د ډسمبر د واورو یخو بادونو په منځ کې، د افغانستان پر پوله پروت د بدخشان نه ختمېدونکی او ستونزمن غرنی لړ، که له یوې خوا ډېر مرموز ښکاري، له بلې خوا تر دې هم ډېر د نړیوالو او سیمهییزو سیالیو او سیاستونو د پام وړ مرکز ګرځېدلی دی.
که د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په نوم فعالیت کوونکو نړیوالو رسنیو، په ځانګړې توګه پاکستاني رسنیو او له افغانستانه د ځانجلاوطنه رسنیو پاروونکې سرلیکونه وکتل شي، داسې انګېرل کېږي چې ګواکې په بدخشان کې د اسلامي امارت واک کمزوری شوی او مخالفینو هلته ستر بریالیتوب ترلاسه کړی دی.
خو کله چې له دغو ډراماتیکو سرلیکونو، مبهمو ادعاوو او زړو ویډیوګانو پرده پورته شي او د سیمې واقعي وضعیت وڅېړل شي، نو کیسه په بشپړ ډول بېله او له واقعیتونو سره سمه ښکاري. د ۲۰۲۶ کال د جولای د ۲۳مې، د پنجشنبې په شپه، د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ په «توپخانه» سیمه او د پاکستان د چترال ولسوالۍ په سرحدي سیمه «شاه سلیم» کې یو مهم سرحدي پېښه رامنځته شوه.
د افغان امنیتي سرچینو په وینا، د پاکستان د چترال ولسوالۍ د شاه سلیم له سیمې څخه یو شمېر وسلوال، چې ویل کېږي د پاکستان د استخباراتي ادارو له لوري د نفوذ لپاره د بدخشان د زیباک سیمې ته لېږل شوي وو، د افغان مجاهدینو د پنځلسمې سرحدي لوا له سخت غبرګون سره مخ شول. د نښتې په پایله کې پنځه وسلوال ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول، چې وروسته بېرته د پاکستان ولسوالۍ چترال ته وتښتېدل.
له اسلامي امارت سره د مخالفو رسنیو ځینو خپرونو دا اوازې خپرې کړې چې ګواکې د پنځلسمې سرحدي لوا قوماندان، ملا عبدالجمیل رحماني، په دې نښته کې یا شهید شوی او یا سخت ټپي شوی دی. خو د سیمې ځایي سرچینو او د سرحدي لوا مسؤلینو دا ادعا رد کړې او تایید یې کړې چې قوماندان رحماني بشپړ روغ او خوندي دی.
دې پېښې نه یوازې د اسلامي امارت د سرحدي امنیت او پیاوړي کنټرول څرګندونه وکړه، بلکې هغه تبلیغاتي فضا یې هم ماته کړه چې ځانجلاوطنو رسنیو له ډېرې مودې راهیسې د رامنځته کولو هڅه کوله. د دې ټول وضعیت د سم درک لپاره اړینه ده چې د ځانجلاوطنه رسنیو د فعالیت تګلاره وڅېړل شي.
دغه رسنۍ، چې د افغانستان دننه د ساحوي خبریالانو هېڅ منظم شبکه نه لري، د لرې پرتو سیمو د خبرونو په خپرولو کې تر ډېره پر نا تایید شویو غږیزو پیغامونو، واټساپ، د تش په نامه مقاومتي ډلو پر ځانخپرو شوو اعلامیو او په انټرنېټ کې پر خپرو بېبنسټه اوازو او ناسم معلوماتو تکیه کوي. پخوا هم د حقایقو د ارزونې (Fact-checking) ګڼو بنسټونو ښودلې ده چې دغو یادو رسنیو څو کلنې زړې ویډیوګانې او یا هم د ځمکو محلي شخړې د «طالبانو پر ضد ستر بری» یا «داخلي اختلافاتو» په نوم خپرې کړې او په بل رنګ یې وړاندې کړې دي.
که څه هم دا یو طبیعي واقعیت دی چې کله یوه تش په نامه رسنۍ، چې د خلکو او اخروي مسئولیت پروا نه لري، له چا سره سیاسي مخالفت خپل کړي، نو هڅه کوي د حقیقت او دروغو داسې ګډ ترکیب وړاندې کړي چې موخه یې یوازې د خپل سیاسي مخالف کمزوری، ګډوډ او بېثباته ښودل وي. له بلې خوا، که د احمد مسعود او د هغه د تش په نامه «ملي مقاومت جبهې» خبره وشي، نو د هغوی اوسنی پوځي او سیاسي واقعیت خپله د افغانستان تاریخ په ډاګه بیانوي.
