کله چې د کوم هېواد د امنیتي پالیسۍ تکیه د زمکنيو حقایقو او مضبوط استخباراتي معلوماتو پر ځای یوازې د «عامه غصې د سړولو» او «عامه اړیکو»(PR) پر اصولو وي، نو د بیانیو ټول تارونه ډېر ژر شلېږي او حقیقتونه بربنډېږي. د کراچۍ د رېنجرز پر مرکزي دفتر له وروستي برید وروسته، د پاکستان پوځي اشرافیه په بېړه هڅه وکړه چې د خپلې استخباراتي ناکامۍ بار پر افغانستان واچوي، چې دا د همدې ناسمو کړنو یوه روښانه بېلګه ده. یو نیول شوی کس د «اعتراف» په نوم په ویډیو کې وړاندې شو، څو د پاکستان خلکو ته دا ذهنیت ورکړل شي چې ګواکې په پاکستان کې د هر ډول وسلهوالو بریدونو تر شا افغانستان لاس لري.
د همدې بیانیې تر سیوري لاندې، پاکستاني پوځ په چټکۍ سره د افغانستان پر کنړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه وکړل او بېګناه خلک یې شهیدان کړل. خو د دې تبلیغاتي بیانیې پوکاڼی هغه وخت وچاودېد، کله چې د ویډیو د نیول شوي کس لهجې وښودله چې هغه د افغانستان نه، بلکې د پېښور او شاوخوا سیمو له پښتو سره تړاو لري. خو د دې دروغجن روایت وروستی او تاریخي افشا هغه مهال وشوه کله چې د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۹مه یوه رسمي او مستنده حقیقتي لیکنه خپره شوه.
د امنیتي او نړیوالو چارو په تاریخ کې دا یو بېساری او حیرانوونکی واقعیت دی چې خپله هغه وسلهواله ډله «تحریک طالبان پاکستان (جماعت الاحرار) په رسمي لیک سرپاڼه سره څرګند اعلان خپور کړ او د پاکستان د دولتي دعوو ټول بنسټ یې ونړاوه. د تحریک طالبان (جماعت الاحرار) رسمي لیک چې د «موږ په کنړ او پکتیا کې نه یو، بلکې د پاکستان له کراچۍ تر خیبره پورې په خپله خاوره کې یو» تر عنوان لاندې خپور شوی، هغه پوځي روایت په بشپړ ډول ردوي چې ګواکې په پاکستان کې دننه بریدونه له افغانستانه تنظیمېږي.
دې رسمي اعلامیې د راولپنډۍ د GHQ تبلیغاتي روایت ته سخت ګوزار ورکړ. په دې لیک کې ډلې په ښکاره ویلي چې د دوی ټول عسکري، تنظیمي او بشري جوړښت د کوم ګاونډي هېواد په خاوره کې نه، بلکې د پاکستان دننه موجود دی، او دوی ته د خپلو اهدافو لپاره د افغانستان ځمکې ته هېڅ اړتیا نشته. جماعت الاحرار په خپل لیک کې پاکستاني پوځي مشرانو ته دا ښکاره چلنج ورکړی چې که په رښتیا هم جرأت لري، نو د افغان پولې پر بېوسه خلکو د برید پر ځای دې د پاکستان په کراچۍ، لاهور، اسلام آباد، کوټه او پېښور کې ورسره مخ شي، ځکه د دوی جوړښت او شبکې هلته فعالې دي.
دا لیک هر عادي لوستونکي ته دا پوښتنه پیدا کوي چې کله خپله وسلهواله ډله وايي چې موږ په پاکستان کې یو، نو بیا پر افغانستان بمباري د څه لپاره کېږي؟ ایا دا یوازې د ناکامۍ پټولو هڅه نه ده؟ له بلې خوا دا لیک د افغانستان هغه اوږدمهاله دریځ هم تاییدوي چې د دې هېواد خاوره د هېڅ ګاونډي پر ضد نه کارول کېږي.
کله چې د پاکستان استخباراتي نظام د خپلې خاورې دننه د باجوړ نه تر کراچۍ پورې د وسلهوالو د ۱۵۰۰ کیلومتره حرکت په تعقیب کې ناکامېږي، نو د ناکامۍ بار پر بل هېواد اچوي.
