«الَّذِينَ يَنْقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ»
هغه خلګ چې د رب عزوجل عهد له ټینګ تړون څخه وروسته ماتوي او رب عزوجل چې د كوم شي د پيوندولو امر كړی دى؛ هغه غوڅوي، په ځمكه كې فساد خوروي، په حقيقت كې همدا خلك له تاوانیانو څخه دي.
عن مصعب بن سعد بن أبي وقاص قال: (سألت أبي؛ أي عن المراد من هذه الآية، فقال: هم الحرورية)
ژباړه: له حضرت سعد بن ابي وقاص څخه روايت دی، وایي: ما له خپل پلار څخه پوښتنه وکړه، چې له دې آيت څخه څوك مراد دي؟ پلار مې راته وویل، چې «هم الحرورية» يعني خوارج مراد دي.
د دولة الاسلامیة په نامه چې نن کومه ډله ياديږي؛ په نني عصر کې همدا خلګ خوارج دي، ځکه له کوم وخت نه چې د دوی زیږون شوی؛ دوی د اهل السنة والجماعة خلګ روغ نه دي پرې ايښي، د کفر او ارتداد مهر پرې وهي، مقاتله ور سره کوي، په کوم ځای کې چې د اهل السنة والجماعة ډلې حاکميت وي؛ دوی هلته او يا په شاوخوا سيمو کې ميشت شي، تر څو د دوی حاکميت زيانمن یا ختم کړي او پر ځای يې خپل خارجيت او موساديت قائم کړي.
د دوی یوه ګمراهي دا ده؛ چې دوی د مؤمنو پرګنو تکفير کوي، په شهادت يې رسوي، خو د حقيقي کفارو، نصاری او يهودو په ژوند کې خير لټوي، رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوی په اړه داسې ويلي: «يقتلون اهل الاسلام ويدعون اهل الاوثان لئن ادرکتهم لأقتلنهم قتل عاد» اخرجه البخاري ومسلم
ژباړه: خوارج به مسلمانان وژني او غير مسلمانان به پريږدي، که ما دوی وموندل، د عاديانو په څير به يې قتل کړم.
ملا علي قاري رحمه الله د دې حديث په تشريح کې فرمايي:
وای: دوی به د مسلمانانو تکفير کوي، او قتل به يې کوي.
د دوی دا افعال ډير عجيبه و غريبه دي، که فکر وکړو؛ د ځمکې کُره نصاری او یهودو په سر اخيستې ده، هغوی روغ، سالم او په أمن کې ژوند تيروي، هيڅ داسې خوارج نه شو پیدا؛ چې نصاری او يهود دې د خپل بريد هدف وګرځوي.
چيرې چې د اسلامي خلافت او شرعي نظام غوښتنکي خلک وي؛ هغوی مظلومانه ژوند تيروي، ځورول کيږي، زخمیان کيږي او مړه کيږي، دوی يې نور هم پر زخمونو چاړې ور تيرې کوي، نن د فلسطين د مسلمانانو حال تاسي بالمشاهده وينئ، مګر پر ځای د دې چې دوی د اسراييلي رژيم پر خلاف جګړه وکړي؛ د فلسطين حقاني رجال چې د اسلام خلګ دي؛ دوی د تکفير مرتکب وګرځول او د هغوی سپېڅلی جهاد يې فساد او شهادتونه يې مردار وبلل.
آيا دا د خوارجو د اسلامي خلافت سره غدر او خيانت نه دی؟!
نعرې د اسلامي خلافت د قيام وهي؛ مګر چېري چې جهاد پیل او د اسلامي خلافت د قيام او نفاذ خلک وي؛ دوی هم هغه وژني، جهاد او قیام يې فساد بولي، خو چيرې چې يهود وي؛ په عيش او عشرت کې برقرار او سالم پاتې وي.
بل ستر غدر او خيانت يې دا دی، چې د دوی مشر ذوا الخويصره پر پيغمبر اکرم صلی الله عليه وسلم سوء ظن وکړ، يعني غير عادل يې وباله.
ورته کړل يې: ای محمده! عدل وکړه، ته عدل نکوې.
«يا محمد اعدل فإنك لم تعدل» إبن ماجه.
يو څوك چې د رب عزوجل پر محبوب او د مسلمانانو پر پيغمبر صلی الله عليه وسلم طعن وايي، هغه ته د بې انصافۍ ګوته نيسي، آيا دا د مسلمانانو سره مخالفت او غدر نه دی؟!
دا معلومه شوه، چې خوارج د اسلامي خلافت د قيام دښمنان دي، دوی نه غواړي؛ چې په سيمه کې دې اسلامي نظام قائم شي، که دوی په حقيقت کې د اسلامي نظام غوښتونکې وای؛ په عراق کې به یې په زرګونو د اسلامي نظام غوښتونکي، د اهل السنة والجماعة علماء او نه وای وژلي.
که دوی د اسلامي خلافت غوښتونکي وای؛ د افغانستان د اسلامي امارت سره به یې بيعت کړی وای، خو بر عکس دوی د اسلامي نظام پر ضد قيام کړی او لا هم د خپلې بدبختۍ پر بيړۍ سپاره دي، د افغانستان د اسلامي امارت زیات شمېر ګلالي او معصوم علماء کرام يې د اسلامي امارت په قيام کې په شهادت ورسول.
د حیرانتیا ځای دا دی؛ کوم وخت چې 42 هیوادونو د آمريکا په مشرۍ افغانستان اشغال کړ، د اشغال له پيل نه تر پايه خوارجو پر هيڅ خارجي بريد و نه کړ، برعکس په کوم ځای کې به چې د اسلامي امارت مجاهدینو دوی را حصار کړل؛ دفاع ته به يې امريکايان راغلل.
دا ښکاره ده، چې دوی د اسلامي خلافت د قيام دښمنان دي، شعار يې کاذب، افعال او اعمال يې فاسد، د موسادي استخباراتي ځواکونو د لاس آلې او د هغوی د خواهشاتو پوره کونکي دي، د دوی موخه د ځمکې له سطحې څخه د مسلمانانو ختمول دي، خو دا ناممکنه ده، ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث مبارك دی، چې جهاد به تر قيامته پورې جاري وي، پر دې زمونږ ايمان او عقيده هم ده؛ چې د حق او باطل معرکه به تر قيامته جاري وي.