نیجر ته تښتېدونکي لسګونه داعشیان سیند کې غرق شوي

نایجیریايي رسنۍ وايي چې په بورنو ایالت کې تر ۸۲ زیات داعشیان د تيښتې پر مهال په سیند کې غرق شوي دي.

د نایجیریا د ډېلي پوسټ رسنۍ د خبر له مخې، دا پېښه د بورنو ایالت په ډاماسک سیمه کې رامنځته شوې ده. داعشیانو تر هغه وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای تېښته پیل کړه کله چې یې د نایجیریايي ځواکونو لخوا په سیمه کې د عملیاتو پیلېدو خبرونه واورېدل.

دې داعشیانو د جون په دویمه او درېمه هڅه کوله چې له سینده په اوښتو سره نیجر هیواد ته واوړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version