نړۍ ته د خطر زنګ

نعمان هروي

داعش خراسان څانګه چې په افغانستان کې له ځپل کیدو وروسته د افغانستان ګاونډ ته انتقال شوې ده، له پاتې شونو سره یې یو شمېر ګاونډي هېوادونه په مستقیم او غیر مستقیمه توګه په تماس کې دي او غواړي له دوی سره یو جوړجاړي ته ورسیږي، دا هیوادونه له دې جوړجاړي څخه دوه موخې لري:

 

۱- د داعشیانو له لوري د دوی په هېوادونو کې د دوی له خوښې پرته د عملیاتو نه ترسره کول.

 

۲- د داسې يوې متارکې په بدل کې داعشیانو ته د ځینو تسهيلاتو ورکړه او له دوی څخه په سیمه او نړۍ کې په بريدونو کې کار اخيستل.

 

دا هیوادونه خصوصاً پاکستان په دې کار سرخ غواړي، داعشیان د خپلو رقیبانو پر ضد وکاروي، سربيره پر دې دا هیوادونه د یو شمېر هغه داعشیانو په بيرته راژوندي کولو او فعالولو هم کار کوي، کوم چې د مختلفو عواملو له امله مايوسه شوي او پر کورونو ناست دي او یا تسلیم شوي دي.

 

که چېرته نړۍ د افغانستان په ګاونډ کې له داعشیانو سره ترسره کېدونکو خطرناکو سازشونو ته توجه ونکړي؛ کیدایشي ډېر ژر د دې سازشونو د ناوړه پایلو په نتیجه کې نړۍ هم په سخته توګه اغيزمنه شي.

 

نړۍ بايد د دې تر څنګ د داعشیانو د تولید په نوو مراکزو هم خپل پام متمرکز کړي؛ له کومو څخه چې د سیمې او نړۍ هر ګوټ ته د داعشیت د توليداتو رسيدګي کومه ستونزمنه چاره نه ده

هرماس الافغاني
Exit mobile version