دا حالت ښيي چې د پاکستان د امنیتي فکر مرکزونه او رسنۍ د بېباورۍ او فکري کمزورۍ ژور بحران سره مخ دي، او د پوځي روایتونو تقلید یې د حقیقت پر ځای یو مصنوعي فضا جوړه کړې ده. په دې منځ کې د پوځ، رسنیو او د «جګړې د اقتصاد» تر منځ هغه خطرناک تضاد هم روښانه کېږي چې تر اوسه پټ ساتل کېده.
پاکستاني استخبارات د همدې ډلې د بریدونو خبرونه په لوړ غږ خپروي، څو په هېواد کې یو مصنوعي ویره او د افغانستان ضد فضا رامنځته کړي، چې له مخې یې د دفاعي بودیجې زیاتوالی، د اشرافو امتیازات او په سیاست او اقتصاد کنټرول توجیه شي. خو پوښتنه دا ده چې آیا پوځ او رسنۍ دومره جرأت لري چې د همدې ډلې دا رسمي رسمي لیک سرپاڼه هم خلکو ته وښيي؟ یا به یوازې هغه روایت وړاندې کوي چې د دوی د ګټو سره سمون لري؟
دا خاموشي د یوې ژورې منافقت نښه ده، ځکه یو لوری یوازې د تاوتریخوالي انځور ښودل کېږي، خو هغه حقیقتونه پټ ساتل کېږي چې د رسمي روایت بنسټ ړنګوي. حقیقت دا دی چې پاکستان د خپل امنیتي بحران حل د بهرني دښمن په لټه کې نه شي موندلی، بلکې باید د خپلو داخلي ستونزو حل ته مخه کړي. که دا چلند بدل نه شي، نو دا به د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته داسې دوامداره کرکه وزېږوي چې بالاخره به د ټول امنیتي نظام لپاره یو ژور بحران رامنځته کړي. تاریخ دا هم ښيي چې افغانستان تل د سختو شرایطو سره سره د زبرځواکونو په وړاندې درېدلی دی، نو د حقیقت له منلو پرته بل هېڅ لاره د سلامتۍ نه ده.
د پاکستان پوځ او له هغه څخه وېرېدلي رسنۍ، مذهبي او سیاسي مشران او فکري مرکزونه (ټهنک ټېنکس) دا چلند د یوې داسې منافقانه رواني حقیقت ښکارندويي کوي چې ورته «کک دی ډاګ» ویل کېږي؛ یعنې د خپلو داخلي کمزوریو د کنټرول پر ځای غوسه او تشدد پر یو کمزوري ګاونډي ور اچول کېږي. ځکه د پاکستاني پوځي اشرافیې په اند دا خبره څرګنده ده چې افغانستان تر اوسه هېڅ عصري هوایي دفاعي سیستم یا جنګي الوتکې نه لري.
برعکس، همدغه پوځ په بلوچستان کې د عملیاتو پړه پر هند او ایران هم اچوي، خو هلته د متقابل غبرګون او دفاعي ځواک له وېرې هېڅکله د داسې هوایي پوځي مداخلې جرأت نه کوي. دا «رسمي لیک سر پاڼه» د پاکستاني جنرالانو لپاره یو ښکاره چیلنج وړاندې کوي چې د ډیورنډ کرښې افغان لوري ته پر بېوسه افغان ماشومانو او ملکي خلکو د بزدلانه ځواک کارولو پر ځای، د تنظیم په وینا دې د پاکستان په کراچۍ، لاهور، اسلامآباد، کوټه او پېښور کې ورسره مخامخ شي، چیرې چې د دوی شبکې موجودې دي.
دا لیک سر پاڼه د دې خبرې د ثابتولو لپاره کافي ګڼل کېږي چې د پاکستان د داخلي امنیتي بحران حل د ګاونډیانو پر ضد د جګړې پرانیستل یا د بېګناه انسانانو د وینې تویول نه دي، بلکې د خپل ځان اصلاح او د خپلو خلکو پر وړاندې د ظلمونو بندول دي. که د پاکستان پوځ د دې لیک سر پاڼې د آئینې له لیدو وروسته هم خپله تګلاره بدله نه کړي او د خپلو ناکامیو پړه د افغان ولس پر غاړه اچولو دا ظالمانه لړۍ روانه وساتي، نو دا به د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته داسې ژوره او تلپاتې کرکه وزېږوي چې بالاخره به د پاکستان د امنیتي نظام ټول جوړښت یوې داسې کندې ته وغورځوي چې له هغې د وتلو هېڅ لاره نه پاتې کېږي.










































