بهرنۍ تأمیناتي مالي سرچینې:
داعش ډله د معاصر تاریخ له تر ټولو شتمنو ترهګریزو ډلو څخه بلل کیږي، دا ډله د خپلو نظامي، تبلیغاتي او اداري فعالیتونو د لګښتونو د برابرولو لپاره له بېلابېلو مالي سرچینو څخه استفاده کوي، د دې ډلې بهرنۍ مالي سرچینې هغه تمویلاتي لارې چارې دي چې له نورو هېوادونو، سازمانونو یا افرادو څخه تأمین شوي وي، دې ډلې تل هڅه کړې ترڅو له مالي اړخه ځان بسیا کړي، خو با وجود د دې هم دې ډلې په پراخه کچه بهرنۍ مرستې او اعانتونه تر لاسه کړي دي.
د داعش ډلې یو شمېر بهرنۍ مالي سرچینې لکه؛ د خلیجي هېوادنو مرستې، د خلیجي هېوادنو انفرادي تمویل کوونکي، خیریه مؤسسې او سازمانونه، د بشري مرستو غلا، د اجتماعي شبکو له لارې مرستې، د غنایمو پنځمه، د بهرنیو وګړو شخصي امکانات، د نظامیانو د کورنیو لخوا مالي مرستې، او داسې نورې ګڼل کیږي، دلته یې په تفصیلي بڼه په ډاګه کوو.
د خلیجي هېوادونو مرستې:
که څه هم داعش ډلې تل هڅه کړې ترڅو ځان په کامله بڼه بسیا او خودکفا کړي اما د دې ترڅنګ، بیا هم د یو شمېر عربي هېوادنو لکه؛ کویټ، سعودي عربستان، او عربي امارات لخوا ورسره په پراخه کچه، د مختلفو موخو په غرض، مالي مرستې ترسره کېدلې، یادو هېوادنو په ځانګړې توګه کویټ ۲۰۱۳-۲۰۱۴کلونو کې، تر ډېره په علني بڼه د داعش مالي ملاتړ کاوه.
د روسیې ستراتیژیکو څېړنو انسټیټوټ څرګندونو له مخې، د دې هېوادنو د ملاتړ اصلي موخه دا وه ترڅو په سوریه کې د بشارالاسد نظام رانسکور کړي، چې دې ته ورته نظر د آلمان هېواد د ماینز پوهنتون د عربي نړۍ د مطالعاتو مرکز مشر، ګونتر مایر او د عراق هېواد یو شمېر مسؤلو چارواکو هم، بیان کړی دی.
له هغه وروسته چې نړیوالې ټولنې یاد هېوادنه تر کلکو نیوکو لاندې راوستل او دوی یې دې ته اړ کړل ترڅو د داعش ډلې له مالي ملاتړ څخه لاس په سر شي، نو د همدې پر بنسټ، سعودي عربستان په ۲۰۱۳ز کال کې داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې له داعش سره مالي مرستې منع کړل شوې او ورته قوانین، همدې نورو هېوادونو هم تصویب کړل، دا قانونونه د دې لامل شول ترڅو یاد هېوادونه د علني مرستو څخه مخنیوی وکړي خو په ورته وخت کې دا مرستې تر مختلفو پوښښونو لاندې په غیر مستقیمه بڼه، جاري وساتل شوې.
د خلیجي هېوادنو انفرادي تمویل کوونکي:
د داعش ډلې د مالي تمویل یوه مهمه برخه، د خلیجي هېوادنو له انفرادي تموویل کوونکو څخه تأمین کېده، د قطر و سعودي عربستان، کوېټ او متحده عربي اماراتو ځينې سلطنتي کورنیو، تجارانو او یو شمېر شتمنو افرادو د داعش ډلې په مالي تمویل کې رغنده رول لوبولو، د راپورونو له مخې، یوازې د دوو کلونو (۲۰۱۳-۲۰۱۴)، په لړ کې، یادو هیوادونو له داعش سره تر (۴۰)$ څلوېښت میلونو زیات ډالر نغدي مرسته کړې ده.
له دې برسېره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه، هغو افرادو چې د داعش ډلې د تبلیغاتو تر اثر لاندې راغلي ول او ګومان یې کولو چې ګویا دا ډله په حق لاره روانه ده، نو له دې ډلې سره یې په پراخه کچه مالي مرستې ترسره کولې.