدې امله د اسلام او معاصرې آزادۍ ترمنځ توپیر دا دی، که معاصر سیاسي فکر د آزادۍ بېلابېل ډولونه پېژني؛ لکه فردي آزادي، سیاسي آزادي، د بیان آزادي، د مذهب آزادي او مدني حقوق، اسلام له دې موضوعاتو سره په ځینو برخو کې ګډ عناصر لري، خو د آزادۍ فلسفي بنسټ یې متفاوت دی، لکه په سکولر فکر کې د انسان اراده عموماً د قانون جوړونې مهمه سرچینه ګڼل کېږي؛ خو په اسلامي فکر کې د انسان اراده د الهي وحې، اخلاقو او شرعي اصولو له چوکاټ سره تړلې ده.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

د اسد ۲۴مه؛ فرهنګي ريښې او اړخونه یې

ورته مقالې

جهادي لیکني

خوارج (داعش) د تاریخ په اوږدو کې/لسمه برخه بهاند

جولای 1, 2024
خوارج العصر

د خوارجو وروستۍ سلګۍ

مې 12, 2023
داعش د جنسي اړيکو روږدي
جهادي لیکني

داعش د جنسي اړيکو روږدي

فبروري 18, 2024
د داعش په نوم وبا/طاعون!  پنځه ویشتمه برخه
خوارج العصر

د داعش په نوم وبا/طاعون! پنځه ویشتمه برخه

اگست 7, 2025
د بې تهذیبۍ وروستی حد!
سیاسي لیکني

د بې تهذیبۍ وروستی حد!

دسمبر 13, 2025
د خوارجو پر وړاندې د مبارزې څرنګوالی! 
خوارج العصر

د خوارجو پر وړاندې د مبارزې څرنګوالی! 

نوومبر 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

جون 22, 2026
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

مارچ 25, 2024
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
د مکې له فتحې څخه الهام!

د مکې له فتحې څخه الهام!

اگست 14, 2026
د اسد ۲۴مه؛ فرهنګي ريښې او اړخونه یې

د اسد ۲۴مه؛ فرهنګي ريښې او اړخونه یې

اگست 14, 2026
په افغانستان کې د صلیبي امپراتوریو وحشت او ماتې!

په افغانستان کې د صلیبي امپراتوریو وحشت او ماتې!

اگست 13, 2026
د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

اگست 13, 2026

Popular Stories

  • د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کله چې د خوارجو توره د امام ابو حنیفه مخې ته خم شوه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.