د لویې یهودي امپراطورۍ جنګیالي

درېیمه برخه

صلاح الدین (ثاني)

 

لکه څنګه مو چې په دویمه برخه کې ویلي ؤ، امریکا په عراق کې د داعشیانو په لیکو خال خال بمبارونه وکړل، سخت دریځه مشران او هغه لوړ پوړي چارواکي چې له ابو مصعب زرقاوي سره ول او وروسته د زرقاوي له شهادته د بغدادي له دولت سره یوځای شول له منځه یوړل.

دلته امریکا دوه ګټې وکړې.

(١) : هغه مخلص مجاهدین چې د زرقاوي تر قیادت لاندې جهاد کړی وو او په خیالي دولت کې هم په صدق سره جنګیدل له مخې لرې کړل.

(٢) : د داعشو لپاره د ځوانانو د جلب جذب او د داعشو صف منظم کول.

دلته د عراق د ټولو جهاد پالو پام داعش ته واوښت او په دې فکر کې شول، چې دا په حقه ډله ده، نو ځکه یې امریکا په وړاندې سخته جګړه کوي.

په دې اړه د امریکا د جګړو او تاوتریخوالي مشهور لیکوال (مارک ډینر) وویل؛ د داعش د رامنځته کیدو په وخت کې د هغو شمیر (٣٠٠٠) وه، خو دا چې امریکا د داعش په وړاندې تمثیلي جګړه وکړه، نو په یوه هفته کې یې (٦٠٠٠)جنګیالي نور هم جلب جذب کړل.

مطلب د یوې هفتې په موده کې (٣٦٠٠٠) جنګیالیو ته ورسېدل، چې زیاتره یي بهرنیان ول.

خو آخر د کاسې لاندې نیم کاسه راووتله!

امریکا اول سنیان له پښو وغورځول او شعیه ګان یې برلاسي کړل او وروسته یې سنیان د داعش په نامه را پورته کړل او په یوه کلکه جکړه يې اخته کړل.

دا هر څه د دې لپاره وشول، چې اسرائيلو ته د عراق له خاورې کوم خطر متوجه نشي.

او همداسې وشول، تر نن ورځې داعش د عراق له خاورې د اسرائيل په طرف یوه ډبره هم نه ده ویشتې

د اسرائيلو لپاره سوریه او عراق خطر وو او ډاریدل خو د ځان د حفاظت لپاره یې (د لویې یهودي امپراطورۍ جنګیالي) یعنی داعش روزلي، تر څو پورې چې داعش فتنګر او د یهودو ملیشې د ځمکې په سر وجود ولري، فلسطین څه، چې آن خپل کورونه مو هم په خطر کې دي.

پای.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version