۹. د اصلاح غوښتونکو او دعوتګرو بېتوجهي او د هغوی کموالی
یو بل له هغو لاملونو څخه چې په اوسني عصر کې د مسلمانانو د کمزورۍ او وروستهپاتېوالي سبب ګرځېدلی، د امت او ځوانانو په وړاندې د اصلاح غوښتونکو او دیني عالمانو بېپامي، بېاعتنايي او د مسؤولیت د احساس کمزوري ده.
له هغې ورځې راهیسې چې دعوتګرو او دیني عالمانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسؤولیت څخه یې مخ واړاوه او ځانونه یې له ټولنې څخه ګوښه کړل، د اسلام دښمنانو ته یې د فعالیت لپاره ډګر خالي پرېښود. دښمنانو له بېلابېلو لارو او وسیلو څخه په ګټه اخیستنې د ښځو، نارینهوو، ځوانانو او تنکیو ځوانانو د غولولو او بېلارې کولو لپاره پراخې هڅې او بېلابېل پروګرامونه پیل کړل. هغوی تر ډېره بریده په خپلو دغو هڅو کې بریالي شول او یو شمېر ځوانان یې د خپل دین او عقیدې په اړه بېباوره کړل.
هغه ځوانان چې تر پرون پورې د اسلام او خپلې عقیدې په پار هر ډول قربانۍ او سرښندنې ته چمتو وو او د اسلام د ځواک او عزت سبب ګرځېدلي وو، نن ورځ یې ډېری اندېښنې یوازې د خپلو شهواني او نفساني غوښتنو پوره کول دي او دین او اسلام ورته هغه اهمیت نه لري چې باید ولري. د دغو ستونزو بنسټیز لامل د دیني مسؤولینو، دعوتګرو او اصلاح غوښتونکو بېپامي او د مسلمانانو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، په وړاندې د هغوی د مسؤولیت کمزوري کېدل دي.
موږ ان داسې کسان هم وینو چې د عالم او داعي په نوم له ځوانانو څخه ځانونه جلا کوي او هغوی ته په بل نظر ګوري. هڅه کوي چې له هغو ځوانانو څخه، په ځانګړي ډول له هغو کسانو څخه چې سیرت او صورت له اسلامي معیارونو سره سمون نه لري، واټن ونیسي. ایا د حل لاره دا ده چې عالمان او دعوتګران له داسې ځوانانو څخه ځانونه لرې کړي او هغوی پرېږدي؟ که نن یو داعي له داسې ځوان څخه واټن ونیسي، باید پوه شي چې دښمن به د هغه د له منځه وړلو او بېلارې کولو لپاره ورنږدې شي.
لنډه دا چې په هغه ټولنه کې چې ناصحین او خیر غوښتونکي نه وي، یا خپل مسؤولیتونه په سمه توګه ترسره نه کړي، نو امت او ځوانان به له سمې لارې منحرف شي او دا به د هغوی د کمزورۍ سبب وګرځي. که په ټولنه کې داسې نصیحت کوونکي او اصلاح کوونکي موجود وي چې خپل مسؤولیتونه ادا کړي، خلکو ته لارښوونه وکړي او له بدیو څخه یې منع کړي، نو د ځوانانو او مسلمان ملت انحراف به کم شي. هغوی به د دین د خدمت، قربانۍ او سرښندنې لپاره چمتو شي او له لاسه تللی عزت او ځواک به بېرته ترلاسه کړي.
الحمدلله، نن ورځ د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت رامنځته شوی دی. هیله ده چې د وخت په تېرېدو سره به په ټولنه کې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو د انحراف مخه ونیول شي، او د ټولنې ټول وګړي به د اسلام او اسلامي نظام په وړاندې خپل مسؤولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.













































