الله جل جلاله په قرانکریم کې له درې ډلو څخه د ژمنې اخیستنې یادونه کوي، چې يوه ژمنه له ټولو انسانانو اخیستل شوې؛ دا ژمنه د قرانکریم په (سورت الاعراف ١٧٢ ایت مبارک) کې راغلې؛ بله ژمنه له انبیاء علیه سلام څخه اخیستل شوې، چې د الله جل جلاله دین به تر مخلوق پورې رسوي، دا ژمنه په (سورت الاحزاب ٧ ایت مبارک) کې راغلې.
بله ژمنه هم الله جل جلاله له علماء کرامو اخیستې، دا ژمنه د قران کریم په سورت العمران (١٨٧) ایت مبارک کې راغلي، الله جل جلاله فرمایلي: وَإِذْ أَخَذَ ٱللَّهُ مِيثَٰقَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ لَتُبَيِّنُنَّهُۥ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُۥ فَنَبَذُوهُ وَرَآءَ ظُهُورِهِمْ وَٱشْتَرَوْا۟ بِهِۦ ثَمَنًۭا قَلِيلًۭا ۖ فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ
ژباړه: دغو اهل كتابو ته هغه كلكه وعده هم ور ياده کړه، چې الله ورڅخه اخيستې وه، چې تاسې به د كتاب لارښوونې په خلكو کې هرو مرو خپروئ او نه به يې پټوئ. خو هغو كتاب شا ته وغورځوه او هغه یې په لږ بيه وپلوره. څومره ناكاره راکړه ورکړه ده چي دوى یې كوي.
اوس که د پاکستاني پوځي رژیم ملاتړي ملایان وګورو؛ د یهودو او نصاراوو له علماوو سره يې توپير په څه کې دی!؟
هغوی هم د الله جل جلاله له کتاب پرته د خپلو غوښتنو پر بنسټ خلک دعوت کول، چې د دوی غوښتنو د دوی له شهوتونو سرچینه اخیسته او د دوی د شهوتونو سرچینه له شیطان څخه وه.
دا درباري ملایان هم د مسلمانانو تر څنګ د درېدو پرځای د پوځي رژیم تر څنګ ولاړ دي؛ دوی هم د مسلمانانو (حماس مجاهدینو) بې وسلې کولو ته د خپل تش په نوم اسلامي پوځ تر شا ولاړ دي؛ دوی هم د یهودو او نصاراوو د دوستۍ هڅه کوونکي جنرالان ستايي او لقبونه ورکوي؛ دوی هم د شعایرُ الله د ساتنې په نوم د ظالم او جابر پوځ لپاره (چې په خپل تاریخ کې یې لاسونه د مسلمان امت په وینو سره دي)، د امتیاز غوښتنه او بلنه کوي؛ دوی هم د هغه سپېڅلي نظام (د افغانستان اسلامي امارت) پر خلاف درېدلي، چې هره پرېکړه او فرمان یې د الله د کلام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکې وینا او کړنې پر بنسټ ولاړ دی.
نو درباري ملایانو د الله جل جلاله له پورته ژمنو څخه د کومې ژمنې منونکي دي!؟ نه يې د انسانیت ژمنه بشپړه شوه او نه يې هم د علميت ژمنه ترسره او الله جل جلاله په خپل بې شک او شبهې کلام سورت المائده (٤٤، ٤٥ او ٤٧) مبارکو ایتونو کې فرمایلي: څوک چې د الله جل جلاله په نازل شوي کلام عمل نه کوي هغوی ظالمان دي، هغوی فاسقان دي او هغوی کافران دي.
د پاکستان د ظالم پوځي ملاتړې ملایان دې د الله جل جلاله کلام ته په ژور ډول سر ورښکاره کړي، که پرې پوهېږي بیا دې د الله حکمونه په ریښتینې معنا څرګند او بیان کړي.
کنه نو د پاکستان عامو مسلمانانو او حقاني علماوو څخه مو د امت د يوې لويې کتلې په توګه هیله دا ده؛ چې راپورته شي، د الله جل جلاله او د هغه د مخلوق د تر ټولو خطرناکو فاسقو دوښمنانو په وړاندې؛ د الله جل جلاله ریښتینی توغ پورته کړي او د ظلم او فسق ټغر د پاکستان له مظلوم ولس څخه د تل لپاره ټول کړي.







































