وَمِنَ النَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللَّهَ عَلَىٰ مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ﴿٢٠٤﴾ وَإِذَا تَوَلَّىٰ سَعَىٰ فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ﴿٢٠٥﴾ سورة البقره
پښتو ژباړه:
( او بعضې له خلکو نه هغه څوک دي چې د دنيايي ژوند په باره کې د هغه خبرې تا په تعجب کې اچوي او دی په هغه څه باندې الله ګواه کوي چې د ده په زړه کې دي؛ حال دا چې دی ډير زيات جګړه مار دی. او کله چې بيرته وګرځي؛ نو په ځمکه کې ګړندی ګرځي د دې لپاره چې په دې کې فساد وکړي او فصل او نسل تباه کړي، حال دا چې الله جل جلاله فساد نه خوښوي.)
د پاکستان او افغانستان ولسونه وروڼه ولسونه دي او د يو بل تر څنګ یې ډیر ښه وخت تير کړی؛ ولې له کومه وخته چې پاکستان جوړ شوی؛ پاکستانيپوځ او استخباراتو؛ افغانستان د ځان لپاره ستراتيژيک خطر احساس کړی او له همدې زاويې له افغانستان او افغانانو سره تعامل کوي.
د پاکستان که ګټه د افغانانو په وژلو کې وي؛ افغانان وژني، که یې ګټه په نيولو کې وي افغانان نيسي، که یې ګټه کفارو ته د افغانانو په سپارلو کې وي؛ افغانان نيسي او ورته سپاري یې او که ګټه یې له افغانانو سره په همکاري کې وي همکاري ورسره کوي. د ځينې راپورونو له مخې د امريکايي اشغال په اوايلو کې په افغانستان باندې د پاکستان له خاورې څخه تر شپيته زرو ځلو زيات هوايي بمبارونه شويدي او د لويديځ د استخباراتي سازمانونو جاسوسان له همدې پاکستان څخه افغانستان ته په الوتکو کې را نقل شول او بغاوت یې پيل کړ. د اشغال په شل کلنه موده کې تر پايه اشغالګر او د دوی غلامان د همدې پاکستان له لارې په لوجستيکي او تسليحاتي لحاظ تمويليدل.
د اسلامي امارت له حاکميت وروسته پاکستان د قبايلي مهاجرينو د شتون په پلمه لسګونه ځله په افغانستان کې ملکي وګړي بمبار کړل او سلګونه ملکي افغانان یې په شهادت ورسول. هڅه یې وکړه چې افغانستان په يوه اقتصادي محاصره کې وساتي.
په تيرو پنځو کلونو کې یې په پاکستان کې له افغان مهاجرينو سره په سيستماتيک ډول داسې بد چلند وکړ او په جبري ډول یې په نامناسبو موسمي شرايطو کې له پاکستان څخه اخراج کړل چې د نړۍ په تاريخ کې یې ساری کم پيدا کيږي. په دې موده کې د پاکستان پوځ او استخباراتو د افغانستان د اوسني حاکم نظام ټولو هغو هڅو ته د دې جناياتو په توسط ځواب ووايه؛ کومې هڅې یې چې له پاکستان سره د مذاکراتو او مفاهمې له لارې د ستونزو د حل په موخه کولې او پرې یې نښودلې چې دا هڅې يوې منطقي نتيجې ته ورسيږي او د پاکستان او افغانستان ولسونه په سوله او امن کې ژوند وکړي.
پاکستان له هند سره دښمني لري، ولې تل یې دا دښمني په کور دننه او بهر د مسلمانانو او بيلابيلو پرګنو پر خلاف د يوې بهانې او پلمې په توګه کارولې او لسګونه زره تنه د خپل هيواد وګړي یې په دې بهانه چې له هند سره اړيکې لري، يا وژلي او يا یې ژوندي ورک کړيدي. پاکستانی پوځ او استخبارات غواړي په اوس وخت کې له دې تجربې څخه د افغانستان پر ضد کار واخلي.
د افغانستان اسلامي امارت د ځمکې پر مخ يوازينئ ريښتونی شرعي نظام دی، له هر چا سره یې دوستي او دښمني د اسلامي شريعت په رڼا کې ده او په اړه یې څوک دا تصور هم نشي کولای چې د مسلمان په خلاف به له کافر سره همکاري وکړي. د پاکستان او افغانستان ولسونه ښه په دې پوهيږي چې پاکستانی پوځ او استخبارات د مسلمان په خلاف له کافر سره د ملګرتيا ښه سابقه لري او همدا فی الحال په کومو برخو کې د مسلمان په خلاف د کافر سره همکاري کوي او دا همکاري یې د ژوند او معاش يوه ذريعه ده.
همدا اوس پاکستان د اسلامي امارت په خلاف د شر او فساد د هغو ډلګيو په انسجام او تنظيم بوخت دی چې يو ځل یې د همدې پاکستان په اشاره د شوروي او کمونستانو پر ضد د افغانانو د څوارلس کلن جهاد ثمرات ضايع کړل، له هغوی څخه پاتې پرمختللي نظامي وسايل یې کباړ او په پاکستان وسپارل،د افغانستان ټولې زيربناوې یې له منځه يووړې او په افغانستان کې یې د سمت، قوم او ژبې په نوم لسګونه زره افغانان له تيغه تير کړل او يو انارشيزم یې په افغانستان کې حاکم کړی ؤ او بيا یې په تيرو شلو کلونو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په څير له امريکايي او نورو غربي لښکرو سره يو ځای د افغانانو په ضد جګړه وکړه او لکونه افغانان یې په شهادت ورسول.
پاکستان چې د اسلام په نامه جوړ شوی ؤ، د پاکستان پوځ او استخباراتو له دغه فکرې او مسير څخه زر درجې انحراف کړی او دا اوس چې په ظاهره د اسلام خبرې کوي؛ کړنې او اعمال یې له دې څخه ډير لرې دي او دا يوازې د خلکو د دوکه کولو او خپلو جناياتو د پټولو لپاره کوياو کوم آيت کريمه چې موږ د دې ليکنې په سر کې راوړ د دې آيت کريمه ښه مصداق دي.
پاکستاني پوځ او استخبارات بايد په دې پوه شي چې نور یې د افغانانو په خلاف مخکني تکتيکونه کار نه ورکوي او له افغانستان سره د دښمني او دروغجنو روايتونو پر ځای د خپل ژوند او معاش لپاره نورې مشروعې لارې پيدا کړي او د خپلو ستونزو او له نورو سره د ستونزو د حل لپاره د مفاهمې او مذاکرې لاره اختيار کړي.










































