د جنوبي اسیا په ناکراره او کړکېچنه جغرافیه کې، چیرې چې پولې یوازې پر کاغذ نه، بلکې د انسانانو پر ژوند او برخلیکونو هم رسم شوې دي، د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا خپله اصلي څېره څرګندوي. دا ځل یې د یوه ګاونډي په توګه نه، بلکې د یوه خطرناکه او بېپروا لوبغاړي په توګه داسې اقدام کړی چې د راتلونکو کلونو لپاره د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کولای شي.
د پخوانیو اربکیانو بیا ګومارل، یعنې د هغو بېریښو او ماتخوړلي عناصرو کارول چې یو وخت د افغانستان د پخوانیو نظامونو په چوپړ کې وو، د سیمې په امنیتي شطرنج کې د نوو مهرهګانو په توګه، نه یوازې د اسلاماباد د ستراتیژیکې بېوسۍ څرګندونه کوي، بلکې د یوه نوي او خطرناک بحران د راټوکېدو زنګ هم وهي. هغه اربکیان چې یو وخت د بهرنیو اشغالګرو او د هغوی د کورنیو ملاتړو تر څنګ ولاړ وو، نن د پاکستان د پوځي رژیم په لاس کې د تفرقې، ګډوډۍ او ناامنۍ پر وسیلې بدل شوي دي.
د پاکستان پوځي رژیم، چې د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د ملاتړ او روزنې په برخه کې اوږده سابقه لري، دا ځل د اربکیانو د شبکو په بیا راټوکېدو سره د بېثباتۍ یوه نوې، خو له پخوا اشنا طرحه عملي کوي. دغه خطرناکه لوبه، چې د راپورونو له مخې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په پټو روزنیزو مرکزونو کې روانه ده، یوازې د افغانستان د بېثباته کولو هڅه نه ده، بلکې د ټولې سیمې، نړیوال امنیت او آن د پاکستان د کورني ثبات د ګډوډولو هڅه هم ده.
د اندېښنې وړ ټکی دا دی چې دا ځواکونه، د عامې انګېرنې خلاف، کوم منظم او پیاوړی جوړښت نه لري؛ خو بیا هم د سیمې او نړۍ لپاره یو بااستعداده ګواښ ګڼل کېږي. دغه عناصر د پاکستاني پوځ د پراخ ملاتړ تر سیوري لاندې، په تدریجي خو دوامدار ډول د سیمې د سیاسي ثبات بنسټونه کمزوري کوي او د تفرقې او ګډوډۍ په زهرجنو تګلارو د سیمې پر وجود ژور ټپونه لګوي.
د دې موضوع اهمیت په دې کې دی چې پاکستان په دې اقدام سره د یوې خطرناکې لوبې له پولو هم اوښتی او هغو عناصرو ته یې پناه ورکړې چې له ظلم، جنایت او ګډوډۍ پرته بله د پام وړ سابقه نه لري. په افغانستان کې د دغو ډلو تاریخ، په ځانګړي ډول د جمهوریت د دورې تجربې، په څرګنده ښيي چې دوی هېڅکله د مرکزي حکومت تر بشپړ کنټرول لاندې نه وو، بلکې د خپلسرو وسلهوالو په توګه یې د دولت واکمني کمزورې کړې او عام خلک یې ځورولي دي.
اوس چې دغه تښتېدلي او کمزوري عناصر د پاکستان د استخباراتي ادارو تر ملاتړ لاندې راټول شوي، نه یوازې د افغانستان پر وړاندې د ګواښ وسیله ګرځېدای شي، بلکې د پاکستان او ټولې سیمې لپاره به په یوې جدي امنیتي ننګونې بدل شي. له بلوچستان څخه د دغو ځواکونو د حضور پر وړاندې د خلکو د پراخو اعتراضونو او ولسي غبرګونونو راپورونه ښيي چې آن په پاکستان کې هم دغه پروژه له زیاتېدونکي مخالفت سره مخ ده. دا اعتراضونه څرګندوي چې د دې بحران لمن به ډېر ژر د یوې امنیتي طرحې له چوکاټه ووځي او د پاکستان د سیاسي ثبات لپاره به په یوه جدي ننګونه بدله شي.
له بلې خوا، د پاکستان دغه اقدام یوازې افغانستان او بلوچ ولس نه ګواښي، بلکې د سیمې ثبات او نړیوال امنیت ته هم جدي خطر پېښوي. د دولتونو له قانوني چوکاټ څخه بهر د بېمسؤلیته وسلهوالو ډلو روزل تل د داسې بېثباته او خطرناکو عناصرو د رامنځته کېدو لامل شوي چې هر وخت د بېلابېلو لوریو له خوا د خپلو موخو لپاره کارول کېدای شي. هغه ډلې چې اخلاقي او انساني ارزښتونو ته ژمنتیا نه لري او یوازې د مالي ګټو او شخصي امتیازاتو پر بنسټ حرکت کوي، په اسانۍ سره له نړیوالو افراطي شبکو او جریانونو سره یوځای کېدای شي او سیمې ته د افراطیت نوې بڼه وړاندې کولای شي.
په حقیقت کې، هغه څه چې پاکستان یې روزي، د کنټرول وړ وسلهوال ځواک نه، بلکې داسې اور دی چې ډېر ژر به یې لمبې د همدې هېواد او ګاونډیو هېوادونو لمنې هم ونیسي. دا تګلاره، چې د ترهګرو ډلو د ملاتړ تېرې ناکامې تجربې بیا تکراروي، ښيي چې اسلاماباد لا هم له تاریخه عبرت نه دی اخیستی او لا هم ګومان کوي چې هغه روزل شوی خطر به د لنډمهالو ګټو لپاره تر خپل کنټرول لاندې وساتلای شي؛ خو له دې حقیقته ناخبره دی چې همدا مصیبت به یوه ورځ خپل روزونکی هم وځپي.
په پای کې، د پاکستان د پوځي رژیم دغه اقدام باید یوازې د یوه امنیتي عملیاتو په توګه ونه کتل شي، بلکې د سیمې د معادلو د بدلولو او د سیاسي ثبات د کمزوري کولو د یوې پراخې پروژې په توګه وپېژندل شي. دا خطرناکه لوبه، چې د اسلاماباد د دوهګوني سیاست او د ترهګرۍ له پټو ملاتړونو سره تړاو لري، نړیوالې ټولنې ته یو روښانه پیغام لري: هغه هېوادونه چې ترهګري د خپل بهرني سیاست د وسیلې په توګه کاروي، د نړیوالې سولې او امنیت لپاره تلپاتې ګواښ پاتې کېږي.
د فاسدو اربکیانو بدلول د دې ناولې لوبې په نوو مهرهګانو هېڅ توجیه نه لري؛ بلکې دا د پاکستان د پوځي مشرانو د بېوسۍ او ناچارۍ څرګندونه ده چې غواړي د هرې ممکنې لارې خپل نفوذ او واک وساتي. خو حقیقت دا دی چې دا پروژه به هم د تېرو ورته پروژو په څېر له ناکامۍ سره مخ شي او همدا روزل شوې لویه ستونزه به یوه ورځ د پاکستان د خپل امنیت او د ټولې سیمې د ثبات لپاره په تر ټولو ستر امنیتي ګواښ بدله شي.










