یو عام او منطقي پوښتنه دا ده چې هغه ډله او مشرتابه، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د امریکا او ناټو د مستقیم پوځي حضور، پرمختللو وسلو او د میلیاردونو ډالرو بودجې په شتون کې د اسلامي امارت د پرمختګ مخه یې ونه شوای نیولای، نن چې په ځانجلاوطنۍ کې ناست دي، څنګه کولای شي پر میدان کوم بنسټیز بدلون راولي؟
د یادونې وړ ده چې دغو تش په نامه مشرانو د امریکا له وتلو وړاندې لا افغانستان پرېښود، چې له افغانستانه د دوی تېښته په خپله د دې څرګند اعتراف و چې د دوی ټول ځواک د افغان ولس پر ملاتړ نه، بلکې د بهرني ځواک پر ملاتړ ولاړ و. د افغان ولس تاریخ ښيي چې دې ملت تل خپلواکي ارزښتمنه ګڼلې او د بهرنیو هېوادونو تر ملاتړ لاندې سیاسي جریانونو ته یې په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې په بېلابېلو ډولونو غبرګون ښودلی دی.
د وروستیو راپورونو او خبرونو له مخې، داسې ادعاوې هم شوې دي چې ځینې ځانجلاوطنه مخالف مشران په بېلابېلو بهرنیو پلازمېنو کې سیاسي او امنیتي لیدنې او ناستې لري، دوی نور د خپلواک دریځ او فعالیت وړتیا له لاسه ورکړې او له اروپايي پلازمېنو څخه تر اسلامآباد پورې د استخباراتي ناستو او همغږیو له لارې د نیابتي وسیلې په توګه کارول کېږي. کله چې پر یوه سیاسي جریان د بهرنیو لورو د نیابتي همکارۍ تور ولګېږي، نو د ولس په منځ کې یې اعتبار او ملي حیثیت زیانمنېږي. همدا لامل دی چې په بدخشان او پنجشېر کې د دوی غږ ته هېڅ باوجدانه افغان لبیک نه وایي.
البته، د پاکستاني پوځ له خوا د نیابتي لوبو دا لړۍ، چې د همدې سیاست له امله تر بدنامۍ پورې رسېدلې، هغه وخت نوره هم شدیده شوه چې د اسلامي امارت د فشار لاندې راوستلو ټولې نورې پوځي لارې چارې بېپایلې پاتې شوې. د تېر کال د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۹مې نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې، د راولپنډۍ تر اغېز لاندې د اسلامآباد له لوري د ترسره شویو هوايي بریدونو په اړه دا ادعا کېده چې ګواکې د وسلوالو ډلو مرکزونه یې په نښه کړي دي؛ خو د ۲۰۲۶ کال په جولای کې د ایمنسټي نړیوال سازمان (Amnesty International) او یوناما (UNAMA) له خوا خپرو شویو باوري راپورونو ټول حقیقت روښانه کړ.
د څېړنو له مخې دا خبره د لمر په څېر څرګنده شوه چې په کابل کې د «امید» د نشهيي توکو د درملنې پر مرکز د پاکستاني پوځي برید پر مهال هلته هېڅ وسلوال کس موجود نه و، بلکې وژل شوي ټول کسان ملکي وګړي، ناروغان او طبي کارکوونکي وو. د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو دې څرګندونې، *له یوې خوا د پاکستان د پوځي فشار د بدنامې تګلارې پرده پورته کړه، او له بلې خوا یې دا هم څرګنده کړه چې کله خپله پوځي وړتیا اغېز له لاسه ورکړي او تهاجمي هوايي اقدامات ناکام شي، نو بیا د چترال په څېر سیمو څخه بدخشان ته د نیابتي عناصرو د ور دننه کولو پخوانۍ لوبه بېرته پیلېږي. حقیقت دا دی چې د څلورو لسیزو وینې تویېدنې وروسته، عام افغان ولس نور د کورنیو جګړو د دوام توان نه لري. هغوی د اسلامي امارت له لوري رامنځته شوي مرکزي امنیت، ثبات او د سرحدونو دفاع ته لومړیتوب ورکوي.
که په بدخشان کې رامنځته شوې پېښې وي او که په رسنیو کې روانه تبلیغاتي جګړه؛ د ځمکني وضعیت حقیقت دا څرګندوي چې هغه جلاوطنې ډلې چې پر بهرنیو تکیو ولاړې دي، ښايي یوازې یو لنډمهاله امنیتي سرخوږی جوړ کړي، خو د الله تعالی په مرسته او فضل سره د اسلامي امارت ثبات او د افغان ولس هوډ نه شي کمزوری کولای.
د دې سیمې دوامدار راتلونکی په پاروونکو تبلیغاتو او د نیابتي ډلو په کارولو کې نه، بلکې د واقعي حقایقو په منلو او د متقابل تفاهم پر بنسټ د سرحدي مدیریت په رامنځته کولو کې نغښتی دی.











































