ريښتنی اميرالمؤمنين

اوله برخه
طاهر احرار

په نني عصر کې جمهوري نظامونه د خلکو درد نشي دوا کولاى، تاسې کيپټاليزم، کمونيزم نظريې تجربه کړي. همداشان په نړۍ کې شاهي نظامونه هم د ظُلم او وحشت نمونې وګرځېدې.
يوازي او يوازي اسلامي نظام کولاى شي د نړۍ مسائل حل کړي او دا نړۍ د جنت نمونه وګرځوي.
اسلامي نظام له امارت/خلافت څخه عبارت دی، که چيرته د حضرت عمر رضي الله عنه او حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمه الله تعالىٰ په څېر امیران راشي او له عدل او انصاف کار واخلي، په نړۍ به د اسلام دين غالب او دُښمنان به مغلوب شي.
له ډېرو قربانيو وروسته خداى جل جلاله په يو نعمت ونازولو؛ خداى جل جلاله يو رښتینی امير راکړ، د کوم امير په اطاعت چې خداى جل جلاله مکلف کړي يو، امير مو له هېواده د کُفر ټغر ټول کړ، کومه يې چې تر ټولو لومړى ذمه واري وه او پدې لار کې مو امير ته مختلف پېشکشونه وشول، خو امير المؤمنين د دې پر ځاى چې هغوى ته لبيک ووايي، خپل زوى يې د اسلام مُبارک دين د تحکيم لپاره قرباني کړ، د اشغال تر ختمېدو وروسته هم غربي شيطانانو مختلفې دسيسې وکارولې تر څو دَ اميرالمؤمنين په ارادو کې تزلزل راولي، خو لله الحمد چې د هيڅ کومې دسيسې ښکار نشو.
هغه په ټوله نړۍ کې له اسلامي نهضتونو او تحرکاتو ملاتړ وکړ، چې د فلسطين جهاد يې يو ښه مثال دى. هغه قضيه چې داعشيان په هغې کې نه يوازې چُپ پاتې شول، بلکې له اسرائيلو يې ملاتړ وکړ.
اميرالمؤمنين محاکم په مکمل ډول له رشوت، واسطې، ظُلم خيانت څخه پاک کړل او اوس مو په محاکمو کې د قران مجيد د حکم مطابق فيصلې کېږي. آن تر دې چې حدود په يو اسلامي نظام کې اصل بلل کېږي نافذ او جاري کړل او هېڅ يې د غرب چېغو ته غوږ کېنښود، اما د حدودو په متعلق مشهور روايت دى؛ چې «ادرؤوا الحدود بالشبهات»
د حدودو په تطبيق کې بايد له کامل احتياط کار واخېستل شي نه دا چې بغير له اسنادو، شواهدو، اقرار يو کس راونيول شي او د زورواکو ظُلم ته د حد نوم ورکړل شي.
تاسې به د داعشي خوارجو ظُلمونه لیدلي وي، چې خپلو وحشتونو ته يې د حدودو نوم ورکړى وو.
اميرالمؤمنين د امر بالمعروف والنهي عن المنكر لپاره د مکمل وزارت تشکيل اعلان کړ، چې لله الحمد په ټول هېواد کې يې فعاليت جاري دى.
د امر بالمعروف والنهي عن المنكر په نوم وزارت په يو اسلامي هېواد کې هم شتون نلري، دا نعمت خداى جل جلاله يوازې افغانانو ته په برخه کړى.
دغه وزارت د غرب او غربي پلوو د سترګو خار دى.
نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version